تروريزم

د جوړلو نه یوولس کاله وروسته، ټي ټي پي به ژر ختم شي

د ضېاء الرحمان لخوا

د پاکستان نيم پوځي ځواکونه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۳ مه د خيبر ايجنسۍ په جمرود کې د پوځ لخوا په روانو رد الفساد عملياتو کې په يو امنيتي ځای کې نیول شوي وسله وال او د دوی وسلې ميډيا ته وړاندې کوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

د پاکستان نيم پوځي ځواکونه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۳ مه د خيبر ايجنسۍ په جمرود کې د پوځ لخوا په روانو رد الفساد عملياتو کې په يو امنيتي ځای کې نیول شوي وسله وال او د دوی وسلې ميډيا ته وړاندې کوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

کراچۍ -- تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دوامدار پوځي فشار، د لوړ پوړو مشرانو د وژلو او او نيولو او د داخلي ويش له کبله کمزوری شوی دی.

کره يوولس کاله وړاندې، په ۱۴ دسمبر ۲۰۰۷ کال کې د دې د جوړيدو راهيسې، ټي ټي پي د ډېرو تروريستي ډلو لپاره د يو ستر سازمان په توګه دنده ترسره کړې ده.

بله دويمه غمژنه کليزه د دسمبر په ۱۶ مه راروانه ده، چې دا هغه ورځ ده، چې څلور کاله مخکې، د ټي ټي پي غړو په پيښور کې پهآرمي پبلک سکول کې د ۱۵۰ نه زيات ماشومان او ښونکي وژلې ول.

په پيل کې دې ډله د خيبر پښتونخواه، چې مخکې د شمال مغربي سرحدي صوبې په نامه ياديده، او د وفاق د انتظام تر لاندې په قبايلي سيمو کې، چې اوس د خيبر پښتونخوا برخه ده، فعاليت کولو.

په پېښور کې چارواکي په ۲۰۱۶ کال کې په مسيحي ټولنې باندې په تروريستي برید کې دوه مشکوک تسهيل کوونکي وړاندې کوي. جماعت الاحرار، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يوه ډله ده، د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و. [ظاهر شاه]

په پېښور کې چارواکي په ۲۰۱۶ کال کې په مسيحي ټولنې باندې په تروريستي برید کې دوه مشکوک تسهيل کوونکي وړاندې کوي. جماعت الاحرار، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يوه ډله ده، د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و. [ظاهر شاه]

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۴ مه د خیبر ایجنسۍ په وادي راجګال کې د نامعلوم سرتیري سره خبرې کوي. باجوه دغه وادي ته لاړو چې د خيبر عملیاتو-۴ د پرمختګ ارزونه وکړي. [ميجر جنرل آصف غفور/ ټویټر]

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۴ مه د خیبر ایجنسۍ په وادي راجګال کې د نامعلوم سرتیري سره خبرې کوي. باجوه دغه وادي ته لاړو چې د خيبر عملیاتو-۴ د پرمختګ ارزونه وکړي. [ميجر جنرل آصف غفور/ ټویټر]

وروسته، دا ډله د هيواد په نورو برخو کې فعال شوه، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ او اورپکۍ په کلونو کې د يو مهمې ډلې په توګه راڅرګنده شوه. دې په وګړو، د حکومت په تنصيباتو، په عبادت خانو، په قانون پلي کونکو، د پوليو په ټيمونو،او په نورو ځايونو بريدونه ترسره کړل.

د ترهګرۍ پر وړاندې د يوې عشرې نه زياته موده

يوولس کاله وروسته، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو عملياتو دا تروريستي ډله زياته کمزوري کړې ده، چې نه يوازې يې د طالبانو د کنټرول او کمانډ نظام ويجاړ کړو بلکې په لويه کچه یې د بريدونو د ترسره کولو لپاره د دې توان کم کړی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو له پیل راهیسې ټي ټي پي په نښه کړی او په مختلفو سیمو کې يې د وسله والو بریدونو د مخنيوي لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.

د ۲۰۰۷ د اکتوبر په ۲۵ مه، د تحریک طالبان ډلې مشر ملا فضل الله د خیبرپښتونخواه په وادي سوات کې د وسله والو مشري کړې وه، چيرته چې دوی په چټکۍ سره د نومبر په ۷ مه د سیمې کنټرول ترلاسه کړو. پاکستاني پوځ د نومبر په ۱۵ مه راه حق عملیات پیل کړل او د دوو کالو لپاره يې د طالبانو سره جګړه وکړه.

