امنیت

سيند د تاوتریخوالي احتجاجونو په دوران کې د سولې ساتلو لپاره د فساد پر ضد ځواک جوړوي

د ضياء الرحمان لخوا

د سيند سينير پولیس افسران د نومبر په ۷ مه د سيند صوبې په کراچۍ کې د فساد پر ضد جوړ شوي ځواک ته خطاب کوي. [ضياء الرحمان]

د سيند سينير پولیس افسران د نومبر په ۷ مه د سيند صوبې په کراچۍ کې د فساد پر ضد جوړ شوي ځواک ته خطاب کوي. [ضياء الرحمان]

کراچۍ -- د سيند چارواکو د فساد ضد ځانګړی ځواک (ای آر ايف) يونټ جوړ کړې چې دنده لري چې د صوبې په لویو ښارونو کې د تاوتريخوالي احتجاجونه او مظاهرې په مؤثره توګه کنټرول کړي.

په وروستي کلونو کې، په دې صوبه کې، په ځانګړې توګه د دې په مرکزي ښار، کراچۍ کې -- چې د هېواد مالي مرکز دی -- ګڼ شمير احتجاجونه، دهرنې او مظاهرې ترسره شوي دي.

د نومبر په لومړیو کې، د سپريم کورټ لخوا د آسیه بي بي د خوشې کيدو له کبله په ټول پاکستان کې د تاوتریخوالي مظاهرې رامنځته شوې.آسيه بي بي یوه عیسايڼه میرمن ده چې د توهين رسالت په تور يې د پهانسۍ په انتظار کې نهه کاله په جيل کې تير کړې ول.

دا احتجاجونه مختلفو سخت دريځو مذهبې پارټو، په ځانګړې توګه تحريک لبيک پاکستان (ټي ايل پي)، کړې ول چې پرله پسې د درې ورځو لپاره يې په کراچۍ کې اړې ګړې رامنځته کړې و، ټريفک، سوداګري او ورځنی ژوند يې پرځای ودرولې و او ملي اقتصاد ته يې د پام وړ زیان رسولی و.

د جماعت اسلامي غړي د نومبر په ۴ مه د سيند صوبې په کراچۍ کې یوه لویه لاره بنده کړې ده. [ضياء الرحمان]

د جماعت اسلامي غړي د نومبر په ۴ مه د سيند صوبې په کراچۍ کې یوه لویه لاره بنده کړې ده. [ضياء الرحمان]

تحريک لبيک پاکستان پارټي، چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې وه، نسبتاََ نوې سیاسي پارټي ده، او د مذهبي سخت دریځۍ اود توهين رسالت تورونو په اړه د غوسې لرلو له کبله مشهوره ده.

تیر کال، ټي ايل پي، چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې وه، د څو هفتو لپاره د اسلام آباد محاصره کړې وه چې د توهين رسالت په اړه د پاکستان د اختلافي قوانينو په کلکه د پلي کولو غوښتنه وکړي. د دې احتجاجونو له کبله د قانون وفاقي وزیر په تیر حکومت کې په استعفا ورکولو مجبوره شو.

د فساد پر ضد ځواکونه جوړ شوي دي

د نومبر په ۷ مه، د سيند صوبې چارواکو د صوبې په ټولو لويو ښارونو کې د ای آر ايف جوړولو اعلان وکړو.

عامر احمد شيخ، چې په کراچۍ کې د پوليسو مشر دی، له مخې، په کراچۍ کې، ای آر ايف ۳۵۷ پولیس افسران لري خو وروسته به دا د ۱،۰۰۰ نه زیات شي. دوی به د بیړني حالت سره د مقابلې لپاره ګمارل کیدی شي.

شیخ پاکستان فارورډ ته وویل، "دې ځواک ځانګړی ټريننګ ترلاسه کړې چې څنګه د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د هغو کسانو په وړاندې ګامونه پورته کړي کوم چې په احتجاجونو او دهرنو کې قانون په خپلو لاسونو کې اخلي." "دوی به هجوم د تاوتریخوالي نه لرې وساتي، هجوم به ختم کړي او د قانون او نظم په ساتلو کې به مرسته وکړي."

دا ځانګړی يونټ به وسلې او مهمات نه لري خو دوی به د فساد ضد جديد آلات لري، چې په دې کې د ربړ ګولۍ، ټير ګيس، د اوبو توپې، ځانګړي ګاډي او د ځان ساتلو لپاره آلات شامل دي.

د پولیسو ځواکونو هم په خپلو سیمو کې د فساد پر ضد ځواکونه جوړ کړي دي.

خلک د فساد پر ضد د اقداماتو هرکلى کوي

عام پاکستانيان، چې د هغوی ورځنې ژوند د تاوتريخوالي د احتجاجونو له کبله ګډوډ شوی دی، د حکومت د پريکړې هرکلى کوي.

منور علي، چې ۵۴ کلن سوداګر دی، وویل، د نومبر په لومړۍ نيټه متحده عرب اماراتو ته د هغه سفر ضايع شو ځکه چې د ټي ايل پي احتجاج کوونکو د دوو وروځو نه د زيات وخت لپاره ايرپورټ ته تلونکی مرکزي روډ بند کړی و.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، احتجاج کوونکو "نه یوازې ټريفک په ګڼ شمير لويو لارو کې، چې په دې کې هغه لارې هم شامل دي چې د ايرپورټ، د بسونو اډو او هسپتالونو لپاره کارول کيږي، ګډوډ کړو، بلکې دوی عامه او شخصي ملکيت ته هم زیان ورسولو."

علی وویل چې ای آر ايف به د چارواکو سره مرسته وکړي چې سړکونه خلاص کړي او عام خلک خوندي کړي.

شفيق ميمن، چې په کراچۍ کې سوداګریز مشر دی، د علی د احساساتو څرګندونه وکړه او د ای آر ايف د جوړولو ستاینه یې وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "سوله ایز احتجاج د هر چا بنيادي حق دی، خو د زورزیاتي وسیلې کارول او د احتجاجونو لپاره سړکونو بندول په بشپړه توګه ظلم دی او د منلو وړ نه دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500