روغتیا

د خیبرپښتونخواه روغتیایي اداره په غیرقانوني توګه د اعضاء د پيوندکارۍ پر وړاندې مبارزه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

اميد خان، ۲۳ کلن، د می په ۲۶ مه په قانوني توګه د ګردې د پيوندکارۍ نه ښه شوی دی. د هغه د ګردې پيوندکاري د خيبر پښتونخواه په پیښور، حيات آباد کې د ګردې د بيمارو په انسټيټوټ کې ترسره شوه. [اشفاق یوسفزۍ]

اميد خان، ۲۳ کلن، د می په ۲۶ مه په قانوني توګه د ګردې د پيوندکارۍ نه ښه شوی دی. د هغه د ګردې پيوندکاري د خيبر پښتونخواه په پیښور، حيات آباد کې د ګردې د بيمارو په انسټيټوټ کې ترسره شوه. [اشفاق یوسفزۍ]

پیښور -- د خیبرپښتونخواه يوې ادارې، چې د طبي پيوندکارۍ څارنه کوي، نه یوازې په غیرقانوني توګه د اعضاء د پيوندکارۍ په مخه نیولو کې پرمختګ کړې بلکې د اعضاء په ورکولو کې هم مرسته کوي.

د فبرورۍ په میاشت کې د خیبرپښتونخواه روغتیایي ادارې د طبي پيوندکارۍ د مقراراتو اداره (ايم ټي آر ای) جوړه کړه چې د انسانو د اعضاء پيوندکاري تر قانون او کنټرول لاندې راولي او د هغې څارنه وکړي.

دا اداره د ۲۰۱۴ کال ايم ټي آر ای قانون پلي کوي، کوم چې هڅه کوي چې د غیرقانوني پيوندکارۍ مخه ونیسي او د هغه هسپتالونو څارنه وکړي کوم چې په پيوندکارۍ کې ښکيل دي.

ډاکټر فضل مجيد، چې د ايم ټي آر ای نايب منتظم، د نومبر په ۹ مه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ په ښار کې په غیرقانوني توګه د اعضاء د پيوندکارۍ په اړه شکایتونه لرل، ځکه چېغير تربيت يافته ډاکټرانو به د مريضانو نه ډيرې زياتې پيسې اخيستلې." اوس مونږ هغه هسپتالونو ته اجازه ورکړې چې د اعضاء پيوندکاري ترسره کړي کوم چې ښه آلات او عمله لري."

مجيد وويل، مريضان به د نورو صوبو نه د پيوندکارۍ لپاره راتلل، ځکه چې په خيبرپښتونخواه کې د دې په اړه څه قانون موجود نه و.

هغه زياته کړه، "موږ ته هغه مريضان راځي کومو چې د ناپوهه ډاکټرانو په لاس پيوندکاري ترسره کړې وه ځکه چې قانون به نور دا غير قانوني عمل برداشت نه کړي."

ښو کړنو ته وده ورکول

د ځايي چارواکو له مخې، په کلکه توګه د ايم ټي آر ای قانون پلي کول په صوبه کې ښه طبي کړونو ته وده ورکوي.

د خیبرپښتونخواه د روغتیایی چارو سيکريټري عابد مجید له مخې، د ايم ټي ار ای لاندې جوړې شوي کمیټۍ د پيوندکارۍ څارنه کوي او دا يقيني کوي چې په منظور شده طبي ادارو او هسپتالونو کې پيوندکاري د مقرره معیارونو سره سمه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ رجسټري او ملي او ځايي شبکې جوړوو چې د پيوندکارۍ د مرکزونو د کيفيت او پايلو ارزونه وکړي او د اعضاء د ورکولو په اړه پوهاوې رامنځته کړو."

هغه دغه قانون ته په اشارې وويل، "یو ژوندی ډونر، چې د ۱۸ کالو نه کم عمر نه لري، کولی شي چې په رضاکارانه ډول د وينې خپلوانو او په قانوني توګه خپلوانو ته د علاج لپاره عضو ورکړي، چې په دې کې والدېن، خویندې وروړه، زامن او لوڼې شاملي دي."

هغه وضاحت وکړو، "زموږ کمیټۍ د نادرا [د ملي ډیټابیس او د نوم لیکنې ادارې] له لارې ريسرچ کوي چې د ډونر او اخیستونکو تر منځ رشته په ګوته کړي، په داسې حال کې چې دیني عالمان دنده لري چې په اسلامي اړخ کار وکړي."

پروفيسر آصف ملک، چې د ايم ټي آر ای، منتظم دی، پاکستان فارورډ ته وویل، خیبر ټيچنګ هسپتال، لیډي ريډنګ هسپتال، حيات آباد ميډيکل کمپليکس (ايچ ايم سي)، رحمان ميډيکل انسټیټیوټ (آر ايم آی) او نارتھ ويسټ جنرل هسپتالونه اجازه لري چې پيوند کاري ترسره کړي.

د ګردو د بيمارو انسټیټیوټ (آی کی ډي) حیات آباد د ګردو شپږ پيوندکارۍ ترسره کړي، چې د ناروغانو ژوند يې ژغورلې. هغه زیاته کړه چې آر ايم آی چمتو ده چې د اينې پيوندکاري پیل کړي.

پروفيسر ضياء الاسلام، چې د پاکستان د سترګو د ډاکټرانو د اتحاديې مشر دی، وويل، اصلي ستونزه دا ده چې په سیمه ایزه توګه د اعضاء د ورکولو کلتور شتون نه لري او له دې امله پاکستان مجبوره دی چې په بهرني هيوادونو کې د پاکستانيانو لخوا ورکړل شويو اعضاء باندې تکيه وکړي.

هغه وويل، "موږ له پکار ده چې د عضوي بسپنو د ودې لپاره د سلا مشورې کمپاين پيل کړو." "موږ به هڅه وکړو چې د مړو شويو ډونر پروګرامونو سره نړیواله همکاري په ګوته کړو او ملاتړ يې وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه معلومات

ځواب

ډیر د ګردو ناروغان شتون لري چې د شکرې ناروغۍ، د اېف ايس جي ايس مورثي ګردو سختو ستونزو او د وینی د لوړ فشار له امله په کورنۍ کې داسې څوک نه لري چې هغوی ته ګردې ورکړي. د دې ناروغانو به څه کیږي؟؟ د دې ډول ناروغانو لپاره دا خورا خطرناک حالت دی. زه د ايم ټي آر ای او نورو قانون پلي کونکو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې مهرباني وکړئ د داسې ناروغانو لپاره فکر وکړئ او د هغوی ژوند وژغورئ. ما د ډیرو ناروغانو کورنۍ لیدلي چې دوی د ګردو مرکزونو مخې ته سوال کوي. خو دوی د هغوی غږ نه اوري. د خدای لپاره مهرباني وکړئ د دې بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړئ او د دوی د ګردې بدلولو لپاره اجازه ورکړئ.

ځواب