امنیت

پاکستانيان په کراچۍ او اورکزۍ کې د بریدونو وروسته د ترهګرۍ پرضد متحد دي

د محمد آهل لخوا

فعالين د نومبر په ۲۳ مه د پیښور پریس کلب نه بهر د قبايلي ضلعې په کلايا کې د وژونکي بريد، چې داعش يې ادعا کړې وه، په وړاندې احتجاج کوي. [شهباز بټ]

فعالين د نومبر په ۲۳ مه د پیښور پریس کلب نه بهر د قبايلي ضلعې په کلايا کې د وژونکي بريد، چې داعش يې ادعا کړې وه، په وړاندې احتجاج کوي. [شهباز بټ]

پیښور -- تیره هفته د دوو وژنکي بریدونو نه وروسته، پاکستانيانو ژمنه وکړه چې د تروریزم په وړاندې متحد ودريږي.

د جمعې په ورځ (د نومبر په ۲۳ مه) یو ځانمرګي برید کونکي د اورکزۍ ایجنسۍ په کلايا کې يو بازار په نښه کړو او لږ تر لږه ۳۳ تنه یې ووژل او په لسګونو نور یې ژوبل کړل.داعش د دې پيښې مسوليت په غاړه اخيستې و.

په جلا توګه، د سيند صوبې په کراچۍ کې په ورته ورځ وسله والو د چین سفارتخانې نه بھر څلور کسان ووژل. د بلوچستان د آزاۍ پوځ (بي ايل ای)، يو وسله وال سازمان د دې بريد مسؤلیت اخيستی و.

وزير اعظم عمران خان د نومبر په ۲۳ مه په يو ټويټ کې وويل، "زه په بشپړه توګه روښانه دريځ لرم چې دا دواړه بریدونه د پلان شوي کمپاین یوه برخه ده چې په هیواد کې د هغه کسانو په لاس ناکراري رامنځته کړي کوم چې نه غواړي چې پاکستان پرمختګ وکړي."

فعالين د نومبر په ۲۳ مه د پیښور پریس کلب نه بهر د قبايلي ضلعې په کلايا کې د وژونکي چاودنې، چې داعش يې ادعا کړې وه، په وړاندې احتجاج کوي او ټيرونو ته اور لګوي. [شهباز بټ]

فعالين د نومبر په ۲۳ مه د پیښور پریس کلب نه بهر د قبايلي ضلعې په کلايا کې د وژونکي چاودنې، چې داعش يې ادعا کړې وه، په وړاندې احتجاج کوي او ټيرونو ته اور لګوي. [شهباز بټ]

پاکستاني پوځيان د نومبر په ۲۳ مه د تروريستي حملې نه وروسته د سيند صوبې په کراچۍ کې د چين د سفارتخانې نه بهر ګرځي. [آصف حسن/ای ايف پي]

پاکستاني پوځيان د نومبر په ۲۳ مه د تروريستي حملې نه وروسته د سيند صوبې په کراچۍ کې د چين د سفارتخانې نه بهر ګرځي. [آصف حسن/ای ايف پي]

"د هیڅ یو تن په زړه کې پکار ده دا شک پاتې نه شي چې موږ به په هر صورت کې ترهګر ختموو."

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه وویل چې ځیني عناصر قصداََ او يا غير قصداََ هڅه کوي چې دا هیواد بيرته په جګړه کې بوخت کړي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آی ايس پي آر) لخوا د يو خپور شوي بیان له مخې، هغه د نومبر په ۲۳ مه ملتان ګيريژن ته د خپل سفر په دوران کې وويل، "دا هيواد به دوی ته اجازه ورنه کړي چې د مذهب، قومیت او یا د بلې بهانې په نوم دا کار ترسره کړي."

باجوه وويل، "د دوامداره پوځي عملياتو وروسته، موږ اوس د ثبات د عملياتو په پړاو کې يو. د تروریزم او ترهګرۍ پر ضد جګړه لا پای ته نه ده رسيدلې."

'د قاتلانو لپاره هيڅ رحم نشته'

د خيبرپښتونخواه ګورنر شاه فرمان پاکستان فارورډ ته وويل، د کلايا او کراچۍ بريدونه له يو بل سره تړاو لري او ترهګر غواړي چې په خلکو کې ويره رامنځته کړي او په پاکستان کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ مخه ونيسي.

هغه وويل، "موږ د هغوی لپاره يو روښانه پيغام لرو: ترهګر به د څه تميز نه ‌بغير په نښه کړی شي -- د بې ګناه پاکستانيانو د وژونکو لپاره رحم نشته."

د پیښور کور کمانډر لفټننټ جنرل شاهین مظهر له متاثره شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ويې ویل چې پوځ ژمنه لري چې د قبايلي سیمو نه ترهګري لرې کړي. هغه زیاته کړه چې دا مبارزه به تر هغه وخت پورې دوام ولري تر څو چې آخرنی ترهګر نه وي ختم شوې.

محمود خان، د خیبرپښتونخواه وزیر اعلی، په کلايا کې د دغه چاودنې غندنه وکړه او ويې ویل چې دښمنان په خیبرپښتونخواه کې سوله ليدل نه غواړي.

هغه په یو بیان کې وویل، "بیګناه خلک وژل يو ظلم دی."

په نړیواله کچه غندنه

نړیواله ټولنه د دې تاوتریخوالي په غندلو کې د پاکستانيانو سره یوځای شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (يو اين اېس سي) وویل، "د ترهګرۍ هر ډول فعاليت، که هر چا، د هغوی د محرک پرته، هر ځای او هر وخت يې ترسره کړې وي، جرم دی او جواز نه لري."

د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نوورت د نومبر په ۲۳ مه په یو بیان کې وویل، "متحده آیالات د دغه پیښې غندنه کوي او د قربانیانو کورنیو سره زياته خواخوږی څرګندوي او د وژل شويو کسانو په چټکۍ سره د ښه کيدو لپاره دعا کوي."

په دغه بيان کې راغلي، "متحده آیالتونه د دې ترهګريزو کړنو په وړاندې د پاکستاني خلکو سره ولاړ دي، او په سیمه کې د دغو ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره به د پاکستاني حکومت سره همکارۍ ته وده ورکړي."

همکاري اړینه ده

د بریدونو وروسته، شنونکي د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د پاکستان او افغانستان تر منځ د زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.

سيد اختر علي شاه، چې د خيبر پښتونخواه د پولیسو پخوانې انسپکټر جنرل دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "مونږ له پکار ده چې دې وروستي بريدونو ته په ټولیزه توګه وګورو. "ترهګر غواړي چې داخلي نا امني رامنځته کړي چې بهرني سرمايه کاران ګواښ محسوس کړي او وتښتي، خو داسې به هيڅکله ونه شي."

هغه زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان باید د تروریزم د ګډو دښمنانو د ماتولو لپاره یوه ګډه ستراتیژي جوړه کړي. هغه زیاته کړه چې دوی له پکار ده چې په دواړو هېوادونو کې غیر دولتي فعالینو ته دنده وسپاري او د هغوی عملیاتي وړتیا ته وده ورکړي.

سید حسین شهید سهروردي، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړو د مطالعاتو په ډیپارټمنټ کې چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وويل، افغانستان او پاکستان به په ګډه سره د داعش په وړاندې مبارزه وکړي.

هغه زياته کړه، چې په کراچۍ او په کلايا کې د دې پېښو مطلب يره ترهه رامنځته کول دي، خو ټوټه شوې تروريستي ډلې له مخکې نه په تيښته دي او د خپلې بقا لپاره جګړه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500