تروريزم

پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې په سعودیانو باندې په بریدونو کې د ایران د ممکنه رول تحقيقات کوي

د ضياء الرحمان لخوا

يو لاروي کس د هغه ځای نه تيريږي چيرته چې حسن القهتاني، چې په کراچۍ کې د سعودي کونسل خانې چاواکی و، په کراچۍ کې د ۲۰۱۱ کال د می په ۱۶ مه د وسله والو لخوا وژل شوی و. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

يو لاروي کس د هغه ځای نه تيريږي چيرته چې حسن القهتاني، چې په کراچۍ کې د سعودي کونسل خانې چاواکی و، په کراچۍ کې د ۲۰۱۱ کال د می په ۱۶ مه د وسله والو لخوا وژل شوی و. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

کراچۍ -- پاکستاني چارواکو د سعودي عرب په دراخواست باندې په هغو دوو کيسونو کار بيا پيل کړی چې په ۲۰۱۱ کال کې د سعودي سفارتخانې په چارواکو د بريدونو سره تړاو لري. دا بريدونه د هغه شیعه وسله والو ډلو سره تعلق لري چې ايران يې ملاتړ کوي.

د دسمبر په ۱۳ مه، د سعودي عرب نهه کسيزه وفد د سيند د وزير اعلی سيد مراد علي شاه او د سيند د کورنیو چارو وزارت د چارواکو او لوړ پوړي افسرانو سره وليدل چې په می ۲۰۱۱ کال کې د حسن القهتاني د وژلو په کيس کې د تحقيقاتو د پرمختګ په اړه خبرې اترې وکړي. حسن القهتاني په کراچۍ کې د سعودي کونسل خانې یو چارواکی و. دغه وفد د بريد نه دوه ورځې مخکې په کونسل خانه باندې د لاسي بم بريد په اړه هم خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکي وايي چې دا دواړه بريدونه د سپاه محمد پاکستان (ايس ايم پي)، چې د پاکستان شیعه تروریستی ډله ده، سره تعلق لري او د دې ډلې موخه د سني او شیعه ټولنو او د سعودي عرب او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی رامنځته کول و.

د اردو ژبې ورځپاڼې امت د دسمبر په ۱۱ مه راپور ورکړو، د سعودي د درخواست وروسته، د سيند حکومت د کورنیو چارو وزارت ته په سپارل شوي راپور کې پاکستاني پولیس چارواکو د دې قتل په اړه وويل چې په دې قتل کې ښکیل درې اصلي کسان د ايس ايم پي المهدي ډلې غړي دي.

راپور وايي چې اوس درې نور شکمن کسان په ایران کې پټ دي.

اوږد مهاله تحقیقات

ريس احمد، چې په کراچۍ کې د امنیتي چارو شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پخوا، په کراچۍ کې د قانون پلي کولو ادارو د ايس ايم پي ګڼ شمیر غړي نيولی ول چې فرقه ييز تاوترېخوالي ته په هوا ورکولو کې يې لاس لرلو."

هغه وويل، د فرقه ييزو ډلو په اړه د اوږدې مودې عملياتو ايس ايم پي ډير زيات کمزوری کړی دی.

د ۲۰۱۱ می په ۱۶ مه، په دوو موټرسيکلونو نامعلومو وسله والو په کراچې کې د سعودي کونسل خانې نه بهر وروسته له هغې حسن القهتاني ووژلو کله چې دوو نامعلومو برید کوونکو په کونسل خانه باندې د لاسي بمونو بريد وکړ.

په دواړو موقعو، برید کونکي وتښتېدل.

په ۲۰۱۱ کال کې د القهتاني د وژلو نه یوه ورځ وروسته، د قانون پلي کونکو چارواکو د وژنې په تړاو د ايس ايم پي یو غړی منتظر امام ونیولو. هغه په نورو قتلونو کې هم تورن وو، چې په دې کې د مخالف اسلامي مشرانو قتلونه شامل دي.

پاکستان ټوډی په دغه وخت راپور ورکړو، امام پلټونکو ته وویل چې له ۲۰۰ څخه زیات د ايس ايم پي فعالانو، چې بهر روزل شوي او ډیرې وسلې لري، سنيان وژل.