ملا فضل الله د افغانستان په کونړ صوبه کې د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۴ مه د تروریزم پر ضد د متحده آيالاتو او افغانستان لخوا په ګډ عملیاتو کې ووژل شو. تحریک طالبان پاکستان په آخرني وخت کې په يوې متناضعه پريکړه کې د ملا فضل الله پر ځای مفتي نور ولی محسود مشر وټاکلو، چې د دې ډلې ترمنځ لوی داخلي ویش په نښه کوي.

د سوات لومړی جنګ په فبروري ۲۰۰۹ کې د سولې په معاهده کې پای ته رسېدلی و. خو په اپریل ۲۰۰۹ کال کې، پاکستاني پوځیانو او طالبانو بیا جګړه پیل کړه، چې په نتيجه کې د می په میاشت کې راه راست عمليات پيل شول.

د دې عملیاتو په پایله کې، د سوات دویم جنګ ختم شو او د پاکستان حکومت د طالبانو د ګڼ شمير لوړپوړو کمانډرانو د نیولو او وژلو وروسته کنټرول ترلاسه کړو. د څو کلونو خونريزۍ او تاوتریخوالي وروسته، په سوات کې سوله او عادي حالات بحال شوي دي.

همداسې، په جنوبي وزيرستان کې، چيرته چې ټي ټي پي جوړه شوې وه، د پاکستان امنيتي ځواکونو په دسمبر ۲۰۰۹ کال کې راه نجات عمليات پيل کړل. تقريباََ په شپږو مياشتو کې، د دسمبر ۲۰۰۹ کال پورې، پاکستاني پوځ په يو لړ ځمکنيو بريدونو او هوايي بريدونو کې د ټي ټي پي وسله وال په نښه کړل.

دا عملیات په دسمبر ۲۰۰۹ کال کې جنوبي وزيريستان د طالبانو د کنترول نه په آزادولو کې بریالي شو، که څه هم د طالبانو ډیر لوړ پوړي مشران د پولې هاخوا افغانستان ته وتښتېدل.

هڅې روانې دي

په راتلونکو کلونو کې، پاکستاني پوځ د تحریک طالبان پاکستان پرضد خپل بریدونه نه دي ودرولي.

په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې، قانون پلي کونکو ادارو، په ځانګړي توګه نیم پوځي رینجرو، په کراچۍ کې د مختلفو جنایتکارانو ډلو، سیمه ایزو ډلو او د منع شويو وسله والو ډلو، د ټي ټي په ګډون، پر وړاندې لويه مبارزه پیل کړه.

د سيند رینجرو د کارکرګۍ د وروستي راپور له مخې، عملياتو په تيرو پنځو کالو کې په ښار کې ثبات راوستی دی.

په جون ۲۰۱۴ کال کې، پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې، د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې، ضرب عضب عمليات پيل کړل.

ګډ پوځي عملیاتو د تحریک طالبان پاکستان او اتحادي ډلو، د حقاني نيټ ورک، القاعدې، جندالله،لشکر جهنګوي او پنجابي طالبانو په شمول، شبکې ويجاړې کړې.

د ۲۰۱۴ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې، د پاکستان پوځ د خیبر ايجنسۍ په سيمو کې ضرب عضب عملیات پيل کړل. د څلورو عملیاتو لړۍ تحریک طالبان پاکستان او همدارنګه نورې سیمه ایزي ډلې، لکه د منګل باغ تر مشرۍ لاندې لشکر اسلام، په نښه کړل.

په فبروري ۲۰۱۷ کال کې، د پاکستان پوځ، د سیمه ایزو قانون پلي کونکو ادارو په ملاتړ، رد الفساد عمليات پيل کړل چې په ټول پاکستان کې د تروريستانو مرکزونه ښکاره کړي، هغوی بې وسلې او ختم کړي.

