تروريزم

د خیبرپښتونخواه پولیس په چترال کې د واورو په غرونو کې د ترهګرۍ پر ضد روزنه ترلاسه کوي

د محمد آهل لخوا

د خیبر پښتونخواه د پولیسو يو افسر د نومبر په ۳۰ مه په چترال ضلع کې د تروریزم پرضد په مشقونو کې په نښه شيش اخلي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د خیبر پښتونخواه د پولیسو يو افسر د نومبر په ۳۰ مه په چترال ضلع کې د تروریزم پرضد په مشقونو کې په نښه شيش اخلي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پولیسو د جمعې په ورځ (د نومبر په ۳۰ مه) په چترال ضلع کې د واورو نه په ډک غرونو کې د لوړې ارتفاع د تروریزم ضد ځانګړي مشقونه ترسره کړل.

محمد فرقان، چې په چترال ضلع کې د پوليسو مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا مشقونه د پوليسو د انسپکټر جنرل صلاح الدين محسود د لارښوونو په رڼا کې ترسره کيږي او موخه يې د هغه بهرنيانو او ليدونکو ساتنه کول دي چې دې سيمې ته سفر کوي."

هغه وويل، دا ځانګړي مشقونه په وادي شوګور کې د ۹،۰۰۰ فوټو نه په لوړ غرونو کې ترسره شول.

فرقان وویل، "د دې موخه دا ده چې د پولیسو ځواک روزنه ترلاسه کړي چې په هر ډول حالاتو کې جنګ وکړي او وښيي چې د هیواد قانون پلي کونکي ادارې د هر ګواښ سره مبارزه کوي."

د خیبرپښتونخواه د پولیسو افسران د نومبر په ۳۰ مه په چترال ضلع کې د تروریزم سره د مبارزې په روزنه کې برخه اخلي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د خیبرپښتونخواه د پولیسو افسران د نومبر په ۳۰ مه په چترال ضلع کې د تروریزم سره د مبارزې په روزنه کې برخه اخلي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د خیبرپښتونخواه د پولیسو یوه ځانګړي ډله د نومبر په ۳۰ مه په چترال ضلع کې د تروریزم سره د مبارزې په مشقونو کې برخه اخلي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د خیبرپښتونخواه د پولیسو یوه ځانګړي ډله د نومبر په ۳۰ مه په چترال ضلع کې د تروریزم سره د مبارزې په مشقونو کې برخه اخلي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د وسلوالو په وړاندې برياليتوب

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې سينير امنيتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، پوځ د ملاکنډ ډويژن په سوات کې، په ځينو قبايلي سيمو او ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ پورې اړوند ګواښونو سره مبارزه کړې ده.

د شاه له مخې، اوس دا د هیواد د پولیسو لپاره وخت دی چې د ترهګرۍ پر ضد مسؤلیت په غاړه ولري.

هغه وويل، "په داسې لوړه ارتفاع کې پوليسو ته روزنه ورکول او د منډې وهلو مشقونه ترسره کول يقيناََ يو تاکتيکي ګام دی او د وسله والو د ګواښ مخه به ونيسي چې د ګوزار او تيښتې په پاليسۍ تکيه لري."

ډاکټر سید حسین شهید سهروري، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د ډپیارټمنټ مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا ښه خبره ده چې موږ د ځانګړو حالاتو سره د مقابلې لپاره د پولیسو ځانګړې ډلې لرو، او دا ډول عملیات به زموږ پولیس د تروریزم سره په مبارزه او د بهرنیو او عامو پاکستانیانو په ساتلو کې زيات پياوړي کړي."

هغه زياته کړه، په داسې سختو حالاتو کې روزنه به د پوليسو ځواک سره مرسته وکړي چې د وسله والو پر وړاندې برياليتوب ترلاسه کړي، چې له اوږدې مودې راهيسې يې لوړ غرونه د خپلو هدفونو په نښه کولو لپاره کارولي دي.

بهرنیان هڅول

په پاکستان کې د برازیل سفیر کلوډیو راجا ګابګلیا لینز پاکستان فارورډ ته د پیښور په سفر کې وویل چې هغه د ګلګت بلتستان شمالي برخو او چترال سیمې ته تللی دی.

هغه وويل، "زه به د نړۍ د ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړم چې د پاکستان شمالي سيمو ته راشي، چې نه يوازې ښکلي او ښایسته دي بلکې سوله ايز هم دي."

لينز وويل، "که څه هم د رسنيو راپورونه کله نا کله بهرنیان د دغو سیمو د لیدلو نه منع کوي، خو زه د امنیتي تدابیرو نه ډير زيات مطمین يم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

يقيناََ، زه څنګه د کانسټیبل د پوسټ لپاره درخواست جمع کولی شم. ما د زراعت يونيورسټۍ پيښور نه ايم ايس سي کړي ده خو د الله نه علاوه زما څه وسيله نشته او زما خيال دا دی چې دا زما لپاره کافي دی.

ځواب