ټولنه

سويټ هوم يتيم خانې د ترهګرۍ ځپل شويو ماشومانو ته اميد ورکوي

د سيد انصار عباس لخوا

د پېښور سویټ هوم زده کوونکي د اکتوبر په میاشت کې په یو کلاس کې ګډون کوي. [سید انصار عباس]

د پېښور سویټ هوم زده کوونکي د اکتوبر په میاشت کې په یو کلاس کې ګډون کوي. [سید انصار عباس]

پیښور -- سويټ هوم یتیم خانې هغو ماشومانو ته د ژوند تيرولو يوه ښه موقع ورکوي کومو چې د ترهګرۍ له کبله خپل والدېن له لاسې ورکړي، او ځينې غواړي چې په راتلونکي کې په پوځ کې شامل شي.

سويټ هومز د هغو ځوانانو د پاملرنې لپاره وقف شوی چې مور يا پلار يې له لاسه ورکړې وي او د ودې لپاره هغوی ته استوګنه، پاملرنه او فرصتونه چمتو کوي.

صادق شاه، ۱۲ کلن، چې په شپږم جماعت کې دی، خپل پلار، عمران شاه په ۲۰۱۱ کال کې د خیبر پښتونخواه په جمرود کې په بمبارۍ کې له لاسه ورکړی و.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې د هغه پلار د پاکستان په نيم پوځي ځواک کې وارنټ افسر و او په خیبر قبایلي ضلع کې په خاصادار ځواک کې صوبيدار و.

صادق وويل، کله چې هغه لوی شي نو غواړي چې د پوځ سره يوځاى شي او د خپلې سيمې نه ترهګري لرې کړي.

صادق په پیښور کې سويټ هوم ته لاړو، چې دا په هغه ۳۸ سويټ هومز کې و، چې په ټول هيواد کې جوړ شوي ول. دا د پاکستان بیت المال (پي بي ايم)، چې يوه خپلواکه حکومتي خیراتي او سماجي فلاحي سازمان دی، لاندې فعالیت کوي.

هر يو کور ضرورت مند يتيمانانو ته د تعليم، خوراک، طبي علاج، د لوبو سهولتونو ته د لاس رسۍ او کپړو او نورو ضروري سهولتونو نه علاوه د استوګنې ځای هم ورکوي.

سويټ هومز دا ماشومان د بد چلند، بې پروایۍ او استحصال نه هم خوندي ساتي. پي بي ايم د کور ټول لګښتونه برادشت کوي.

د پي بي ایم منيجنګ ډايريکټر عون عباس بپي له مخې، دا اداره د ښځو د ځواکمنتيا لپاره ۱۵۸ مرکزونه او د کارګرانو د ماشومانو لپاره ۱۳۶ سکولونه چلوي.

بپي د اکتوبر په ۲۵ مه په پيښور کې سويټ هومز ته د سفر په دوران کې خبريالانو ته وويل، "په دې ټولو موسسو کې، اټکل کيږي چې د ۴۰ زره خلکو سره مرسته کيږي."

هغه وويل، "موږ نه یوازې د دې مستحق یتيمانو پاملرنه کوو بلکې مونږ ژمنه لرو چې دوی په سمه لار روان کړو او په دوی کې مثبت سوچ رامنځته کړو."

شايسته شمس، چې په يونيورسټي ټاون، پيښور کې د سویټ هوم مشري کوي، وويل، په پېښور سويټ هومز کې په ۱۰۰ يتميانانو کې، ۴۰ کسانو خپل پلرونه په تېر لسيزه کې د ترهګرۍ له کبله له لاسه ورکړې ول.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د دغو ځوانانو په بشپړه توګه پاملرنه کوو او هر ممکن سهولت هغوی ته برابروو چې دوی د کور په څير احساس ولري." هغې زياته کړه چې دوی اجازه لري چې په میاشت کې یو ځل کور ته لاړ شي.

هغې وويل، "تقريباََ ټول هلکان په تعليم کې ښه دي." "ګڼ شمير کسان هر کال په کلاسونو کې ښه درجه ترلاسه کوي او په مناظرو او سپورټس کې برخه اخلي."

شایسته شمس وویل، "د سويټ هوم اوه هلکان په دې وروستيو کې د کیډیټ کالجونو لپاره وټاکل شول."

د سوله ايز پاکستان خوبونه

محمد فراج، ۱۳ کلن، وروسته له هغې د حېدر خيل نه پيښور سويټ هوم ته لاړو کله چې د هغه پلار اوه کاله مخکې په قبايلي ضلعې شمالي وزيريستان کې د ترهګرو لخوا ووژل شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "زما پلار، سجاد داوار، د ګاډو په بارګین کې کار کولو، او موږ خوشاله ژوند لرلو." "هغه وروسته له هغې د شمالي وزيرستان په مير علي کې ووژل شو کله چې هغه بهته خور ترهګرو ته د پيسو ورکولو نه انکارو وکړو."

محمد په اووم، اتم او نهم کلاسونو کې درې خويندي لري او په دويم کلاس کې ورور لري. ټول ماشومان په يتيم خانو کې دي.

هغه وويل، "زه غواړم چې یو سرتیری جوړ شم چې د سيمې نه ترهګري لرې کړم، خو زه به ډاکټر جوړ شم چې د خپل شهید پلار خوب پوره کړم." "زما بابا غوښتل چې زه ډاکټر شم."

فرمان خالد آفريدي، ۱۰ کلن، چې د خيبر قبايلي ضلعې دی، هم پلان لري چې کله لوی شي نو د خپل پلار، خالد خان آفريدي، په څير ډاکټر شي. خالد خان آفريدي پنځه کاله وړاندې د پيسو لپاره تښتول شوی و او وژل شوی و.

هغه وويل، فرمان يوازې يوه کوچنۍ خور لري.

هغه وويل، "زه به د خپل پلار مسلک تعقيب کړم او هڅه کوم چې ډاکټر شم څو د تيره وادي، چې اوس د ترهګرو نه آزاده او سوله ايزه ده، د اوسيدونکو خدمت وکړم."

هغه وویل، "یو سوله ایز پاکستان زما خوب دی."داسې یو هیواد چیرته چې به نور ماشومان د ترهګرۍ له امله خپل والدېن له لاسه نه ورکوي.

هغه وويل، "که زه ډاکتر جوړ نه شم، نو زما موخه به دا وي چې د پوځ سره يوځای شم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500