جرم او انصاف

پاکستانيان د خیبر پښتونخواه د پولیسو د چارواکي د تښتولو او د وحشيانه وژلو غندنه کوي

د جاويد خان لخوا

د پولیس چارواکي په پېښور کې د نومبر په ۱۵ مه د پوليسو د سپرنټنډنټ طاهر خان داوړ تابوت وړي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د پولیس چارواکي په پېښور کې د نومبر په ۱۵ مه د پوليسو د سپرنټنډنټ طاهر خان داوړ تابوت وړي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

پیښور -- په ټول هیواد کې پاکستانیان د پیښور د پوليسو د سپرنټنډنټ طاهر خان داوړ د تښتولو او وژلو غندنه کوي، چې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۵ مه) په حيات آباد کې دفن کړی شو.

داوړ د اکتوبر په ۲۶ مه په اسلام آباد کې وتښتول شو، چیرته چې هغه د لږي چهټۍ لپاره تللی و.

راپورونه د دې اونۍ په پیل کې راڅرګند شول چې هغه په افغانستان کې مړ مونډل شوی دی.

د هغه لاش ترلاسه کړی شو او د پنجشنبې په ورځ په تورخم پوله باندې پاکستاني چارواکو او قومي مشرانو ته وسپارل شو، او بیا په هيلي کاپټر کې پیښور ته منتقل کړی شو، چيرته چې په ملک سعد شهید پولیس لینونو کې د هغه د جنازې مونځ ادا کړی شو.

پاکستاني مسلمانان د نومبر په ۱۵ مه د پیښور د پوليسو د سپرنټنډنټ طاهر خان داوړ غايبانه جنازه کوي چې د دې هفتې په لومړيو کې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې مړ موندل شوی و. [عبدل مجيد/ ای ايف پي]

پاکستاني مسلمانان د نومبر په ۱۵ مه د پیښور د پوليسو د سپرنټنډنټ طاهر خان داوړ غايبانه جنازه کوي چې د دې هفتې په لومړيو کې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې مړ موندل شوی و. [عبدل مجيد/ ای ايف پي]

د خیبر پښتونخواه ګورنر شاه فرمان، د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان، د کورنیو چارو وزیر شهریار آفریدي او د خيبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود او نورو چارواکو په جنازه کې ګډون وکړو.

'یو زړور پولیس افسر'

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ یو خپل زړور افسر له لاسه ورکړی دی. هغه زياته کړه چې د خیبرپښتونخواه پولیس د پاکستان لپاره د داوړ په خدمت فخر کوي."

د خیبر پښتونخواه د پوليسو پخوانې انسپکټر جنرل ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وویل، "د هغه مرګ یو لوی زیان دی. هغه يو زړور پوليس افسر و."

د پوليسو سينير سپرنټنډنټ سجاد خان، چې په پېښور او بنو کې د هغه سينير و، وویل، "هغه غیر معمولي زړه ور و او د دې له کبله په هغه څو ځله ډزې او بريدونه وشول."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په دوو ځانمرګي چاودنو کې د بچ کيدو سره، هغه یو ځل په بنو کې په ډزو ويشتل شوی و."

قيصر خان، چې په پېښور کې يو ژورناليسټ دی، وویل، "داوړ چې به چيرته هم تعينات شو، نو هلته کې به په خبرونو کې راتلو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د نورو پوليس افسرانو برعکس د هغه د مرګ خبر په پراخه کچه خپور شوی دی."

خان وويل، داوړ د خپلې قبيلې نه د افسرانو يوه اتحاديه جوړه کړې چې د بيوزلو قومونو سره مرسته وکړي او د خپلې سيمې د پرمختګ لپاره کار وکړي.

هغه وويل، "هغه د بېوزلو خلکو د تعليم ملاتړ کولو او تل به يې د خپلو قبايلي ملګرو سره مرسته کوله کله چې به هغوی ته ضرورت و."

د انصاف غوښتنه

د ژوند د هرې طبقې وګړو او سياستدانانو د داوړ د وژلو غندنه کړې ده.

امير حیدر هوتي، چې د قومي اسمبلۍ غړی دی او په خیبر پښتونخواه کې د عوامي نيشنل پارټۍ صوبايي صدر دی، په يو بيان کې وويل، " مونږ په ټوله خيبر پښتونخواه کې د احتجاج غوښتنه کړې چې د زړور طاهر داوړ د وحشيانه وژلو غندنه وکړو او د دې پر ضد احتجاج وکړو."

دا احتجاجونه د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۷مه) ټاکل شوي دي.

د پاکستان مسلم ليګ سنيټر محمد جاوید عباسي سنيټ ته وویل، "د ترهګرو په ړاندې د اقداماتو او د هغه د زړورتيا له کبله حکومت باید دغه پولیس افسر ته د زړورتیا تمغه ورکړي او تحقیقات وکړي چې څنګه هغه د مرکزي ښار نه وتښتول شو او وروسته د پولې هاخوا مړ وموندل شو."

نورو سنيټرانو هم غوښتنه وکړه چې وزير اعظم عمران خان او حکومت دېد دې پېښې په اړه تفصيلي رپوټ وړاندې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار آفریدي په پيښور کې د پنجشنبې په ورځ په يو پريس کانفرنس کې وويل چې د طاهر داوړ وژونکي به ژر تر ژره سزا ترلاسه کړي.

هغه وويل، "موږ به وزير اعظم ته تفصيلي راپور وړاندې کړو. قاتلان که هر چيرته وي، هغوی به سزا ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب