چاپیریال

پاکستان د پاکې او ارزانې خښتې جوړلو پلان لري

د نظر الاسلام لخوا

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې، د اسلام آباد نه ۴۰ کلوميټره لرې، د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو دوديزه بټهۍ ښودل شوې ده. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې، د اسلام آباد نه ۴۰ کلوميټره لرې، د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو دوديزه بټهۍ ښودل شوې ده. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه يو کارګر د خښتو په فيکټرۍ کې د خښتو جوړلو لپاره خاوره په بيلچې لرې کوي. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه يو کارګر د خښتو په فيکټرۍ کې د خښتو جوړلو لپاره خاوره په بيلچې لرې کوي. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو په فيکټرۍ کې يو کارګر خښتې په ترتيب سره ږدي. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو په فيکټرۍ کې يو کارګر خښتې په ترتيب سره ږدي. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو په فيکټرۍ کې يو کارګر بهټۍ ته سکاره اچوي. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو په فيکټرۍ کې يو کارګر بهټۍ ته سکاره اچوي. [نظر الاسلام]

اسلام آباد -- په ژمي کې د سخت دهند د کمولو لپاره، پاکستاني چارواکو لږ تر لږه د ۷۰ ورځو لپاره، د اکتوبر نه تر د دسمبر د پای پورې، د خښتو د دوديزو بهټو د بندولو امر کړی دی.

دهند د هیواد په مختلفو برخو کې، په ځانګړې توګه په پنجاب صوبه کې، د اکتوبر د نيمايۍ نه تر د جنورۍ د میاشتې پورې، ستونزې را منځته کوي.

د بهټو مالکانو او کارکونکو په عدالت کې د حکومت د پریکړې خلاف درخواست کړی دی او په دې ټینګار کوي چې د حکومت پریکړې د دوی روزۍ ته زيان رسولی دی. مقدمه روانه ده او وروستۍ اوريدنه د نومبر په ۲۸ مه ترسره شوه.

که څه هم دا بندیز په ځای پاتې دی، خو بټهۍ فعاليت کوي.

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو د بټهۍ نه لوګی راوځي. [نظر الاسلام]

د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د دسمبر په لومړۍ نيټه د خښتو د بټهۍ نه لوګی راوځي. [نظر الاسلام]

د بنديز يو مخالفت کونکي وويل، د خښتو بهټۍ په سيمه کې د کمزوري لید او د چاپيريال د ستونزو یوازینی لامل نه دی. د ګاډو لوګی او د حاصلاتو موسم وروسته د زرعي ځمکو، د وریجو او غنمو پټو په ګډون، سوځول نور عوامل دي.

تر ټولو مهمه دا ده چې د دې پريکړې له کبله د خښتو بهټۍ د دریو میاشتو لپاره بندې شوې او په زرګونو کارګران يې د روزۍ نه محرومه کړل، چې په احتمالي توګه نورې ټولنیزې ستونزې او ناامني رامنځته کوي.

احسان الله، یو مرستیال، چې د پنجاب صوبې په فتح جنګ تحصیل کې د خښتو په بهټۍ کې کار کوي او يو نوم لري، وويل، "تقريباََ ۶۰۰ کسان زموږ په بهټۍ کې کار کوي." "که چيرې تاسو هغوی د کار نه محرومه کړئ، نو هغوی به څه کوي؟"

فتح جنګ، د اسلام آباد نه تقريباََ ۴۰ کلوميټره لرې، تقريباََ ۶۰ د خښتو دودیزې بهټۍ لري.

د اقلیم او پاکې هوا ايتلاف (سي سي ای سي)، چې یو بین المللي سازمان دی او د اقلیم د خونديتوب لپاره هڅه کوي، له مخې، په ټوليز ډول، پاکستان تقريباََ ۲۰،۰۰۰ د خښتو بهټۍ لري. د پاکستان د اقلیم بدلون د وزارت له مخې، تقريباََ ۸۰٪ بهټۍ ځايي سکاره سوځوي.

پاکه او ارزانه ټیکنالوژي استعمالول

په عين وخت کې، پاکستاني چارواکي کار کوي چې په ټول هېواد کې د خښتو د دوديزو ‌بهټو متبادلې ټکنالوجۍ ته وده ورکړي.

سي سي ای سي د اپریل په میاشت کې راپور ورکړو چې د پنجاب چاپیریال ساتنې څانګه او په اغيزمنه توګه د انرژۍ د کنټرولولو لپاره ملي اداره په پاکستان کې د ټولو بهټو د مالکانو اتحاديې سره نږدې کار کوي چې د چاپیریال لپاره ښه او ارزانه د خښتو ټکنالوژي معرفي کړي.

پلان دا دی چې دودیزې بهټۍ په زيګ-زيګ بهټو کې بدلې کړي، چې لږ سکاره سوځوي، د هوا ککړتیا کموي، ډیرې اغیزمنې وي، او د لوړ کیفیت خښتې جوړوي.

ايکسپريس ټريبيون د سپتمبر په ۱۰ مه وويل، محمد اکرام، چې يوه بهټۍ لري او د پنجاب صوبې په اقبال تحصیل کې په رايونډ کې د يو ستر پروجيکټ په توګه یې زیګ-زيګ ټیکنالوژي نصب کړي، وويل چې دا ټکنالوژي د لګښتونو او ککړتیا کمولو په برخه کې ډیره اغیزمنه ده.

که څه هم، احسان الله، چې په فتح جنګ کې د خښتو په بهټۍ کې مرستیال دی، د چاپیریال دوستانه ټکنالوژۍ په اړه د نوښت ملاتړ کوي. هغه وویل چې د دې تکنالوژۍ پلي کول، د حکومت د قرض او مرستې نه بغير، لګښت کموي.

عرفان الله مروت، چې په پیښور کې د چاپیریال ماهر دی، وویل، حکومت له پکار ده چې د خښتو په فيکټریو باندې د دريو مياشتو لپاره د بنديز لګولو پر ځای اوږد مهاله او اغيزمنه ستراتیژي جوړه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "چارواکي باید په هیواد کې پوهاوی رامنځته کړي او په تدریجي ډول دغه خطرونه ختم کړي." هغه زیاته کړه چې د بهټو د بندولو ناڅاپه پریکړه اقتصاد ته زیان رسولی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان حکومت کرپټ دی او د چاپېریال په پاکولو کې دلچسپي نلري.

ځواب

جناب مونږ په پېښور کې خښتو ته ضرورت لرو.

ځواب