جرم او انصاف

سيند د هدفي وژنو د له منځه وړولو لپاره د ځانګړو پولیسو يونټ جوړوي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ د پولیسو چارواکي او خپلوان د اکتوبر په ۸ مه د احمد عباس رضوي، چې يو پوليس افسر دی او په نوي کراچۍ کې د هدفي وژنو په لړ کې وژل شوی و، په جنازه کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ د پولیسو چارواکي او خپلوان د اکتوبر په ۸ مه د احمد عباس رضوي، چې يو پوليس افسر دی او په نوي کراچۍ کې د هدفي وژنو په لړ کې وژل شوی و، په جنازه کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د سيند صوبې چارواکو د پولیسو یو ځانګړی يونټ جوړ کړی څو دا يقيني کړي چې د قربانیانو سیاسي، فرقه ایز او نسلي پس منظرونو پر اساس هدفي وژنې په سیمه کې بیا شروع نه شي.

د قانون پلي کولو او مختلفو امنیتي ادارو د سخت محنت نه پنځه کاله وروسته، په کراچۍ کې فرقه ايزي او نسلي جګړې په پراخه کچه کمې شوي دي.

د اکتوبر په ۳۰ مه، د سيند پولیسو اعلان وکړو چې دا به "د هدفي وژنو کاري ګروپونه" په نامه يو ځانګړی ځواک جوړ کړي چې د قانون پلي کونکي چارواکو او بااثره سیاسي او مذهبي خلکو د هدفي وژنو مخه ونیسي.

دا ډله دنده لري چې استخباراتي معلومات راټول کړي، د هغه نړیوالو او کورني شبکو تر منځ د اړيکو تجزيه وکړي کوم چې په هدفي وژنو کې ښکیل دي.

د پوليسو يوه دسته د نومبر په ۱۰ مه په کراچۍ په يو سړک باندې ګشت کوي. [ضیاء الرحمان]

د پوليسو يوه دسته د نومبر په ۱۰ مه په کراچۍ په يو سړک باندې ګشت کوي. [ضیاء الرحمان]

سیدعلی رضا، چې د پولیسو یو سينير چارواکی دی او د تروریزم سره د مبارزې په عملیاتو کې د لاس لرلو له کبله مشهور دی، د دې ځواک د مشرۍ لپاره وټاکل شو.

رضا پاکستان فارورډ ته وویل، چې دا يونټ هڅه کوي چې د هغه ډلو د وسلو او پیسو مخه ونيسي کوم چې په هدفي وژنو کې ښکیل دي.

په هدفي وژنو کې کمی

په تیرو لسیزو کې، او په ځانګړې توګه د ۲۰۰۷-۲۰۱۳ کلونو ترمنځ، کراچۍ په پاکستان کې تر ټولو زيات د تاوتريخوالي ښار و.

ايکسپریس ټریبيون په جنوري ۲۰۱۴ کال کې راپور ورکړو چې په ښار کې د تاوتریخوالي په مختلفو پيښو کې په زرګونو کسان وژل شوي ول، چې په دې کې ترهګري، هدفي وژنې او فرقې يي حملې شاملې دي. یوازې په ۲۰۱۳ کال کې، د تاوتريخوالي په جرمونو کې د زياتوالي له کبله نږدې ۲،۷۰۰ کسان وژل شوي ول، چې دا په کراچۍ کې تر ټولو ډیر ناوړه کال و.

که څه هم، د قانون پلي کولو عملیاتو، چې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې پیل شوي ول او اوس هم دوام لري، د مختلفو تاوتريخوالي ډلو فعالیتونه ختم کړي او د هدفي وژنو شمیر یې ډير زيات کم کړی دی.

د نيم پوځي ځواک له مخې، د سيند رينجرو، چې د قانون پلي کولو نيم پوځې ځواک دی، د عملیاتو له پیل راهیسې د ۱۴،۰۰۰ نه زيات بریدونه ترسره کړي او د ۱۰،۰۰۰ نه زيات شکمن کسان يې نیولي دي.

د دغه ځواک له مخې، په نيول شوي کسانو کې نږدې ۲،۰۰۰ کسان په هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تور تورن ول.

يو مثبت اغیز

محمد نفيس، چې په کراچۍ کې يو څيړونکی دی او د تروریزم د پيښو تجزيه کوي، وويل، په دوامداره توګه عملياتو د تاوتريخوالي هغه ډلي کمزوري کړي چې په هدفي وژنو کې ښکیل وې.

نفیس، چې په اسلام آباد کې د امنيت په اړه د څيړنيز موسسې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز (سي آر ايس ايس) سره تړاو لري، پاکستان فارورډ ته وويل، زياتره کسان د مختلفو سیاسي ډلو تر منځ په جګړو کې په هدفي توګه وژل شوي ول، خو دې عملياتو د دې ډلو فعاليت په پراخه کچه کم کړی دی."

د کامل حسين، چې په کراچۍ کې يو ځايي سوداګر دی، له مخې، په اورنګي ټاون کې، چې په کراچۍ کې یو پسمانده نيبرهوډ دی او په تيرو کې د هدفي تاوتریخوالي ډیرو پیښو سره مخامخ و، په تیرو څو کلونو کې د عملياتو له کبله سیاسي وژنې نه دي رامنځته شوي.

علامه محمد احسان صديقي، چې د سولې او هم آهنګۍ د کميشن مشر دی، د ديني عالمانو او د ځانګړو فرقو د غړو په وژلو کې د کمي تایید وکړو. د سولې او هم آهنګۍ کميشن په کراچۍ کې د سولې لپاره يو غیر دولتي نوښت دی.

صديقي پاکستان فارورډ ته وويل، "د منع شويو فرقه ايزو او وسله والو ډلو کمزوري کيدلو د سولې د بحالۍ لپاره د موسسو سره مرسته کړې چې په ښار کې خپل کارونه پياوړي کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا زما خوښ شو خو که چيرې زمونږ پوليس ځان سم کړي او د رشوت نه ډډه وکړي او د انصاف تقاضې پوره کړي، نو هيڅ څوک به دا جرات ونه لري چې څوک ووژني او يا ترهګري خپره کړي. ځواب

ځواب

خان

ځواب

دا مقاله زما خوښه شوه خو که چيرې زمونږ پوليس ځواک خپل ځان سم کړي او د رشوت نه ډډه وکړي او د انصاف تقاضې پوره کړي، نو هيڅوک به توان ونه لري چې څوک ووژني او يا ترهګري خپره کړي.

ځواب

الله

ځواب