امنیت

د خیبر پښتونخواه پولیس په پېښور يونيورسټۍ کې د اړيکو پروجيکټ پیلوي

د جاويد خان لخوا

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) قاضي جمیل الرحمان د دسمبر په ۴ مه په پېښور يونيورسټۍ کې د پولیسو د مرستې لینونو (پي ای ايل) او د موبایل ډراییونګ لايسنس يونټ پرانيسته وکړه. [د خیبر پښتونخواه پولیس]

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) قاضي جمیل الرحمان د دسمبر په ۴ مه په پېښور يونيورسټۍ کې د پولیسو د مرستې لینونو (پي ای ايل) او د موبایل ډراییونګ لايسنس يونټ پرانيسته وکړه. [د خیبر پښتونخواه پولیس]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پولیسو په پیښور يونيورسټۍ (UOP) کې د پولیسو او زده کونکو او ښوونکو تر منځ د اړیکو مستقیم لاين جوړ کړی چې په کیمپس کې دننه امنیت او خدماتو وړاندې کولو ته وده ورکړي.

د پيښور مرکزي ښار د پوليسو افسر (سي سي پي او) قاضي جميل الرحمان پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د پيښور يونيورسټۍ په کيمپس کې په ځانګړي توګه د زده کونکو، ښوونکو او اوسيدونکو لپاره د پوليس د مرستې لينونه (پي ای ايل) جوړ کړي دي او د پیښور د ځوانانو سره مو خپله وعده پوره کړې ده."

پي ای ايل به د کلیرینس سرټفیکېټونو په ورکولو کې مرسته وکړي. د پولیسو لخوا صادر شوي دا اسناد دا تصدیقوي چې د دې لرونکي جنایي ریکارډ نه لري او ښه چال چلند لري او دا د بهرنیو سفرونو او سکالرشپونو لپاره کارول کیږي. په عین وخت کې، پي ای ايل به زده کوونکو ته اجازه ورکړي چې د ورک شوي اسنادو په اړه راپور ثبت کړي او یا د مرستې غوښتنه وکړي.

رحمان د پي ای ايل په اړه وويل، "موږ له ډیرو خلکو سره خبرې وکړې." "ځوانانو او ښونکو دواړو ته د بهرنیو سکالرشپونو لپاره د چال چلند سندونو صادرول د پولیس ځواک لخوا خورا لوی ګام دی."

د ټريفیک پولیسو يو غړی د دسمبر په ۴ مه په پیښور يونيورسټۍ کې په يو بوتھ کې ساتنه کوي. [ کی پي پوليس]

د ټريفیک پولیسو يو غړی د دسمبر په ۴ مه په پیښور يونيورسټۍ کې په يو بوتھ کې ساتنه کوي. [ کی پي پوليس]

هغه یادونه وکړه، "موږ د ډریورۍ د کمپیوټري لیسنسونو د صاردولو لپاره هم یو ښه موبایل ټریفیک یونټ پیل کړی دی، لکه د پولیسو کلیرنس سرټیفیکېټونه، چې دغه رسمي سند د پولیسو له خوا صاردیږي او دا تصدیق به کوي چې یو عارض د کوم جنایي سرغړونو مرتکب شوی نه دی، او دغه سرټیفیکیټونه به زده کوونکي او د کیمپس نور کسان د خارجي تګ راتګ او سکالر شپونه لپاره استعمالوي. "

هغه وويل، تقريباََ ۳۰۰،۰۰۰ زده کوونکي، ښوونکي او د پيښور اوسيدونکي به د کمپيوټرايزډ ډرايونګ لايسنس او پي ای ايل نه ګټه پورته کړي.

هغه وضاحت وکړو، "په پيښور يونيورسټۍ کې به دا سهولتونه ښه کړی شي، عارضي ودانۍ به په دايمي ودانۍ کې بدله شي او نور تعليم يافته نارینه او ښځینه پولیس به ځای پرځای شي."

د زده کونکو او ښوونکو سره مرسته کول

په پيښور ښار کې لویدیځ کينټ پوليس سټيشن ته نږدې د لومړي اړيکو لینونو نصب کولو نه وروسته، پي ای ايل په پيښور يونيورسټۍ کې دويم داسې د اړيکو لينونه نصب کړل.

د پيښور يونيورسټۍ سربيره، پي ای ايل به په اسلاميه کالج يونيورسټۍ، د انجنیرينګ او ټیکنالوژۍ يونيورسټۍ، خيبر ميډيکل کالج او ايګريکلچرل يونيورسټۍ کې هم دا نظام نصب کړي. دا ټولې يونيورسټۍ يو بل ته نږدې واقع دي.

ډاکټر نوشاد خان، چې په پیښور کې د اسلاميه کالج عارضي وايس چانسلر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پي ای ايل به په ډیر ښه ډول له زرګونو زده کونکو او ښوونکو سره مرسته وکړي."

هغه وويل، "موږ د پيښور پوليسو څخه د دې سترې مرستې لپاره مننه کوو."

قيصر خان، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د ماس کميونيکيشن زده کونکی دی، وويل، "د ډيرو زده کونکو لپاره دا آسانه نه وه چې خپل د پوليسو د کلیرینس سرټیفیکیټ ترلاسه کړي ځکه چې تاسو به د دې يو سند لپاره د خیبرپښتونخواه د ډیرو پولیس دفترونو څخه لیدنه کوله."

هغه یادونه کړه، زده کونکي به اوس په کيمپس کې دننه په آسانه سره د پي ای ايل نه دغه ضروري سند ترلاسه کوي.

خان زياته کړه، "پکار ده چې ډير نارينه او ښځينه پوليس افسران په پي ای ايل کې ځای پر ځای شي چې په چټکۍ سره هر درخواست يا د پوليسو د کلیرنس سرټیفیکیټونه پراسس کړي."

ياسر خان، چې د زرعي يونيورسټۍ سره الحاق لرونکي يو کالج زده کونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د پولیسو دا نوی مرکز د لوی کيمپس لپاره ښه دی، چیرته چې په لسګونو زره زده کونکي زده کړه او ژوند کوي."

هغه وويل، اوس به زياتره موټر چلونکي په آسانۍ سره ډرايونګ لايسنس ترلاسه کړي.

د پولیسو د کلیرنس سرټیفیکیټونه او ډرايونګ لايسنسونه ترلاسه کول "د پي ای ايل او د ټرافیک پولیسو موبايل يونټ لخوا ډير اسان شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500