ټولنه

په انځورونو کې: د پېښور دارالامانونه بې کوره خلکو ته د استوګنې ځای ورکوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د خيبر پښتونخواه په پيښور کې د دسمبر په ۱۵ مه د نوي دارالامان دننه برخه ښودل شوې ده. [دانش يوسفزۍ]

د خيبر پښتونخواه په پيښور کې د دسمبر په ۱۵ مه د نوي دارالامان دننه برخه ښودل شوې ده. [دانش يوسفزۍ]

په دې تصوير کې ميلمانه د خیبر پښتونخواه په پېښور کې د دسمبر په ۱۵ مه په دارالامان کې ښودل شوي دي. [دانش يوسفزۍ]

په دې تصوير کې ميلمانه د خیبر پښتونخواه په پېښور کې د دسمبر په ۱۵ مه په دارالامان کې ښودل شوي دي. [دانش يوسفزۍ]

يو ډاکټر د دسمبر په ۱۵ مه په پجګۍ دارالامان کې د يو مريض معاينه کوي. [دانش يوسفزۍ]

يو ډاکټر د دسمبر په ۱۵ مه په پجګۍ دارالامان کې د يو مريض معاينه کوي. [دانش يوسفزۍ]

جميل خان، ۲۷ کلن، د خيبر پښتونخواه په پيښور کې د دسمبر په ۱۵ مه په يو دارلامان کې اوبه څښي. [دانش يوسفزۍ]

جميل خان، ۲۷ کلن، د خيبر پښتونخواه په پيښور کې د دسمبر په ۱۵ مه په يو دارلامان کې اوبه څښي. [دانش يوسفزۍ]

حیات الله خان، چې د خیبر پښتونخواه په پېښور کې په دارالامان کې ميلمه دی، د دسمبر په ۱۵ مه په لومړي ځل په دارالامان کې دننه د خپلې لومړۍ شپې نه خوند اخلي. [دانش يوسفزۍ]

حیات الله خان، چې د خیبر پښتونخواه په پېښور کې په دارالامان کې ميلمه دی، د دسمبر په ۱۵ مه په لومړي ځل په دارالامان کې دننه د خپلې لومړۍ شپې نه خوند اخلي. [دانش يوسفزۍ]

پیښور -- د خیبرپښتونخواه د سماجي بهبود ادارې په مرکزي ښار پیښور کې پنځه دارالامانونه جوړ کړي دي او هڅه کوي چې د ۴۵۰ نه زيات بې کوره پاکستانيان او نور بې وزله خلک په دې کې ځای پر ځای کړي.

د دسمبر په ۱۴ مه، وزیر اعظم عمران خان د دې دارالامانونو پرانسته وکړه، چې په پجګۍ سړک، کوهاټ اډه، چارسده سړک، کارخانو بازار او حاجي کمپ کې موقعیت لري.

د پېښور د سماجي بهبود ادارې افسر، جعفر خان، د ژوند په هره برخه کې ټولو اصلاحاتو ته په اشارې کولو پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبرپښتونخواه حکومت د وزیر اعظم عمران خان د ۱۰۰ ورځني پلان لاندې دا دارالامانونه جوړ کړې دي."

هغه وويل، "دا دارالامانونه هر ډول سهولتونه لري." هغه زياته کړه، دا دارالامانونه طبي پاملرنه، د اوبو فوارې، د بجلۍ لپاره د انرجۍ دوامداره سپلايي (يو پي ايس) او يو جومات لري.

کتونکي د خیبر پښتونخواه په پېښور کې د دسمبر په ۱۵ مه په دارالامان کې خپل نومونه ثبتوي. [دانش يوسفزۍ]

کتونکي د خیبر پښتونخواه په پېښور کې د دسمبر په ۱۵ مه په دارالامان کې خپل نومونه ثبتوي. [دانش يوسفزۍ]

جعفر خان وويل، دا دارالامانونه د معذورو کسانو لپاره سهولتونه لري او د کورنيو لپاره جدا برخې لري.

حيات الله خان، ۴۳ کلن، چې په پیښور کې يو بې کوره کس دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ما به په پیښور کې خیبر ټيچنګ هسپتال ته نژدې د شين آسمان لاندې شپه تيروله."

هغه د خیبرپښتونخواه حکومت مننه وکړه چې هغه ته يې د شپې لپاره وړیا ځای ورکړو.

حیات الله خان وویل، "ما دلته په پجګۍ دارالامان کې د سوله ايزې او آرام ده شپې نه خوند واخیستو." هغه یادونه وکړه چې په دارالامان کې هغه ته وړیا د ماښام ډوډۍ او ناشته ورکړل شوه.

د خيبر پښتونخواه د سماجي بهبود ادارې اسسټنټ ډايريکټر، جمال خان، پاکستان فارورډ ته وويل، ترس فاونډېشن، چې د ټولنیزې خیرښیګړې محلي تنظيم دی، کتونکو ته خوراک چمتو کوي.

هغه وويل، د بې کوره خلکو د وړلو راوړلو لپاره د ټرانسپورټ ځانګړي انتظامات موجود دي. هغه زياته کړه، "د هر دارالامان نه بسونه هره ورځ په ۴ بجې ووځي چې د صوبې په مرکزي ښار کې بې کوره خلک دارالامانونو ته راوړي."

جمال خان وویل، خیبر پښتونخواه به په نورو ځایونو کې ورته دارالامانونه جوړ کړي.

دا دارالامانونه يو کس دې ته نه مجبوره کوي چې په دغه دارالامانونو کې زياتې شپې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کی پي کې له پکار ده چې ډاکټرانو او دوايانو ته پام وکړي ځکه چې په دې کې ډير کرپشن کيږي.

ځواب

دا مقاله ډيره ښه ده

ځواب