روغتیا

د خیبر پښتونخواه د سوځیدنې او صدمې لومړی مرکز د ناروغانو علاج شروع کړو

د محمد شکيل لخوا

د خيبر پښتونخواه (کی پي) د سوځيدنې او صدمې په مرکز کې ډاکټران د نومبر په مياشت کې په آپريشن تهيټر کې د يو مريض آپريشن کوي. [محمد شکیل]

د خيبر پښتونخواه (کی پي) د سوځيدنې او صدمې په مرکز کې ډاکټران د نومبر په مياشت کې په آپريشن تهيټر کې د يو مريض آپريشن کوي. [محمد شکیل]

پیښور -- خیبر پښتونخواه (کی پي) د سوځیدنې او صدمې خپل لومړی او عصري مرکز پرانيستی دی چې په يوه ودانۍ کې دننه خپلو ناروغانو ته علاج او د آپريشن نه وروسته د علاج سهولتونه چمتو کړي.

مخکې له دې، چې دې مرکز د نومبر په وروستیو کې په پېښور کې په بشپړه توګه کار پیل کړو، د خیبرپښتونخواه ناروغان به اسلام آباد او د پنجاب صوبې کهارياں ته تلل، چې د فاصلې له کبله به هغوی د ذهني او جسماني ستونزو سره مخامخ کيدل.

ډاکټر طاهر خان، چې د سوځيدنې د مرکز ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د ۱۲۰ بسترو دا مرکز د سوځیدلي ناروغانو لپاره ۵۰ بسترونه لري او پاتې بسترونه د هغه نورو ناروغانو لپاره دي کوم چې پلاسټک او د بيارغولو جراحۍ ته اړتیا لري.

هغه وويل، په دې کې "د اتو بسترو د سختې پاملرنې يونټ، ۲۴ بسترونه د سوځيدنې او ۱۲ بسترونه د ماشومانو لپاره دي. همدا رنګه په دې مرکز کې د ساده او پيچيده جراحۍ لپاره عصري او سمبال شوي اته آپريشن تهیټرونه نه شامل دي."

د خيبر پښتونخواه (کی پي) د سوځيدنې او صدمې په مرکز کې يوه ښځينه ډاکټره د نومبر په مياشت کې د يو ناروغه کس معاینه کوي. [محمد شکیل]

د خيبر پښتونخواه (کی پي) د سوځيدنې او صدمې په مرکز کې يوه ښځينه ډاکټره د نومبر په مياشت کې د يو ناروغه کس معاینه کوي. [محمد شکیل]

خان وويل، دا پروژه د حکومتي چارواکو او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې (يو ايس اېډ) په مرسته پیل شوه، چې د دې مرکز د سمبالولو لپاره يې ۱.۱۱ ميليارده روپۍ (۸ ميليونه آمريکايي ډالره) ورکړي. د خیبرپښتونخواه چارواکو هم په دې مرکز باندې د کار لپاره ۳۰۰ ميليونه روپۍ (۲ ميليونه آمريکايي ډالره) ورکړي.

"دا مرکز به نه یواځې په نورو لوی هسپتالونو باندې د ناروغانو بار کم کړي بلکې په هغه يو مرکز کې به ځپل شويو کسانو ته ضروري علاج او مرسته چمتو کړي کوم چې په بشپړه توګه سمبال شوی او تجربه کاره عمله لري."

د روغتیا مسلکيانو ته ټريننګ ورکول

دا مرکز به د روغتیا مسلکیانو ته ټريننګ هم ورکړي چې د سوځیدنې او صدمې د ناروغانو علاج وکړي، او هغوی وتوانوي چې د ضلعې په کچه د چا د مرستې نه بغير کار وکړي.

هغه یادونه کړه، "د ناروغانو په وخت او سمه توګه علاج، په ځانګړې توګه هغه کسان، چې سوځيدلې وي، کولی شي چې د نورو مرضونو مخه ونیسي چې اکثر د تل لپاره د معذورۍ او د عضو د خرابيدو سبب ګرځي."

ډاکټر تحمید الله تحمید، چې په دغه مرکز کې د تعليم او د پلاسټک جراحۍ لپاره د آمريکې د ټولنې غړی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د بیا رغونې جراحي یوه پچيده او ستونزمنه کړنلاره ده چې نه یوازې د ناروغه کس څخه د صبر غوښتنه کوي بلکې د هغه مسلکانو څخه د غیر معمولي مهارتونه هم غوښتنه کوي څوک چې دا کړنلاره کاروي."

هغه وويل، دغه مرکز دوه پروفیسران، دوه ايسوسييټ پروفیسران، څلور اسسټنټ پروفیسران، دوه سينير رجسټراران او پنځلس ډاکټران لري چې د بیړنیو حالاتو او صدمې سره د مقابلې کولو بشپړ توان لري.

تحميد وضاحت وکړو، د نشې ورکولو اوه ماهرين او ۵۰۰ کارکوونکي، چې په دې کې نرسانې او تخنیکان شامل دي، په دې مرکز کې د کار کولو لپاره هم استخدام شوي دي.

هغه زياته کړه، "زموږ طبي مسلکیان ظرفیت لري چې ټولې پيچيده طريقې استعمال کړي چې د زیږون د ناروغۍ درملنه وکړي او همدارنګه د سوځیدنې، صدمې او پیښو وروسته ساختماني پلاستيکي جراحۍ ترسره کړي."

د ناروغانو سره مرسته کول

تحميد وويل، زياتره ناروغان، چې د عضو شکل يې خراب شوی وي او يا د بیا رغونې جراحۍ وروسته يو عضو يې له لاسه ورکړی وي، نفسياتي او جسماني بیارغونې ته اړتیا لري چې په خپله صدمه باندې قابو ومومي. هغه زیاته کړه چې دا مرکز دا خدمتونه هم وړاندې کوي.

هغه وويل، "موږ هڅه کوو چې یو چاپیریال رامنځته کړو څو دا يقيني کړي چې کارکوونکي د بیړنیو حالاتو سره په سمه توګه مقابله وکړي." "په خیبرپښتونخواه کې د سوځيدنې او صدمې مرکز له جوړولو سره، موږ اوس په بشپړه توګه توان لرو چې په چاودنو او د ترهګریزو پیښو د سوځیدلي ناروغانو درملنه وکړو."

هغه زياته کړه، "موږ هم دا پلان لرو چې د هغه سوځيدلو ناروغانو لپاره د پوستکي د کرنې ليبارټري جوړه کړو کومو چې د خپل پوستکي زياته برخه له لاسه ورکړې وي."

زاهد، ۲۲ کلن، چې د دې مرکز مريض دی او يو نوم لري، پاکستان فارورډ ته وويل، "زما څلور ګوتې په لاهور کې د بسکټ جوړولو په فيکټرۍ کې په يو مشین کې ژوبل شوې، او په دغه پيښه کې زما د لاس د پوستکي زياته برخه له منځه تللې وه."

زاهد وويل، ډاکټرانو، چې د دې زخم په علاج کولو کې مهارت نه لرلو، د هغه پاملرنه ونه کړه.

هغه وويل، "زه د اور سوځيدنې مرکز ته راغلم ځکه چې دا زما د درملنې لپاره ټول اړين سهولتونه لري." "دا مرکز به زما په څير د ډېرو بېوزلو ستونزې پاى ته ورسوي چې پخوا به د علاج لپاره به د خيبرپښتونخواه نه بهر وتل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه! اوس به د خيبر پښتونخواه خلک د ډيرو ستونزو نه خلاصی ترلاسه کړي. الله دې د ډاکټرانو سره مرسته وکړي. آمين

ځواب