امنیت

د افغانستان - پاکستان سرحدي باړ د څلورمې برخې نه زياته برخه بشپړ شوې ده

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان پوځیان د می په ۸ مه د بلوچستان په کويټه کې په پنجپي سیمه کې د پاکستان او افغان پولې ته د باړ په اوږدو کې چمتو ولاړ دي. [بنارس خان/ای ايف پي]

د پاکستان پوځیان د می په ۸ مه د بلوچستان په کويټه کې په پنجپي سیمه کې د پاکستان او افغان پولې ته د باړ په اوږدو کې چمتو ولاړ دي. [بنارس خان/ای ايف پي]

پیښور -- د پاکستان حکومت د افغانستان سره د هيواد ۲،۶۱۱ کلوميټره اوږدې پولې په اوږدو کې د امنیتي باړ څلورمې برخې نه زياته برخه بشپړ کړې ده.

د پوځ ویاند ميجر جنرل آصف غفور د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۵ مه) په يو ټويټ کې وويل، په ۸۴۳ قلعو کې په ۲۳۳ قلعو باندې کار پای ته رسيدلی دی.

د پاکستان پوځ په سرحدی سیمو کې په مهمو ځايونو کې ۸۰۲ کلوميټره باړ لګولی دی. هغه زیاته کړه چی هغه تمه لري چې د راتلونکي کال تر پای پوری به د پولې په مهم ځايونو کې ۱،۲۰۰ کیلومیټره باړ ولګول شي.

هغه په يو ټويټ کې وويل، "د سرحدي باړ موخه دا ده چې د پاکستان او افغانستان سوله ايز خلکو ته ګټې ورکړي، په داسې حال کې چې دا به د ترهګرو مخه ونيسي."

د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د نومبر په ۲۸ مه شمالي وزيرستان ته سفر کوي. [د پوځ د عامه خدماتو اړیکو دفتر]

د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د نومبر په ۲۸ مه شمالي وزيرستان ته سفر کوي. [د پوځ د عامه خدماتو اړیکو دفتر]

حکومت د نومبر په ۲۸ مه د ۲۰ ميليارده روپۍ (۱۴۳ ملیونه آمريکايي ډالره) د دې باړ لپاره تخصیص کړې، په داسې حال کې چې د فنډونو دویمه برخه به ټولټال لګښت ۶۶ ميليارده (۴۷۰ ملیونه آمريکايي ډالره) ته ورسیږي.

حکومت په تير مالي کال کې ۱۹.۴ ميليارده روپۍ (۱۴۰ ميليونه آمريکايي ډالره) تخصیص کړې وې او تمه کيږي چې پاتې ۲۶.۸ میلیارده روپۍ (۱۹۰ ميليونه آمريکايي ډالره) به په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کال کې ورکړي.

دا پيسې يوه ورځ وروسته له هغې پوځ ترلاسه کړې کله چې وزیراعظم عمران خان د پوځ د ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره شمالي وزيرستان ته خپل لومړی سفر وکړ، چيرته چې هغه د ودانیو معاينه وکړه.

باجوه د می په ۹ مه د بلوچستان په پنجپای سیمه کې د ۱،۲۶۸ کیلومیټره باړ جوړولو پرانيسته وکړه، چې په دې صوبه کې د باړ دغه برخه شامله ده.

په بلوچستان کې د باړ لګولو لپاره، پوځ پلان لري چې د سخت څارنې لپاره هر ۳ کلومټره پس ۲۵۰ قلعې جوړې کړي او هر يو کلومټر پس مواصلاتي نظامونه جوړ کړي.

''د دفاع قوي کرښه''

په پیښور کې يو سينير امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان پارورډ ته وويل، د پاکستان او افغانستان پولې ته د باړ لګولو موخه د ناغوښتل شوي افرادو د تګ راتګ مخه نيول دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په چټکۍ سره کار کوو چې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې دا پروسه پای ته ورسوو."

