روغتیا

پاکستان پلان لري چې د عامې روغتیا د تمویل لپاره په تمباکو او خواږه مشروباتو باندې د 'ګناه ټيکس' ولګوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په کراچۍ کې يو پاکستانی د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۳۱ مه سګريټ څکي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

په کراچۍ کې يو پاکستانی د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۳۱ مه سګريټ څکي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستان پلان لري چې د تمباکو او خواږه مشروباتو په استعمالوونکو باندې د "ګناه ټيکس" ولګوي او غواړي چې په دې هکله ترلاسه شوي پيسې د بنيادي روغتیایي پاملرنې د تمويل او ښه کولو لپاره استعمال کړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د ملي روغتیا خدماتو، مقرراتو او همغږۍ (اين ايچ ايس) لپاره وفاقي وزير آمیر محمود کیاني د دسمبر په ۵ مه په اسلام آباد کې د عامې روغتیا په کانفرنس کې وویل، د وزیر اعظم عمران خان حکومت ژمنه لري چې روغتیایي بجټ تر ۵٪ پورې زيات کړي.

هغه وويل، "د روغتیا بودیجې د لوړولو لپاره به مختلفې لارې وکارول شي." هغه زیاته کړه، دا ډول يوه کړنلاره "د تمباکو په تولیداتو او په خواږه مشروباتو باندې د ګناه ټيکس لګول دي. دا رقم به د روغتیا بودیجې لپاره استعمال شي."

د هیواد د روغتیایي لګښتونو لپاره د روغتيا نړیوال سازمان (ډبليو ايچ او) معیار د جي ډي پي ۶٪ برخه ده.

ګډونوال په راولپنډي کې د می په ۳۱ مه په پاکستان کې د زړه د ملي ټولنې په يو پروګرام کې مارچ کوي چې د تمباکو د مخنيوي نړيواله ورځ ولمانځي. [د پاکستان د زړه ټولنه]

ګډونوال په راولپنډي کې د می په ۳۱ مه په پاکستان کې د زړه د ملي ټولنې په يو پروګرام کې مارچ کوي چې د تمباکو د مخنيوي نړيواله ورځ ولمانځي. [د پاکستان د زړه ټولنه]

کیاني وویل چې حکومت په روغتیا باندې د جي ډي پي يوازې ۰.۶٪ برخه خرچ کوي. کتونکو په تیرو کې څو ځله د دې ډول ټيکس وړاندیز کړی و.

ډاکټر اسد حفيظ، چې د اين ايچ ايس په وزارت کې د روغتیا ډايريکټر جنرل دی، وویل، قومي اسمبلي به مسوده ترلاسه کړي چې په خواږه مشروباتو او تمباکو باندې د ګناه ټيکس لګولو منظوري ورکړي.

هغه وضاحت وکړو، "زموږ قوانین به د تمباکو، خواږه، مشروباتو، فاسټ فوډز، کافي او شکر کاروونکو باندې ټيکس ولګوي."

د عامې روغتیا پیاوړتیا

حفيظ وويل، په ډېرو هېوادونو کې، د متحده ايالتونو، بریتانيې او تهايي لينډ په شمول، چې ورته ټيکسونه لري، دا ډول عوايد هسپتالونه ښه کوي او په دوامداره توګه د دوايانو په برابرولو کې مرسته کوي.

هغه وويل، د ګناه ټيکس به "د عامه روغتیا سیسټم پیاوړی کړي او د هغو موادو کارول به کم کړي چې د روغتیا لپاره ښه نه وي."

هغه وويل، دا سمه ده چې په هغه کسانو باندې ټيکس ولګول شي چې د هیواد د روغتیایي سیسټم لپاره يو بوج وي. هغه یادونه کړه چې هغه کسان، چې د سګرټ د څکلو او نورو فعاليتونو له لارې خپلې روغتیا ته زيان رسوي، هغه طبي سرچينې کاروي چې نورو خلکو کارولې شوې.

حفیظ پیش ګويي وکړه چې دا ټيکس به د تمباکو د مختلفو تولیداتو کارول کم کړي، ځکه چې ځوانان به توان ونه لري چې زياته شوي بیه برداشت کړي.

هغه وويل، هره ورځ، تقريباََ ۱،۵۰۰ځوان پاکستانيان سګرټ څکل پیلوي.

هغه وويل، "دا قانون د تمباکو د کنټرولو په اړه د [ډبليو ايچ او] د چوکاټ سره سم دی، چې غواړي چې د تمباکو کارول کنټرول کړي او د بيمارو، په ځانګړې توګه د سرطان، نري رنځ او ساه لنډي، مخه ونيسي."

'يو ښه ګام'

پاکستاني روغتیايي مسلکيانو او د روغتیا نړیوال سازمان د عامې روغتيا د ساتنې لپاره د یوې وسیلې په توګه د دې ټيکس هرکلی کړی دی.

ډاکټر نعيمه سعيد عابد، چې په پاکستان کې د روغتيا نړیوال سازمان مرستیاله استازي ده، وويل، "دا یو ښه ګام دی."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "تقريباََ ۴۵ هیوادونو داسې ټيکسونه لګولي دي، او راټولې شوي پيسې په عامه روغتیا، لکه په غذا، ټيکو، په هغه بميارو، چې د يو نه بل ته نه منتقل کيږي، او د زړه په بيمارو، باندې لګول کیږي."

نعيمه سعيد عابد وويل، دا د روغتیا نړیوال سازمان و چې په تمباکو او په هغه مشروباتو باندې یې د ټيکس لګولو وړانديز وکړو چې د روغتيا لپاره ښه نه وي او بیا يې د عامې روغتیا لپاره د عواید کارولو وړانديز وکړو. "دا د خلکو لپاره خورا ګټور دی، ځکه چې دا د تمباکو کارول کموي او عامې روغتیا او روغ ژوند ته وده ورکوي. موږ په بشپړه توګه د دې اقدام ملاتړ کوو."

ډاکټر ارشد جاويد، چې د پاکستان د سينې د ټولنې صدر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د حکومت پریکړه، که قانون جوړ شي، به د ټولنې لپاره خورا ګټوره ثابت شي.

هغه وويل، "موږ غوښتنه کوو چې د تمباکو د توليداتو خرڅول او د بيمارو بار کم کړو." هغه په دې ضرورت ټينګار وکړو چې د ناروغۍ پېښې دې کمې شي او طبي پاملرنې دې ښه شي.

ډان ورځپاڼې راپور وکړو، د پاکستان د زړه ملي ټولنې جنرل سيکريټري، ثناء الله ګُمن، د اين ايچ ايس وزارت لخوا یوې مطالعه ته اشاره وکړه او ويې وويل، د تمباکو له کبله هر کال په پاکستان کې ۸۰۰، ۱۰۸مرګونه رامنځته کيږي.

هغه وويل، د تمباکو کارول، که چيرې کنټرول نه شو، به د هېواد طبي لګښتونه زيات کړي او زيات خلک به مړه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500