روغتیا

خیبر پښتونخواه قبایلي سيمو ته روغتیایي پروګرام غځوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو قبایلي کس د خیبر پښتونخواه په پيښور کې په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د نومبر په لومړۍ نیټه د وړیا علاج لپاره د صحت انصاف کارډ (ايس آی سي) ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

یو قبایلي کس د خیبر پښتونخواه په پيښور کې په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د نومبر په لومړۍ نیټه د وړیا علاج لپاره د صحت انصاف کارډ (ايس آی سي) ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پیښور - د خیبر پښتونخواه حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې خپل صحت سهولت پروګرام (ايس ايس پي)، چې بېوزلو خلکو ته وړیا روغتیایي پاملرنه وړاندې کوي، نوي ضم شوي قبایلي ضلعو ته وغځوي.

د خیبر پښتونخواه د روغتیا وزیر هشام انعام الله خان پاکستان فارورډ ته د نومبر په ۸ مه وویل، "موږ پریکړه کړې چې دغه پروګرام پخوانۍ فاټا [د وفاق د انتظام تر لاندې قبايلي سيمې] ته وغځوو چې د شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعو خلکو ته وړیا روغتیایي خدمت وړاندې کړو."

ايس ايس پي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په خیبرپښتونخواه کې پیل شوې و، ۶۹٪ وګړو ته روغتیایی پاملرنه وړاندې کوي. تراوسه پورې، په ۱۱۰ ټاکل شویو عامه او خصوصي هسپتالونو کې ۱۴۸،۰۰۰ ناروغانو علاج ترلاسه کړی دی. د خیبرپښتونخواه حکومت د دې پروګرام له پیل راهیسې ۳۰ ميلیونه ډالره (۴ ملیارده روپۍ) خرچ کړي دي.

دا پروګرام په خیبرپښتونخواه کې ټولټال ۲.۴ ميلیونه کورنو ته دا خدمت وړاندې کوي، چیرته چې د یوې کورنۍ اته کسه غړي د طبي خدماتو مستحق دي.

خان وويل، "د شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعې ټاکل شوي دي، ځکه چې دا ضلعې د ترهګرۍ له امله ويجاړي شوي دي."

علاج ته لاس رسي ښه کول

د وفاق د روغتیا وزیر، عامر کیاني، له مخې، د دې نوښت نه به د دوو ضلعو ۶۹٪ وګړي ګټه پورته کړي، چې دا د هغه فيصدۍ په څير ده چې په خیبرپښتونخواه کې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، کارکونکي سروی ترسره کوي چې د ايس ايس پي لپاره احتمالي ګټه اخیستونکي په ګوته کړي، چیرته چې به هره ( مستحقه] کورنۍ صحت انصاف کارډ (ايس آی سي) ترلاسه کړي.

هغه وويل، دا معلومات به د ملي ډیټابیس د رجسټريشن ادارې (نادرا) سره لينک کړی شي څو دا يقيني کړی شي چې هغه کسان د دې خدماتو نه ګټه پورته نه کړي کوم چې د ترهګرو سره اړیکې لري.

کياني وويل، "دا د ملي عمل پلان خلاف خبره ده چې تروریستانو ته علاج چمتو کړو، نو له همدې کبله، د هر يو کس په اړه به معلومات د قانون پلي کونکو ادارو سره شریک شي."

د ۲۰۱۷ کال د سرشمیرنې له مخې، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ترتیب سره ۵۴۳،۲۵۴ او ۶۷۹،۱۸۵ آبادي لري.

کیاني وویل، "موږ د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یوه ستراتیژي جوړوو." "موږ به د بینظیر انکم سپورټ پروګرام لخوا چمتو شوي معلوماتو پر اساس ګټه اخیستونکي غوره کړو، او هر هغه کورنۍ به په دې پروګرام کې شامله شي چې د ۴ آمریکایي ډالرو [۵۳۵ پاکستانۍ روپۍ] نه کم عواید لري."