هغه وويل، تمه کیږي چې د ۲۰۱۹ کال پورې به ټول ۸۳۰ کیلومیټره باړ بشپړ شي او د پخوانۍ فاټا او د خیبر پښتونخواه چترال ضلعې پوله به بنده کړي.

هغه وویل، "دا به د دفاع د قوي کرښې په توګه کار وکړي."

بريګيډير (ریټایرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې سينير امنيتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "اوسنی حکومت د پولې په اوږدو کې د امنیت د ټینګښت په اړه اندیښمن دی چې د هغه وسله والو د تګ راتګ مخه ونيسي کوم چې سرحدي سیمو ته نږدې په سيمو کې پټ شوي دي او په دواړو هيوادونو کې نا امني رامنځته کوي."

هغه وويل، "موږ سياسي ژمنتيا ته اړتيا لرو چې نه يوازې باړ ولګوو بلکې د افراطيت سره د مبارزې لپاره د افغانستان سره هڅې هم پيل کړو." هغه زياته کړه چې دا باړ د پوځ او ملکي حکومت تر منځ بشپړه همغږي ښيي.

شاه وويل، د سرحدي باړ لګولو نه علاوه، په عارضي توګه بيځايه شوو خلکو د بيا بحالۍ او د ټولنيز او اقتصادي پرمختيايي پروګرامونو په پيلولو کې د پوځ کار به ترهګري پای ته ورسوي.

د پولې په اوږدو کې د سیمې اوسيدونکي وايي چې دوی د باړ جوړولو ستاینه کوي.

صداقت علي، چې په چترال ضلع کې ريټايرډ پولیس افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ سره مخامخ یو، خو پوځ د طالبانو په وړاندې د مبارزې له کبله سوله راوستې ده."

هغه وويل، "دا باړ به د هغه ترهګرو د تګ راتګ مخه ونيسي چې د سختو سيمو او لارو په واسطه پاکستان ته داخليږي."

د شمالي وزيرستان يو ځايي خبريال، عثمان ګل، وويل، "دا باړ به زموږ سيمې ته سوله راولي حتی که وروسته له دې پوځ لاړ هم شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو لوی کار دی، پکار ده چې دا شل کاله مخکې ترسره شوې وې. خدای دې دا وکړي. آمین.

ځواب

د پاک پوځ لخوا د پام وړ برياليتوب

ځواب

دا د حکومت او د پاک پوځ یو لوی نوښت دی. موږ تل د پاکستان پوځ سره ولاړ یو. ان شاءاللہ بله پریکړه به د افغان کډوالو له درناوې سره بيرته تلل وي.

ځواب

افغانان او پاکستانیان وروڼه دي او تل په آرام او درد کې یو ځای دي، اوس نړیوالو سازشانو دوی تقسيم کړي دي. که چېرې دوی سوله غواړي، نو دواړه هیوادونه باید کار وکړي او د هر چيلنج سره مقابله وکړي. سوله د دوه اړخيزو همکارۍ سره ممکنه ده. دوی باید په خپلو ليکو کې د آمریکې او هند اجنډا له منځه یوسي، دوی یوازې د وېش او حکومت کولو په پالیسۍ کار کوي. په موجوده حالاتو کې چې افغان حکومت د پاکستان سره همکاري نه کوي او د هند په اجنډا باندې د کار کولو له لارې د پاکستان پر ځای د خپل ځان لپاره ستونزې رامنځته کوي. پاکستان د حالاتو مطابق پریکړه کړې ده. الله دې وکړي چې دا لنډمهاله وي او سوله تل پاتې شي.

ځواب

شاباش پاک پوځ او د پاکستان حکومت پاک پوځ زنده باد پاکستان زنده باد

ځواب

پاکستان ښه نوښت پيل کړی دی. د دې نوښت سره به ترهګر ډير کم شي او را، سي آی ای يا اين ډي ايس به توان ونه لري چې دلته راشي. پاک پوځ زنده باد.

ځواب

دا سمه ده. دا په بشپړه توګه پلي کول پکار دي. دا د ترهګرۍ په له منځه وړولو کې ډير مهم ده. پاک پوځ زنده باد، پاکستان زنده باد

ځواب