ټولنه

د پاکستان د ځوانانو ټولنه د ترهګرۍ له خوا ځپل شوي کونډو سره مرسته کوي

د عديل سعيد لخوا

د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو سازمان (ياټو)، چې په دې تصوير کې د اکتوبر په میاشت کې په پیښور کې ښودل شوی دی، یو داسې پلان جوړ کړی چې د هغه کونډو سره مرسته وکړي کومې چې د ترهګرۍ له کبله د خپلو خاوندانو له لاسه ورکولو وروسته د مالي ستونزو سره مخامخ دي. [ياټو]

د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو سازمان (ياټو)، چې په دې تصوير کې د اکتوبر په میاشت کې په پیښور کې ښودل شوی دی، یو داسې پلان جوړ کړی چې د هغه کونډو سره مرسته وکړي کومې چې د ترهګرۍ له کبله د خپلو خاوندانو له لاسه ورکولو وروسته د مالي ستونزو سره مخامخ دي. [ياټو]

پیښور -- د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو سازمان (ياټو)، چې د افراطیت سره د مبارزه کولو لپاره يو غير سرکاري سازمان دی، یو داسې پلان جوړ کړی چې د هغه کونډو سره مرسته وکړي کومې چې د ترهګرۍ له کبله د خپلو خاوندانو له لاسه ورکولو وروسته له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

د ياټو چيرمين محمد آصف پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ پرېکړه کړې چې د هغو کورنيو سره مرسته وکړو چې د تروريزم لخوا زيات ځپل شوي او د خپل رزق ګټونکو د شهادت له کبله له ستونزو سره مخ دي."

هغه وويل، "موږ پرېکړه کړې ده چې بې وزلو کونډو او د هغوی کورنيو ته د خواخوږۍ د نښې په توګه پناه او مرستې چمتو کړو."

آصف وويل، د ياټو لومړنی پلان دا دی چې د ترهګرۍ قربانیانو لپاره اته فلیټونه جوړ کړي او وروسته به نور کوشش کيږي چې هغوی ته د استوګنې زيات ځایونه ورکړي.

د اکتوبر په مياشت کې په پيښور کې د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو سازمان په يو احتجاج کې ګډونوال د خیبر پښتونخواه په تعلیمي نصاب کې د افراطیت پر ضد د مضامینو شاملولو غوښتنه کوي. [ياټو]

د اکتوبر په مياشت کې په پيښور کې د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو سازمان په يو احتجاج کې ګډونوال د خیبر پښتونخواه په تعلیمي نصاب کې د افراطیت پر ضد د مضامینو شاملولو غوښتنه کوي. [ياټو]

د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو سازمان (ياټو) د سپتمبر په میاشت کې په پېښور کې په يو پروګرام کې ګډون کوي. دا سازمان غواړي چې په پاکستان کې ترهګري او افراطیت ختم کړي. [ياټو]

د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو سازمان (ياټو) د سپتمبر په میاشت کې په پېښور کې په يو پروګرام کې ګډون کوي. دا سازمان غواړي چې په پاکستان کې ترهګري او افراطیت ختم کړي. [ياټو]

هغه وويل، "د يو غير سرکاري موسسې په توګه، ياټو د حکومت د رسمي مرستې نه ‌بغير په خپله کار کوي." هغه زياته کړه، منتظمين به د دې پليټونو د جوړولو لپاره په خپلو مرستو او همداراز د بشر دوستانو په ملاتړ تکيه کوي."

هغه وويل، "موږ د پيښور په شاوخوا کې په نصيرپور کلي کې ځمکه ټاکلې او اخيستې ده او د پيسو راټولولو وروسته به د ودانولو کار پيل کړو."

د اتو فلیټونو د جوړولو اټکل شوی لګښت ۱۱ ميليونه روپۍ (۸۲،۰۰۰ آمريکايي ډالره) دی.

