روغتیا

یوګا او د خندا علاج د ډیره اسماعیل خان د اوسیدونکو سره مرسته کوي چې د صدمې نه خلاصی ترلاسه کړي

د عديل سعيد لخوا

یو کس د اکتوبر په میاشت کې په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان یوګا کونسل لخوا په يو کلاس کې د يوګا مشق کوي چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د قربانيانو سره مرسته وکړي چې دوی د خپګان او ټراما نه خلاصی ترلاسه کړي. [پاکستان یوګا کونسل]

یو کس د اکتوبر په میاشت کې په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان یوګا کونسل لخوا په يو کلاس کې د يوګا مشق کوي چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د قربانيانو سره مرسته وکړي چې دوی د خپګان او ټراما نه خلاصی ترلاسه کړي. [پاکستان یوګا کونسل]

پيښور -- د ډيره اسماعيل خان، يا ډي آی خان، اوسيدونکي، د فشار، خپګان او نورو ذهني مسلو، چې د څو کلونو تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوي وې، نه د خلاصي لپاره د یوګا او خندا د علاج مشق کوي.

وسيم اکبر، چې په ګومل يونيورسټۍ کې د ژورنالیزم ډیپارټمنټ چيرمين او په ښار کې د يوګا کلب مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د عشرو راهیسې د فرقه ایزو تاوتریخوالي او هدفي وژلو اوږدې څپې له کبله، د ډیره اسماعیل خان اوسيدونکي د ډيرې ويرې او خپګان په حالت کې ژوند کولو."

"ډي آی خان، چې په خیبر پښتونخواه کې يو ګنجان آباد ښار دی او ۱.۶ ميلیونه آبادي لري، د تیرو دريو لسیزو راهیسې د فرقه ایز تاوتریخوالي په حال کې پاتې شوی دی."

د نومبر په ۳ مه د بي بي سي اردو سروس د يو راپور له مخې، یوازې سږ کال، په ښار کې نږدې ۴۰ هدفي وژنې رامنځته شوي دي.

په ډیره اسماعیل خان کې د یوګا کلب ګډونوال د اکتوبر په میاشت کې د ورزشونو د برخې په توګه د خندا د علاج مشق کوي چې د هغه خپګان او ذهني فشار نه خلاصی ترلاسه کړي کوم چې دوی د عشرو راهيسې د ترهګرۍ له امله ترلاسه کړی و. [د پاکستان یوګا کونسل]

په ډیره اسماعیل خان کې د یوګا کلب ګډونوال د اکتوبر په میاشت کې د ورزشونو د برخې په توګه د خندا د علاج مشق کوي چې د هغه خپګان او ذهني فشار نه خلاصی ترلاسه کړي کوم چې دوی د عشرو راهيسې د ترهګرۍ له امله ترلاسه کړی و. [د پاکستان یوګا کونسل]

مثبت بدلون

اکبر وضاحت وکړو، "د یوګا ورزش د پیلولو خيال زما ذهن ته هغه وخت راغې کله چې ما په ۲۰۱۵ کال کې د خپل ملګري کرنل (ریټايرډ) خالد علي ضياء، سره خبرې اترې کولې. ضياء د ډي آی خان اوسيدونکی دی او په لاهور کې د پاکستان يوګا کونسل مشري کوي."

هغه وویل، "د دغو ابتدايي خبرو اترو پر بنسټ، موږ دواړو پریکړه وکړه چې په حق نواز پارک کې د یوګا کلاسونه پیل کړو چې د ښار هغه اوسیدونکو ته سکون ورکړو کوم چې د خپلو عزيزانو د مرګ له امله په صدمه او فشار کې اخته دي."

هغه وويل، په پيل کې دا ډيره عجيبه وه چې ناشنا ورزشونه وکړو او د خلکو په مخکې په زوره خندا وکړو. هغه زياته کړه، "لږ وروسته موږ په خپل صحت او چلند کې مثبت بدلون محسوس کړو."

په پيل کې د خلکو کم ګډون يوه مسله وه ځکه چې لږ خلک په دغه ورزشونو کې ښکیل ول، خو وروسته د خلکو شمير زيات شو.

هغه وويل، "اوس موږ د ۴۰۰ نه زيات نارينه غړي لرو چې په ښار کې په شپږو مختلفو کلبونو کې د يوګا ورزشونه کوي." "دا غړي د هر عمر ګروپونو لکه د مشرانو، ځوانانو او حتی د نابالغه کسانو سره تړاو لري."

