تکنالوژي

د جعلي بينک اکاونټونو د ختمولو لپاره د تصديق لازمي پروسه روانه ده

د جاويد محمود لخوا

د دسمبر په ۹ مه په کراچۍ کې، چې د هيواد مالي مرکز دی، ګاډي د درې مشهورو پاکستاني بينکونو -- يونايټد بينک لميټډ، حبيب بينک لميټډ او ايم سي بي لميټډ -- د مرکزي دفترونو مخې ته تېرېږي. [جاويد محمود]

د دسمبر په ۹ مه په کراچۍ کې، چې د هيواد مالي مرکز دی، ګاډي د درې مشهورو پاکستاني بينکونو -- يونايټد بينک لميټډ، حبيب بينک لميټډ او ايم سي بي لميټډ -- د مرکزي دفترونو مخې ته تېرېږي. [جاويد محمود]

اسلام آباد -- په پاکستان کې بينکونه د بينک اکاونټونو لرونکو بايوميټرک تصديق کوي چې جعلي بينک اکاونټونه ختم کړي او په هیواد کې د پیسو مینځلو او تروریزم تمویل سره مبارزه وکړي.

د دسمبر په لومړۍ نیټه، پاکستاني بينکونو او نورو مالي ادارو د بينک اکاونټ لرونکو بايوميټرک تصديق پيل کړی چې د حقيقي پيسو جمع کوونکو اسناد په ګوته کړي.

بينکونه د پروسې په اړه خپلو پیرودونکو ته پیغامونه استولي. هغوی وروسته د تایید لپاره بينک ته ځي.

ډاکټر راميش بهيرواني، چې په کراچۍ کې په ډيفنس فيز-۵ کې اوسيږي، د دسمبر په ۹ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا زموږ لپاره ستونزمنه ده چې خپل بينک ته یوازې د بایوميټرک تایید لپاره لاړ شو، خو موږ په ټول هیواد کې د کمپاین برخه یو، چې زموږ د اکاونټونو امنیت يقيني کوي او په هیواد کې مالي سیسټم پیاوړی کوي."

د جعلي اکاونټونو او د ناوړه مقاصدو لپاره د دې اکاونټونو ناسم استعمال، د پیسو مینځلو په ګډون، په اړه راپورونه د هر يو اکاونټ لرونکي او پالیسي جوړونکو لپاره جدي اندیښنه ده. د تصدیق د پروسې موخه دا ستونزه ختمول دي.

په پاکستان کې بينکونو په جون ۲۰۱۶ کال کې د اکاونټ لرونوکو تصديق پیل کړو چې دا نوې پروسه به هغه ټول اکاونټونه متاثره کړي کوم چې د دې نیټې نه وړاندې کهولاو شوي دي.

د دسمبر له پیل راهیسې د ۱۳۰۰۰ نه زيات برانچونه هره ورځ د اکاونټونو تصدیق کوي. چارواکو د تصدیق شوو اکاونټونو شمیره نه ده ښکاره کړې.

سيد ابن حسن، چې د پاکستان د نېشنل بينک ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "که څوک د بايوميټرک تصدیق نه ډډه کوي، نو موږ به د هغه د بينک اکاونټ بند کړو تر څو چې هغه تصدیق نه وي کړې."

تصديق ضروري دی

سعد بن نصير، چې په کراچۍ کې بينکونو ته د مالي معلوماتو ورکولو لپاره د ميټس ګلوبل ايګزيکيټيو ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د بایومیټرک پروسې لومړنۍ ګټه دا ده چې دا به بې نومه "نامعلومه" اکاونټونه ختم کړي چې د غیرقانوني معاملو لپاره کارول کیږي."

هغه وويل، "کله چې تصدیق پای ته ورسیږي، اکاونټ لرونکي به توان ونه لري چې ووایي چې دوی د اکاونټونو یا د متعلقه راکړې ورکړې په اړه هیڅ معلومات نه لري."

احمد مالک، چې د کراچۍ پريس کلب صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، مونږ د میلیاردونو روپو د راکړې ورکړې په اړه اوریدلي چې د غريب رکشې ډريورانو او جوس خرڅونکو په بینک اکاونټونو کې جمع کيږي او د بينکي نظام شهرت یې خراب کړی دی او په دغه سيسټم کې يې نیمګړتیاوې په ګوته کړې دي."

په ځینو کيسونو کې، جنایتکارانو د مړو شوو کسانو په نوم اکاونټونه ثبت کړي چې غیرقانوني راکړه ورکړه ترسره کړي. هغه زیاته کړه، چې دا عمل به پای ته ورسيږي کله چې بایوميټرک تصدیق وشي.

حسن، چې د پاکستان د نېشنل بينک ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یو ښه ګام دی چې د بينکونو او د نورو مالي ادارو د ملیونونو اکاونټ لرونکو تصديق وکړی شي."

هغه وضاحت وکړو چې بينکونو او مالي ادارو له ۵۰ میلیونو نه زيات اکاونټ لرونکي لري چې په دې کې د خصوصي او عامه سکيټور کمپنۍ، او همدارنګه کوچنۍ او وړې کمپنۍ، شامل دي. زياتره خلک خپلې پیسې په اوو سترو بينکونو-- اين بي پي، حبیب بينک لميټډ، ايم سي بي، يونايټډ بينک لميټډ، سټينډرډ چارټرډ بينک اف پاکستان، او بينک الفلاح -- کې جمع کوي.

د ترهګرۍ د تمویل مخه نيول

منظر نقوي، چې په کراچۍ کې دي فاینانشل ورځپاڼې ايګزيکيټو مدیر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، اصلي مسله دا ده چې د هغه جعلي اکاونټونو د کنټرولولو لپاره قواعد او مقررات پلي کړيکوم چې د پیسو مینځلو او تروریزم د تمویل لپاره کارول کیږي."

هغه خبراداری ورکړو چې د اکاونټونو د ناسم استعمال په وړاندې مبارزه په ځېنو خلکو کې مزاحمت رامنځته کوي.

هغه وويل، د بينک چارواکي زياتره د ګټه اخيستونکو د نفوذ له امله د اکاونټونو په ناوړه توګه د استعمال په اړه خپل مرکزي دفتر يا د پاکستان سټيت بينک ته راپور نه ورکوي.

نقوي وويل، د وفاق د تحقيقاتو ادارې (ايف آی ای) يو څو هفتې مخکې جعلي اکاونټونه په ګوته کړل چې د پیسو مینځلوونکو کارول. هغه زیاته کړه چې متاثره شوي بينکونه او ايس بي پي په اقداماتو اخيستلو کې پاتې راغلل او بیا يې هم پیاوړي افرادو ته د زيان رسولو نه ډډه وکړه.

سره له دې، ايف آی ای د وزير اعظم عمران خان له حکومت څخه امرونه لري چې د کرپشن په وړاندې مبارزه وکړي.

د اين بي پي حسن پاکستان فارورډ ته وویل، بينکونه به د حکومت لخوا ټاکل شوي نيټې د ۳۱ دسمبر پورې تصديق ترسره نه کړي ځکه چې د ملي ډیټابیس او رجسټريشن اداره (نادرا) بایومیټرک سیسټم توان نه لري چې د کار بار برداشت کړي.

هغه وويل، د شپې د ۱۱ بجو نه وروسته، په نادرا سيسټم باندې ډير زيات لوډ جوړ شي ځکه چې بينکونه په دې کې ډير زيات معلومات ثبت کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500