'ټي ټي پي مايوسه او کمزوری شوی دی'

په اسلام آباد کې د امنيتي چارو د څيړنيزې ادارې، د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ، ډايريکټر، محمد عامر رانا، وویل، د پاکستان وسله والو ځواکونو او د قانون پلي کونکو ادارو د دوی په وړاندې د عملیاتو له پیل راهیسې د تحریک طالبان او طالبانو سره تړلې تروريستي شبکو په وړاندې کاميابۍ ترلاسه کړې دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، ټي ټي پي مايوسه شوی او کمزوری شوی دی.

هغه وويل، دا د ترهګرۍ ملاتړ لپاره نور څوک نه شي موندلی او دا توان نه لري چې خلک قانع کړي چې دا د اسلام لپاره جګړه کوي ځکه چې وسله والو ډیر بې ګناه ملکیان، د سکولونو ماشومانو او عبادت کونکو په شمول، وژلي دي.

د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ داخلي جګړې تحریک طالبان پاکستان کمزوری کړې دی، او په نتيجه کې یې ځيني غړي د جاسوسۍ په تورونو خپل ملګري وژني.

په پیښور کې د استخباراتي ادارې يو چارواکي د اکتوبر په مياشت کې د نوم د نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "د تحریک طالبان پاکستان او د ټي ټي پي جماعت الاحرار پخوانی ويانداحسان الله احسان د تسليم کيدو نه وروسته، د وسله والو ترمنځ داخلي جګړه او د مخالفو وسله والو لخوا د وسله والو وژل نه يوازې د باجوړ ضلعې په مهمند کې بلکې د افغانستان په کونړ صوبه کې هم زياته شوه.

احسان، چې د لياقت علي په نوم هم پيژندل کيدو، په اپريل ۲۰۱۷ کال کې په يو ناوړه اعتراف کې وویل، ټي ټي پي، جماعت الاحرار او نورې وسله والې ډلې د اسلام نوم د يوې وسيلې په توګه کاروي چې بې ګناه خلک لوټ کړي او ووژني.

ديني عالمان او خلک د عملياتو ملاتړ کوي

د پاکستان مذهبي عالمانو او وګړو، چې د نوي امنیت نه خوند اخلي، د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو په وړاندې د پوځي عملیاتو هرکلی کړی دی.

په می ۲۰۱۷ کال کې، د ۳۱ دیني عالمانو يو ګروپ یوه فتوه لاسليک کړه چې ځانمرګي بریدونه، د دولت پر ضد بغاوت او هر قسم ترهګريز فعالیتونه حرام ګرځوي. وروسته، د دوی سره د هرې فرقې د ۱۸۰۰ نه زيات عالمان هغه وخت يو ځای شول کله چې دوی يوه بله فتوه، پيغام پاکستان، خپره کړه.

علامه محمد احسان صديقي، چې په کراچۍ کې یو مذهبي عالم دی او د سولې او هم آهنګۍ لپاره د بين المذاهب کميشن مشري کوي، وویل، د تحریک طالبان پاکستان لخوا د اسلام تشريح د شريعت د مستند تفسير مطابق نه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته دسمبر په ۱۱ مه وويل، "طالبان، په پاکستان او افغانستان کې، نړۍ ته غلط پيغام ورکوي چې مسلمانان ترهګر دي، خو په حقيقت کې، طالبان د اسلام دښمنان دي."

اسلم محسود، چې د کراچۍ په منګوپير سیمه کې ټولنیز فعال دی، وويل، د ترهګرۍ پر ضد عملياتو د کراچۍ په امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون رامنځته کړی دی.

هغه وويل، په کراچۍ کې د طالبانو زيات شمېر قوماندانان او ملاتړي د قانون پلي کونکو ادارو، په ځانګړې توګه د رينجرو، لخوا وژل شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ نه دي لیدلي چې طالبانو په تيرو څلورو مياشتو کې څوک وژلې وي او يا يې د سوداګرو نه د پيسو غوښتنه کړې وي." "د تحريک طالبان پاکستان وسله وال وژل شوي، او د پښتنو سيمې اوس خوندي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دیوبند مسلک چې د تبلیغي جماعت په نوم ياديږي په حقیقت کې یوه ترهګره ډله ده. ټي ټي پي خپل ځواک د دیوبند له مسلک، تبلیغي جماعت، څخه ترلاسه کوي. حتی د تبلیغي جماعت مشر طارق جمیل هم د غیر مسلمانانو اجنټ دی.

ځواب

جنوبی وزیرستان میں تو ابھی تک امین نہیں

ځواب