تکنالوژي

خیبر پښتونخواه ډیجیټل پالیسي جوړوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

ذاکر رحيم، چې په پېښور کې د معلوماتي سیستم ماهر دی، د دسمبر په ۱۷ مه د خيبر پښتونخواه حکومت د ډیجیټل پالیسۍ تجزيه کوي. [دانش یوسفزۍ]

ذاکر رحيم، چې په پېښور کې د معلوماتي سیستم ماهر دی، د دسمبر په ۱۷ مه د خيبر پښتونخواه حکومت د ډیجیټل پالیسۍ تجزيه کوي. [دانش یوسفزۍ]

پیښور - د خیبر پښتونخواه چارواکو په پاکستان کې لومړنۍ ډیجیټل پالیسي منظوره کړې، چې دا به نه یوازې ښه او تيز انټرنیټ چمتو کړي بلکې په صوبه کې به د ډیجیټل اقتصاد په پراختیا او ښه کولو کې هم مرسته وکړي.

کامران خان بنګش، چې د ساينس او ټکنالوجۍ او معلوماتي ټکنالوجۍ په اړه (ايس ټي آی ټي) د وزير اعلی ځانګړی سلاکار دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا پالیسي په ډیجیټل حکومتدارۍ (اي-حکومت)، ډیجیټل مهارتونو، ډیجیټل لاسرسۍ او ډیجیټل اقتصاد باندې مشتمله ده."

ډیجیټل پالیسي د هیواد لپاره د وزیر اعظم عمران خان د ۱۰۰ ورځنۍ ايجنډې برخه ده.

بنګش وویل چې د دې پالیسۍ موخه د حکومتوالۍ کیفیت لوړول، ځوانانو ته پرمختللی ټريننګ ورکول، اقتصاد ډيجيټل کول او خوندي او چټک اننټرنېټ ته لاسرسی ښه کول دي.

هغه وويل، "زموږ حکومت هڅه کوي چې د ډيجيټل پاليسۍ په مرسته په صوبه کې حکومتداري زياته اغېزمنه کړي." "دا پالیسي به په عامه سکتور کې د شفافیت او احتساب په راوستلو کې زموږ سره مرسته وکړي."

بنګش وویل، د خیبرپښتونخواه صوبايي کابینې د نومبر په ۲۲ مه د نوې پالیسۍ د څارنې او پلي کولو لپاره د همغږۍ کمیټي جوړه کړه.

هغه وويل، "زموږ حکومت پلان لري چې ټول عدالتونه او جنايي ريکارډ ډيجيټل کړي." "موږ همداراز پلان لرو چې موبايل اپيليکشين او ويب سايټونه جوړ کړو او د خپلې صوبې يو ښه انځور ته وده ورکړو."

بنګش وویل، د خیبرپښتونخواه حکومت يو جامع پلان جوړ کړی چې په ټوله صوبه کې ډیجیټل زده کړې او په پرايمري، ثانوي او اعلی تعليم کې د ټیکنالوژۍ کارولو ته وده ورکړي.

ځوانانو ته تعلیم ورکول

د ډیجیټل پالیسۍ موخه دا ده چې د ۲۰۲۳ کال پورې په معلوماتي ټکنالوجۍ کې د ۸،۰۰۰ ځوانانو د ټريننګ لپاره سهولتونه برابر کړي.

په پیښور کې د معلوماتي سیسټم ماهر، ذاکر رحيم، پاکستان فارورډ ته وویل، د پالیسۍ د ظرفیت لوړولو برخه به راتلونکی نسل پياوړی کړي.

هغه وويل، "د معلوماتي ټکنالوجۍ پرمختللي زده کړې له لارې، زموږ ځوانان په فعاله توګه په نړیواله ټولنه کې برخه اخیستلی شي او زموږ په صوبه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په پرمختګ کې مرسته کولی شي."

هغه وويل، هغه د خیبرپښتونخواه حکومت ستاينه وکړه چې دې په ۸،۰۰۰ روزنیز سيټونو کې یې ۵۰٪ سيټونه د ښځو لپاره مختص کړې دي. "دا به ښځینه زده کونکي وهڅوي چې زده کړه وکړي او په لويه کچه د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړي."

ډاکټر شهباز خان، چې د خیبرپښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ (کی پي آی ټي بي) منيجنګ ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د نړیوالو سازمانونو لکه ګوګل، مايیکروسافټ، او اوريکل او فېسبوک سره خبرې اترې راونې دي چې په آی ټي کې زموږ د ځوانانو تخنیکي ظرفیت لوړ کړي."

د کاغذ نه بغير حکومت کول

هغه وويل، "حتی د خیبرپښتونخواه حکومت پریکړه کړې چې د عامه سکتور په دفترونو کې د ډیجیټل سیسټم پلي کولو له لارې د کاغذ نه بغير سیستم معرفي کړي."

خان وويل، خيبر پښتونخواه پلان لري چې په ټوله صوبه کې ارزان، تیز او باوري انټرنېټ چمتو کړي.

بنګش وويل، د ايس ټي آی ټي اداره پلان لري چې ډیجیټل پیسو او اي کامرس ته وده ورکړي. هغه زیاته کړه چې ډيجيټل اقتصاد به سوداګري آسانه کړي، تجارت زيات کړي او نړیوالو بازارونو ته به د ځايي کمپنو لاسرسي اسانه کړي.

ظفر الحق، چې په پيښور کې په اقرا ملي يونيورسټۍ کې د اقتصادياتو ماهر دی، وويل، ډيجيټل پاليسي به د پوهې اقتصاد په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

هغه پيش ګويي وکړه، "دا به د صارفينو باور زیات کړي او د اقتصادي ودې سبب به وګرځي."

هغه خبرداری ورکړو چې "سايبر جرمونه په ننني ډیجیټل اقتصاد کې ډير زيات دي." هغه زیاته کړه چې د خیبرپښتونخواه حکومت د سایبر-امنیتي ننګونو سره مخامخ کيدی شي."نوې پالیسي باید سایبر امنیت ډاډمن کړي."

د کی پي آی ټي بي منيجنګ ډايريکټر، خان، وويل، کی پي آی ټي بي له مخکې نه د خیبرپښتونخواه د سايبر ايمرجنسي غبرګون مرکز جوړ کړی چې سايبر امنيت يقيني کړي.

هغه زياته کړه دا مرکز د سایبر څارونکي په توګه کار کوي او د خیبرپښتونخواه د معلوماتي ټکنالوجۍ سیسټم د ساتنې په برخه کې به مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير غوره کار دانش او دې ته دوام ورکړه.

ځواب

ښه اقدام

ځواب