زغم

پاکستاني عالمان د افراطیت سره د مقابلې لپاره پيغام پاکستان ته وده ورکوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

مذهبي عالمان د دسمبر په ۷ مه د بلوچستان صوبې په کویټه کې د افراطیت پر ضد په يو کانفرنس کې راټول شوي دي. [عبدل غني کاکړ]

مذهبي عالمان د دسمبر په ۷ مه د بلوچستان صوبې په کویټه کې د افراطیت پر ضد په يو کانفرنس کې راټول شوي دي. [عبدل غني کاکړ]

کویټه -- د پاکستان ستر مذهبي مشرانو او عالمانو د قوم څخه وغوښتل چې پيغام پاکستان -- د پاکستان پيغام -- ته وده ورکړي او په هیواد کې د بنسټ پالنې او افراطیت په له منځه وړلو کې يو رغنده رول ولوبوي.

د ۱،۸۰۰۰ نه زيات پاکستاني مذهبي عالمانو د جنورۍ په مياشت کې يوه فتوه خپره کړې وه، چې د شريعت په نوم باندې د پاڅون او د تروريستي فعاليتونو غندنه کوي.

په سلګونو مذهبي عالمانو، د پارلمان غړو او نارینه او ښځو په کویټه کې د دسمبره په ۳-۷ مه په يو کانفرنس کې ګډون وکړو چې د پيغام پاکستان او د افراطیت پر وړاندې د پاکستان د هڅو په اړه خبرې وکړي.

يو ستر ګواښ

په کانفرنس کې خطاب کونکو ټینګار وکړ چې حکومت باید د مذهبي هم آهنګۍ د پراختیا لپاره عملي تدابیر ونیسي.

مذهبي عالمان د دسمبر په ۷ مه د بلوچستان صوبې په کویټه کې د افراطیت پر ضد په يو کانفرنس کې ګډون کوي. [عبدل غني کاکړ]

مذهبي عالمان د دسمبر په ۷ مه د بلوچستان صوبې په کویټه کې د افراطیت پر ضد په يو کانفرنس کې ګډون کوي. [عبدل غني کاکړ]

قاري عبدل راشد الازهري، چې په کویټه کې يو مذهبي عالم دی او د پاکستان د اسلامي نظریاتو د شورا غړی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پيغام پاکستان په هيواد کې د افراطیت په وړاندې د پاکستان يوه متحرکه او لیدلورې فلسفه ده."

هغه وويل، "افراطيت د پاکستان لپاره يو ستر ګواښ دى."

الازهري وويل، پېغام پاکستان "يو پياوړى پيغام دى چې د دې له لارې موږ د ترهګرۍ، نفرت، افراطيت او تاوتريخوالي ستونزې په سوله، مذهبي هم آهنګۍ او ورورولۍ کې بدلولی شو."

ډاکټر عطاء الرحمان، چې په اسلام آباد کې يو سينير عالم دی او په دې کانفرنس کې يې ګډون وکړو، وويل، "سوله، ورورولي، صبر او بخښنه د اسلام ریښتینې خصوصيات دي، خو افراطي او بنسټیز عناصر زموږ د دین د دې انځور نه ناوړه ګټه پورته کوي."

هغه وويل، "په پاکستان کې د افراطيت پر ضد سوچ لرل د دې وخت اړتيا ده." هغه زياته کړه، "که حکومت د پيغام پاکستان هڅې پلي نه کړي، نو د افراطيت وده به ملي جوړښت ته زيان ورسوي."

هغه یادونه وکړه، "افراطيت، زما په خيال، د پاکستان د پرمختګ په لار کې تر ټولو لوی خنډ دی." "دا د ملت لپاره مهمه ده چې د هغه سولې او هم آهنګۍ د پيغام په اړه پوهه شو چې په قران کریم او د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په تعلیماتو کې ښودل شوي دي."

د افراطيت سره مبارزه کول

د كویټې قاري عبدالرحمان نورزۍ، چې يو بل مذهبي عالم دی او په دې کانفرنس کې يې ګډون کړی و، پاکستان فارورډ ته وويل، د پيغام پاكستان پيغام به د پاكستان سره د افراطيت په وړاندې په جګړه كې مرسته وكړي.

"مخ پر زياتيدو افراطیت، تاوتریخوالی، فرقه واريت او په پاکستان کې قومي تعصب په پراخه کچه ملت تقسيم کړی او له همدې کبله مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکول د افراطیت د ختمولو لپاره یوه ملي اړتیا ده."