د خیبرپښتونخواi د روغتیایي خدماتو ډايريکټر جنرل ارشد خان پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ به دا پروګرام په پخوانۍ فاټا کې پلي کړو ... او هلته کې به د روغتيا مرکزونه ښه کړو. ناروغان به په سترو خصوصي او عامه روغتونونو کې خدمات ترلاسه کړي."

هغه وويل، قبایلي آبادي د وسله والو لخوا ځپل شوي ده، چې نه یوازې يې د روغتیا او تعلیمي مرکزونه ويجاړ کړي بلکې ډاکټران يې هم وژلي او هغه کورونو ته يې ګواښونه ورکړي کوم چې غواړي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو په څير بيمارو خلاف واکسین ورکړي.

خان وويل، ايس ايس پي به ځايي اوسيدونکو ته توان ورکړي چې د خپلې خوښې په هسپتالونو کې ښه علاج ترلاسه کړي.

ډاکټر جواد علي، چې په جنوبي وزيرستان کې يو خصوصي طبي ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، چې ايس ايس پي په خيبر پښتونخواه کې بريالي ثابت شوې او هغه هيله لري چې د قوم غړي به وړيا علاج ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، "دلته زياتره اوسيدونکي توان نه لري چې د زيات لګښت او پېښور ته د سفر کولو له کبله ځانګړی علاج ترلاسه کړي، خو دوی به اوس د مالدارانو په څير خدمات ترلاسه کړي."

علي زياته کړه، د وړیا علاج سربیره، ښځینه ناروغان به پيښور ته د سفر کولو لپاره ۴۰ آمريکايي ډالره [۵،۳۰۰ پاکستانۍ روپۍ] ترلاسه کړي.

د ترهګرۍ مناسب ځواب

ډاکټر عبدل کريم، چې د مير علي، شمالي وزیرستان سیمې د غاښونو يو ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د ترهګرۍ اوږدې څپې په پخوانۍ فاټا کې روغتيايې پاملرنه په جدي ډول متاثره کړې وه.

هغه وويل، "موږ ۹۷۹ روغتیایی مرکزونه لرو او ۸،۷۹۶ کارکونکي لرو، خو کارکونکو، په ځانګړي توګه ښځينه کار کوونکي او ډاکټرانو، د امنيتي وجوهاتو له کبله نه غوښتله چې دلته کار وکړي." هغه زیاته کړه، "ايس ايس پي د ځایی خلکو لپاره رحمت دی او د ترهګرۍ په وړاندې د ودريدو له کبله د هغوی لپاره يو انعام دی."

هغه وويل، په پخوانۍ فاټا کې د ښځو او ماشومانو روغتيايي حالت ډېر نازک دى، خو د صحت انصاف کارډ وېش به ښځو، ماشومانو او نورو ته توان ورکړي چې په هسپتالونو کې علاج ترلاسه کړي.

ډاکټر پرويز خان، چې د فاټا د روغتیا پخوانې ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د دې پروګرام موخه د عامو خلکو او د روغتیايی سیسټم په وړاندې د جنګیالیانو بريد ختمول دي.

خان وويل، "د اوو قبايلي ضلعو د ۶ ميليونو نه زيات خلک د ترهګرو له خوا د رامنځته شوي وضعيت له کبله ډير زيات ځپل شوي دي." دا د هغو وسله والو لپاره یو مناسب ځواب دی چې غوښتل يې چې د روغتیا د برابرولو پروسه ګډه وډه کړي."

هغه زياته کړه، حکومت باید د خیبر پښتونخواi ټوله آبادي -- نه یواځې بې وزله -- په دې کې شامله کړي او ځایي روغتیایی مرکزونه او د خدماتو برابرول پیاوړي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډيره د مايوسۍ خبره ده چې تاسو دا فضول مواد خپروئ او د دې نړیوال نيوز سايټ قدر ته زيان رسوئ

ځواب