پوهاوي رامنځته کول

د ياټو جنرل سيکريټري، سيد عباس شاه، پاکستان فارورډ ته وويل، "ياټو په ځوانانو کې د پوهاوي د رامنځته کولو له لارې د بنسټ پالنې سره مبارزه کوي او د هغوی نه 'د سولې استازي' جوړوي چې د خپلو ملګرو ترمنځ دا پیغام خپور کړي."

هغه وويل، "د ټولنو سره زموږ د خبرو اترو پرمهال، موږ ته معلومه شوه چې ترهګرۍ د ډېرو کورنيو ژوند ته د پام وړ زيان رسولی دی."

شاه وويل، په سلګونه کونډې مجبوره دي چې د خپلو کورنيو سره وروسته له هغې مرسته وکړي کله چې د دوی خاوندان په تروريستي پېښو کې په غمژنه توګه مړه شول.

هغه وويل، د مهارتونو او سرچينو د نشتوالي له امله، حتی ګڼ شمېر ښځې د خپلو ماشومانو د ساتلو لپاره مزدوري کوي.

د ياټو نايب چيرمين، مياں فضل داد، پاکستان فارورډ ته وویل، "د کونډو لپاره د کورونو د ودانولو اصلي موخه دا ده چې د ترهګرۍ د قربانیانو ستونزو ته د حکومت او دیني عالمانو پام راواړوو."

حکومت ۳۰۰،۰۰۰ روپۍ (۲،۲۵۵ آمريکايي ډالره) د تروریزم قربانیانو کورنیو ته ورکوي، خو د دې نه علاوه دغه کورنۍ د ځان ساتلو لپاره يوازې پریښودل کیږي.

دا معاوضه يو ځل ورکړل کيږي او په داسې حال کې، چې په ځانګړې توګه د بنيادي توکو او ضرورتونو قيمت زيات شوی دی، دا په پنځو يا شپږو میاشتو کې ختميږي.

فضل داد وویل، یواځې لږ شمیر بشري سازمانونه کار کوي چې د دې کورنیو لپاره د معيشت فرصتونه رامنځته کړي، په داسې حال کې چې ډیرو دوی ته پام نه دی کړی.

د کونډو بار کمول

کونډو او د ترهګرۍ نور قربانیانو ویلي چې دوی د ياټو د نوښتونو ستاینه کوي.

خديجه بي بي، "يوه کونډه چې د هغې خاوند، عطا محمد، په ۲۰۱۳ کال کې د کډوالو په جلوزۍ کيمپ کې په يوې چاودنه کې وژل شوی و، وويل، زما زوی به د نوښار ضلعې په پبي ښار کې د ضايع شويو موادو د سوداګر سره کار کولو، خو اوس د ياټو لخوا ورکړل شوي رکشه چلوي."

د هغې زوی حسن د پيسو ګټلو لپاره په رکشه کې مسافر وړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "د خپل خاوند د مرګ وروسته، خپل ۱۴ کلن زوی لیدلو سره، روزي ګټل ډیره ګرانه وه." هغې زياته کړه، "د هغه په قسمت باندې د ژړا کولو نه علاوه ما هيڅ يوه بله لاره نه لرله."

عابده باجي، يوه کونډه چې د پیښور په سيټهي ټاون کې ژوند کوي، وویل چې د خپل ځان او د ماشومانو لپاره هره مياشت د فليټ کرايه ۷،۵۰۰ روپو (۵۶ آمريکايي ډالره) ورکولو نه وروسته، دا د هغې لپاره تقريباََ ناممکنه ده چې د خپلې کورنۍ لګښتونه براداشت کړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "ما به د خپل میړه د مرګ نه وروسته د کور د خادمې په توګه کار کولو، خو د ګنډلو مشین، چې ياټو ماتا راکړی و، ما ته توان راکړی چې د خپلو نهو ماشومانو د ساتلو سره په خپل کور کې کار وکړم."

باجي وویل چې د ياټو يا د بل سازمان څخه پناه ترلاسه کول به د هغې د مياشتې په عوايدو بوج کم کړي او د هغې د ژوند لګښتونه به هم کم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500