تروريزم

په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې په تروريستي پیښو کې ۴۵٪ کمی راغلې

د جاويد محمود لخوا

د پاکستان امنیتي چارواکي په کويټه کې د نومبر په ۲۱ مه د عید میلاد النبي په جریان کې یو لاریون کوي، چې د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د زيږيدلو کليزه ولمانځي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

د پاکستان امنیتي چارواکي په کويټه کې د نومبر په ۲۱ مه د عید میلاد النبي په جریان کې یو لاریون کوي، چې د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د زيږيدلو کليزه ولمانځي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- په اسلام آباد کې د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټيوټ (پيکس) لخوا د يو خپور شوي راپور له مخې، په پاکستان کې د ۲۰۱۷ کال په نسبت په ۲۰۱۸ کال کې په وسله والو بريدونو کې "د پام وړ کمی" راغلی دی. دغه راپور پيکس د کال په پای کې جوړوي.

دغه راپور، چې د جنورۍ په لومړۍ نیټه خپور شوی و، وموندله چې په ۲۰۱۸ کال کې په وسله والو بریدونو کې ۴۵٪ کمی راغلې، او همدارنګه د دې بریدونو په نتیجه کې د مرګونو شمیر ۳۷٪ کم شوی او د ژوبل شويو کسانو په شمیر کې ٪۴۹ کمی راغلې دی.

دغه راپور وويل، تیرکال، وسله والو د هیواد په مختلفو برخو کې تقريباََ ۲۸۸ ترهګريز بریدونه ترسره کړي ول.

دغه بریدونو ۵۷۷ کسان وژلې ول، چې په دې کې ۳۵۶ ملکيان، ۱۵۲ امنیتي پرسونل او ۶۷ وسله وال شامل ول. دوه ملکي کسان، چې د امنیتي ادارو سره يې په رضاکارانه توګه کار کولو، هم وژل شوي ول.

يو ګراف د ۲۰۱۵ کال راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ اړوند پیښو کې د پام وړ کموالی ښیي. [پيکس]

يو ګراف د ۲۰۱۵ کال راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ اړوند پیښو کې د پام وړ کموالی ښیي. [پيکس]

په وسله والو بریدونو کې ۹۵۹ کسان ژوبل شوي ول، چې په دې کې ۶۹۳ ملکيان او ۲۶۱ امنیتي پرسونل شامل ول.

پيکس راپور ورکړو چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د میاشتني تروريستي بریدونو په اوسط شمير کې په تدريجي ډول کمی راغلې دی. په ۲۰۱۸ کال کې، په میاشتني اوسطاََ ۱۹ وسله وال بریدونه ترسره شوې ول، چې دا په ۲۰۱۷ کال کې د ۳۵، په ۲۰۱۶ کال کې د ۴۲، په ۲۰۱۵ کال کې د ۵۹ او په ۲۰۱۴ کال کې د ۱۳۴ نه کم دي.

په دغه راپور کې راغلې، په ټول هيواد کې ځانمرګي بریدونو هم کم شوې ول، چې دا په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۳ په پرتله په ۲۰۱۸ کال ۱۸ ول.

جولای، کله چې په پاکستان کې عمومي انتخابات ترسره شول، د کال ترټولو خونړۍ میاشت وه.

د پيکس له مخې، د جولای په مياشت کې د انتخاباتو په جلسو او کمپاينونو باندې په وسله والو بريدونو کې تقريباََ ۲۲۸ کسان وژل شوي ول -- چې دا په دغه کال کې د ټولو تروريستي اړوند مرګونو نه ۴۰٪ زيات و. د جولای په میاشت کې نور ۴۲۳ کسان ژوبل شوي ول.

پيکس په وسله والو بريدونو کې د پرله پسې کمي کريډيټ ضرب عضب عملیاتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي ول، ته ورکړو.

پوځي عملیات په امنیت کې 'مهم رول' لوبوي

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پېښور کې يو سينير امنیتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په قبايلي سيمو کې مختلفو عملياتو په هيواد کې د بريدونو په مخه نيولو کې مهم رول لوبولی دی."

هغه وويل، "دې عملياتو يو شمېر مهم وسله وال له منځه يوړل."

شاه وويل، "که څه هم،تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)او نورې منع شوي وسله والې ډلې د افغانستان نه په پاکستان کې بريدونه ترسرکوي، خو دوی په هيواد کې په وينه تويولو کې د ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل، "د تير وخت برعکس، سخت امنيت، پولې تا باړ لګولو او د وسله والو پر وړاندې د استخباراتي عملياتو په ګډون، د اورپکۍ په مخه نيولو کې مرسته کړې ده."

کرنل (ريټايرډ) مختار احمد بټ، چې په کراچۍ کې د امنيت شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د امنیتي چارو ادارې باید د استخباراتو پر بنسټ عملیات په کلکه سره په ټول هیواد کې جاري وساتي، په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې چيرته چې وسله وال پیاوړي دي."

هغه وويل، "حکومت او امنيتي ادارې بايد د هغو خلکو په وړاندې خپل ګرفت سخت کړي کوم چې د پيسو په مينځلو او د ترهګرۍ په مالي تمويل کې لاس لري او د هغوی د سياسي او مذهبي تړاو لرلو پرته د هغوی په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500