زده کړه

د جينکو لپاره د ژوند معنی بدلول -- په یو وخت کې یوه لارۍ

د نظر الاسلام لخوا

يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه د لارې د رنګ کولو لپاره تياری کوي. [نظر الاسلام]

يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه د لارې د رنګ کولو لپاره تياری کوي. [نظر الاسلام]

د لارۍ يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه په لارۍ باندې د سکول د جينۍ انځور جوړوي. [نظر الاسلام]

د لارۍ يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه په لارۍ باندې د سکول د جينۍ انځور جوړوي. [نظر الاسلام]

د لارۍ يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه په لارۍ باندې د سکول د جينۍ انځور جوړل پای ته رسوي. [نظر الاسلام]

د لارۍ يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه په لارۍ باندې د سکول د جينۍ انځور جوړل پای ته رسوي. [نظر الاسلام]

د دسمبر په ۱۰ مه په پيښور کې د لاريو فنکارانو لخوا جوړ شوي انځورونه ښودل شوي دي. [نظر الاسلام]

د دسمبر په ۱۰ مه په پيښور کې د لاريو فنکارانو لخوا جوړ شوي انځورونه ښودل شوي دي. [نظر الاسلام]

د لارۍ يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه د خپل انځور مخې ته ولاړ دی. [نظر الاسلام]

د لارۍ يو فنکار په پيښور کې د دسمبر په ۱۰ مه د خپل انځور مخې ته ولاړ دی. [نظر الاسلام]

پیښور -- په پیښور کې د حيات خان انځورونه یوه ځوانه جينۍ ښيي چې د يوې ګڼې شنې ونې لاندې د کتاب مطالعه کوي. د دې سره سم یو پیغام دی: "پوهه رڼا ده."

خان، ۵۵ کلن، د تیرو ۴۵ کلونو راهیسې په لاریو باندې رنګين انځورونه جوړوي. د هغه مضامین به پخوا د فلم په اداکارانو او څارویو او په ښکلو نظارو او د پوځ په جنرلانو مشتمل ول.

که څه هم، له ۲۰۰۵ راهیسې، خان زياتره د هغه جينکو په انځورونو تمرکز کړی چې سکولونو ته ځي.

خان پاکستان فارورډ ته وويل، د لاريو مالکانو په پیل کې په هغه انځورونو کې دلچسپي نه لرله چې فنکارونه به غوره کول.

یو فنکار په پیښور کې د دسمبر په ۱۰ مه د لارۍ يو اړخ رنګ کوي. [نظر الاسلام]

یو فنکار په پیښور کې د دسمبر په ۱۰ مه د لارۍ يو اړخ رنګ کوي. [نظر الاسلام]

خان وويل، "خو کله چې دوی د لاريو د انځورونو له لارې تعليم ته د دودې ورکولو لپاره زموږ کمپاين وليدو، نو هغوی به پخپله راتلل او مونږ ته به يې ويل چې د هغوى په لارۍ ورته انځورونه جوړ کړو."

خان د تير وخت په اړه وويل، "موږ به د اداکارانو، ښکلې منظرونو او جنرلانو انځورونه جوړول. خو دا بې معنې مضامین وو."

خان وروسته له هغې د جينکو تعليم ته د وده ورکولو کار پيل کړو کله چې هغه په ۲۰۰۳ کال کې د نامتو د ژبې کارپوه او فلم جوړونکي، سمر مناالله خان، سره وليدل.

سمر پاکستان فارورډ ته وویل، "انځورونه پیاوړي اغېز لري، او لارۍ د پاکستان د یوې برخې نه بلې برخې ته د پیغامونو په رسولو کې مرسته کوي."

په خیبر پښتونخواه کې، لارۍ په پراخه توګه د هغو پیغامونو سره چليږي چې د ښځینه زده کړو حوصله افزايي کوي او هغې ته وده ورکوي.

که څه هم، دا پیغام په پنجاب کې مختلف دی. هلته کې لارۍ د "سواره" په وړاندې غږ پورته کوي. سواره د ماشومانو د اجباري ودونو یو شکل دی چې په هغې کې یوه ځوانه جينۍ د خپلې نارینه خپلوانو لخوا د ځینو جرمونو د سزا په بدل کې ورکړل کیږي.

د آسیا پرمختیایي بينک (ای ډي بي) او یونیسکو د دې نوښت ملاتړ کوي.

ارم احسان، چې د آسيا پرمختيايې بينک سينير سلاکاره ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "يوه لارۍ د جينکو لپاره د ژوند معنى بدلولی شي -- په يو وخت کې يوه لارۍ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500