په عین وخت کې، د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۳۰ مه، د کراچۍ عدالت زکي کاظمي، چې یو وسله وال دی او د المهدي ډلې سره تړاو لري، ته په سعودي کونسل خانې باندې د لاسي بم د بريد کولو له کبله ۱۴ کاله د قيد سزا واوروله.

د څارنوالانو په وینا، نوموړی برید د خپل ملګري تابش حسین، چې د آصف مامو په نامه هم ياديږي، سره ترسره کړو.

ایران د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ اړیکو ته زيان رسوي

په مختلفو راپورونو کې دې ته اشاره شوې چې د القهتاني په وژلو کې ایران ښکیل دی.

واشنګټن پوسټ په د ۲۰۱۱ د اکتوبر په ۱۳ مه راپور ورکړو، سعودي چارواکو هم د پاکستان د استخباراتي راپورونو په حواله ویلي دي چې برید کوونکی د ايس ايم پي غړی و. هغوی دا یادونه کړه چې دا تروريستي ډله د ایران قدس ځواک، چې د ایران د انقلاب ساتونکو قول يو ځانګړی يونټ دی، سره تعلق لري.

پاکستاني چارواکو او امنیتي شنونکو په پاکستان کې دننه د ایران استخباراتي فعالیتونو د مخ په زیاتیدو ګواښونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې دي، چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ اړیکو ته زيان رسوي.

د دې مياشت په لومړيو کې، ریاض اسلام آباد ته ۱ ميليارده آمريکايي ډالره (۱۳۹ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) د ۳ ملیارده آمريکايي ډالرو (۴۱۷ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) مرستې د برخې په توګه ورکړې چې د پاکستان مالي بحران کم کړي او د هیواد د بهرنيو پيسو زیرمو ته وده ورکړي. پاکستان د نومبر په میاشت کې ۱ میلیارده آمریکايي ډالره ترلاسه کړې او تمه لري چې په راتلونکې میاشت کې د ریاض نه دريم پيکيج ترلاسه کړي.

د ايران د انقلاب ساتونکو قول په دوامداره توګه د زينبيون بريګيډ له لارې پاکستاني شيعه ګان استخداموي چې په سوریه کې د ایراني پوځ د ګټو لپاره جګړه وکړي.

د پاکستان د استخباراتو يو سينير چارواکي د اکتوبر په میاشت کې د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، چې د ايران انقلاب ساتونکو قول زينبيون بريګيډ په تیرو شپږو میاشتو کې د پاکستان نه د ۱،۶۰۰ نه زيات نوي جنګيالي استخدام کړې دي.

هغه زياته کړه، "موږ ښه شواهد لرو چې ایران د خپلو ايجنټانو له لارې خپل نفوذ زیاتوي،خو بیا هم دا به هیڅ کله په خپلو ناوړه پلانونو کې بریالی نه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آيا په پاکستان کې د سعودي عرب د ښکيلتيا په اړه څه تحقيقات شوي؟... د سپاه صحابه او لشکر جهنګوي په شا څوک ول .. خفيه ايجنسۍ په هر څه پوهيږي.. زه سني يم خو د منافقت پر ځای حقيقت ښکاره کول پکار دي... په زرګونو شيعه ګان ووژل شول خو هيڅ هم ونه شول، خو يو سعودي ووژل شو او له دې کبله ۱۴ کاله قيد ورکړی شو او ايران په کې هم تورن کړ شو... پکار ده چې نور کسان په کې هم تورن کړ شي.