سږ کال دې کلب د ښځو لپاره د یوګا کلاسونه پیل کړل.

اکبر وویل، "د کلب د ښځینه غړو شمير د ۷۰ او ۸۰ تر مینځ دی، چې په هغه ښار کې یوه هڅونکي نښه ده چيرته چې ښځې د ټولنیزو بندیزونو له امله په کورونو کې دننه پاتې کيږي."

د ټراما او ترهګرۍ نه خلاصی ترلاسه کول

د یوګا او د خندا د علاج کارپوهان د دې کلاسونو د ګټې تشریح کوي.

مقيل عباس، چې په ښار کې د يوګا کلب غړی دی، وويل، "زما او زما د کورنۍ لپاره ژوند بې معني شوې ځکه چې موږ د خپلې کورنۍ د ۲۲ غړو په وینو لت پت لاشونه لیدلې دي چې په ۲۰۰۸ کال کې په يو هسپتال کې په يو ځانمرګي برید کې وژل شوي ول."

په دې بريد کې، چې شیعه مسلمانان يې په نښه کړي ول، د عباس د ۱۱ کالو ورور په شمول ۳۲ پاکستانيان وژل شوي ول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "په یوګا کلاسونو کې ګډون کولو زما سره مرسته وکړه چې عادي حالت ترلاسه کړم، ځکه چې زما ژوند د غم او خفګان نه ډک و."

وکيل شعيب عليزۍ، چې د ډې آی خان اوسيدونکی دی او په خيبر پښتونخواه کې د پاکستان يوګا کونسل صدر دی، وویل، "دا ډول علاجونه بايد په ټولو لویو ښارونو کې پيل کړی شي، ځکه چې په هیواد کې نفسياتي بيمارۍ زياتې دي چيرته چې ترهګري شتون لري او چيرته چې اوسیدونکو په تیرو لسیزو کې تباهي لیدلي ده."

هغه وويل، ګډونوال د يوګا څخه ډېره ګټه پورته کوي. هغه زياته کړه چې هغه د هغه کسانو په چلند او روغتيا کې ښه والی ليدلی دی چې په دې کې برخه اخلي.

د عليزۍ په وینا، پاکستان یوګا کونسل وړيا کلاسونه چمتو کوي چې لومړنۍ موخه يې دا ده چې د قربانيانو سره مرسته وکړي چې د ټراما او خپګان نه خلاصی ترلاسه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ یوازینی فيس زموږ د هیوادو د هغه خلکو په مخونو خندا ده چې د تاوتریخوالي او تروریستي بریدونو لخوا زيات ځپل شوي دي."

خندا تر ټولو غوره دوايي ده

میرمن شعيب عليزۍ، چې د ښځو په یوګا کلب کې يوه ښوونکي ده او غواړي چې خپل نوم پټ وساتي، پاکستان فارورډ ته وويل، ښځې هم د نارینوو په څير د ورته مسلې سره مخامخ دي، خو دا مشکله ده چې هغوی وهڅوو چې د خپلو کورونو نه د ورزش او علاج لپاره راووځي.

هغې وويل، د يوګا او خندا علاج د تروريزم نه بچ پاتې شويو ښځو سره مرسته کړې چې د ټراما نه خلاصی ترلاسه کړي.

هغې وويل، "موږ به په کور کې [یوګا] کوله، خو کله چې زموږ غړي زیات شول، نو موږ د ډی آی خان ټاون هال ته لاړو، کوم چې د ښځو لپاره ساتل شوی دی."

په پیښور کې د نفسياتو ډاکټر، خالد مفتي، وویل، "د خندا علاج د خوشحالۍ او يا د فکر د نفسياتو يو قسم دی، چې د خپګان لپاره د علاج په توګه کار کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په پاکستان کې د تروریزم په وړاندې اوږد مهاله جګړې د هیواد زياتره خلک په صدمه کې اخته کړي دي.

مفتي وويل، "د ترهګرۍ اړوندو پیښو وروسته اثراتو زموږ هیوادوال ذهني بيماران کړي دي، چې په هغوی کې يې مختلف قسم ذهني بيمارۍ لکه د صدمې نه وروسته فشار او خپګان رامنځته کړي دي."

"د یوګا ورزشونه، د خندا علاج، مراقبه او نور جسماني ورزشونه د هغه خلکو سره زياته مرسته کوي کوم چې د خپګان او فشار سره مخامخ وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500