نورزۍ وویل، "د افراطیانو لخوا د اسلام او پاکستان پر ضد پروپيګنډې په موږ کې نفرت، مذهبي ناکراري او ترهګري رامنځته کړې ده."

نورزۍ وويل، په مدرسو کې ښوونکي او زده کوونکي کولاى شي چې د سولې او هم آهنګۍ په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

هغه وویل، "موږ باید د مدرسو په اړه منفي نظرونه لرې کړو، کوم چې په ناوړه توګه زمونږ د دین اصلي نظريې ته زيان رسوي." "اسلام د سولې دین دی، او مونږ ته يې لارښوونه کړې چې سوله او ورورولي خپره کړو."

د سولې په لور ګام

حسين زاهدي، چې په کویټه کې مذهبي عالم دی او ناظم وفاق شیعه سازمان غړی دی، وویل، "د پاکستان آيين په اسلامي نظریاتو ولاړ دی، نو له دې امله هیڅوک نشي کولی چې د اسلام په نوم خپل تفسیر پلي کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "افراطي ډلې هڅه کوي چې زموږ په ټولنه کې خپله بنسټیزه اجنډا خپره کړي."

زاهدي وویل، "زما په خيال، پيغام پاکستان د یو سوله ایز پاکستان په لور یو مهم ګام دی." "حکومت باید خپلې هڅې پرمخ بوځي چې موږ د دې پلیټفارم له لارې خپلې دوه اړخیزې اندیښنې له منځه یوسو او د زغم او هم آهنګۍ د خپرولو له لارې د دښمن مخه ونيسو."

محمد آياز، چې په اسلام آباد کې د مذهبي چارو په وزارت کې يو سينير چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د پيغام پاکستان لاس رسي پراخه شوی ځکه چې دا اوس په عربۍ ژبه کې شتون لري.

آياز یادونه کړه، دا زمونږ د ستراتيژۍ کاميابي په ګوته کوي چې نړۍ د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې زمونږ مهم رول مني. "حکومت په مدرسو کې زموږ زده کوونکو ته د عصري زده کړو د چمتو کولو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي."

هغه وويل، په دغو اصلاحاتو کې په مدرسو کې زده کونکي په وزګار وخت کې په غيرنصابي فعاليتونو کې بوخت کول دي چې " هغوی د افراطي نظريې نه لرې وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام او برکتونه دې په تاسو وي! ایا د دې کانفرنس کاروايي د یوې کتابچې په شکل کې چمتو کیدی شي؟؟

ځواب

افرطيان نشته او افراطيان هغه کسان دي چې په نړۍ باندې حکومت کول غواړي او په بې وسلو فلسطينيانو باندې ظلم وکړي. آمريکايان چې په هيروشيما ناګاساکي کې په ميليونونو کسان ووژل هغوی د عراق د خلکو ماشومان، افغانيان وژني. افراطيان روسيان دي چې د سوريا او چيچنيا خلک وژني. هند د کشمير خلک وژني ... دوی ټول ټوله اسلامي نړۍ د افراطيت په نوم دهوکه کوي او که چيرې افراطيان شته نو دا د دې مافيا لخوا جوړ شوي افراطيان دي.

ځواب

سولې ته وده ورکول

ځواب

هو، دا په هر شکل کې د ټولو دیني اشخاصو مثبت چلند دی. اوسنی چاپيريال د پاکستان د اسلامي نظریې لپاره ښه نه دی.

ځواب

پيغام پاکستان د مذهبي عالمانو او مختلفو سازمانونو د پام وړ نوښت دی چې د اسلام او پاکستان حقيقي انځور نړۍ ته، په ځانګړي توګه مغرب ته، وښيي چې تل يې د مختلفو پروپيګنډو له لارې ډبل ګيم کړی دی .... دوی د ترهګرۍ مرسته کوي او ځيني هيوادونه هم د دوی سره مرسته کوي چې د مسلمانانو پر ضد خپلې موخې ترلاسه کړي. اصلي موخه دا ده چې مسلمان هيوادونه کنټرول/بلېک مېل/بې ثباته کړي او هغوی د پرمختګ نه منع کړي.... لکه ترکي، پاکستان، ايران، شام، سعودي عرب، قطر وغيره نتيجه: د مسلمانانو ګډ اتحاد يو ښه کوشش دی، خو پکار ده چې ټول هيوادونه له يو بل سره ۱۰۰٪ همکاري وکړي.

ځواب