ځواب

داسې ښکاري چې دا خبر د سعودی عرب نه د ۳ ملیارده ډالرو مرستې ترلاسه کولو لپاره جوړ کړې شوی ... دوهم، ایران، روس او سوریه په ګډه د داعش د تروریستي سازمان سره مقابله کړې (چې ټوله نړۍ يې ترهګر ګڼي او د خوارجو نه علاوه ټول مسلمانان د هغوی نه تنګ دي) او ټوله نړۍ په دې پوهیږي، نو بیا پوښتنه دا ده چې پکار نه وه چې دوی د هغې سره مقابله کړې وې؟ دریم، يوه ډله چې د سپاه محمد په نوم جوړه شوې وه او د دې وجه د شیعه ګانو وژل ول، او تقریباََ ۵۰،۰۰۰ شیعه ګان وژل شوي ول، په داسې حالاتو کې یو شمیر شیعه ګان غصه شول او دوی داسې ګامونه پورته کړل، خو بیا هم عالمانو د دوی ملاتړ ونه کړو او چپ پاتې شول، او دوی ثابته کړه چې حقیقي ترهګر څوک دي؟ او اوس دا سازمان نور شتون نه لري... څلورم، ایران په سوريه کې د سوریې د امر له کبله دی، نو پکار ده چې د څه دليل نه ‌بغير د ایران پر وړاندې هیڅ ډول خبرې ونه شي. پنځم، د حضرت زینب مزار ویجاړول د داعش يوه موخه وه، نو د سوریې حکومت ملاتړ د ايمان غوښتنه وه چې د دې لپاره سنيانو او شیعه ګانو یوځاى قربانۍ ورکړي، نو له همدې امله زینبون هلته لاړو. شپږم، اوس سعودي عرب ځان ښکاره کړی او وهابيت، چې د کافرتوب او لادينيت د فتوو کارخانه ده، له امریکې څخه بې شمیره مرستې ترلاسه کوي، څو وهابيت به په نړۍ کې وده ترلاسه کړي، ځکه چې وهابيت او امریکا يو ګډ فکر لري او هغه دا دی چې په نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو نښې لرې کړي او امریکې او سعودي عرب د وروڼو په څیر داعش جوړ کړې او هغوی د دوی سره په ښکاره توګه مرسته کوي.

ځواب

ولې ایران په نښه کیږي ځکه چې ترهغه پورې چې ایران په مینځني ختیځ کې پاتې کيږي امریکا او د دوی ګوډاګيان خپل ناوړه مشن نه شي ترسره کولی. وهابي د صهیوني نظام یوه برخه ده. دوی په خپل مذهب کې وروڼه دي. نو که سپاه محمد جوړه شوه، هغه هم ځکه جوړه شوه چې شیعه ګان هره ورځ په هدفي توګه وژل کيږي. که چيرې په دې نړۍ کې د يوې ټولنې سره داسې وشي، نو دوی به څه کوي؟ یوازې ناست اوسي او ګوري. هیڅ يو کس به نه و راپورته شوی او د ځان دفاع به يې نه وې کړی او دا هغه څه دي چې د پاکستان شیعه ګانو وکړل. دويمه دا چې زینبیون بريګيډ د دې لپاره جوړ شوی و چې په سوريه کې د پیغمبر اکرم د لمسۍ حضرت زينب د زيارت دفاع وکړي، نو هر مسلمان به د مقدسې مکې او مدينې دفاع وکړي. نو دا هم داسې ده چې لکه څنګه چې د اهل بيت، چې د پيغمر کورنۍ ده، د زيارتونو دفاع کول وي.

ځواب

الله مو خوشحاله کړه، په لومړي ځل يو کس له تفصیل سره لیکلي او منافقت یې ښکاره کړی دی. مننه

ځواب

ښه پوسټ دی

ځواب

ډير ښه -- پکار ده چې په پاکستان کې د ايران د اجنډې مخه ونيول شي، او د ايران مولان او پټنځايونه هم په پاکستان کې د تاوتريخوالي وجوهات دي. د ايران وفادار مولان او د هغوی اجنډه -- دوی ځان ته د خامنایي غلامان وايي او د خلکو د ضمير سره لوبې کوي. دوی ځان د خامنايي غلامان ګڼي. پکار ده چې د ايران وفاداران لکه ساجد نقوي، جواد نقوي، تقي ملتاني او جان علي کاظمي په شان کسان ونيول شي.

ځواب

که چيرې دا ټول معلوم دي نو تر اوسه پورې د ايران د پراکسي جنګ د مخنيوي لپاره څه اقدامات شوي دي؟ او دا نه لومړۍ او نه آخرنۍ حمله وه. که چيرې د ايران د فساد مخه ونيول شي، په ځانګړې توګه په پاکستان او په عمومي توګه په ټوله سيمه کې، نو مونږ د فرقه واريت نه خلاصی ترلاسه کولی شو.

ځواب