جرم او انصاف

د خیبرپښتونخواه پولیس د جرم او بنياد پرستۍ سره په مبارزه کې ځوانان بوخت کوي

د جاويد خان لخوا

په پيښور کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جمیل الرحمان د نومبر په ۱۰ په ملک سعد شهيد پوليس لينونو کې د پوليسو او ځوانانو ترمنح په مباحثه کې د طالب علمانو سره خبرې اترې کوي [جاوید خان]

په پيښور کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جمیل الرحمان د نومبر په ۱۰ په ملک سعد شهيد پوليس لينونو کې د پوليسو او ځوانانو ترمنح په مباحثه کې د طالب علمانو سره خبرې اترې کوي [جاوید خان]

پېښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) ګڼ شمير ځوان استازي په صوبه کې د پوليسو د سينير افسرانو سره د خبرو اترو يوه غونډه ترسره کړه،چې د دې ځواک د هڅو په اړه معلومات ترلاسه کړي او دوی د افراطيت، جرم او نشه يي توکو سره د مبارزې ژمنه کوي.

دغه استازو، چې د خیبر پښتونخواه د پيښور د مختلفو تعلیمي ادارو نارینه او ښځینه زده کونکي پکې شامل ول، په لومړي ځل "د پولیسو او ځوانانو ترمنځ د خبرو اترو" په يوې غونډه کې ژمنه وکړه. دا غونډه د نومبر په ۱۰ مه په ملک سعد شهيد پولیس لينونو کې ترسره شوه.

د زده کوونکو ګڼ شمير ډلو، چې د مختلفو کالجونو، سکولونو او يونيورسټو ښوونکو د هغوی مشري وکړه، د پنځو ګهنټو په دې پروګرام کې ګډون وکړو. په دې پروګرام کې يو نمايش شامل و.

زده کونکو د پولیسو ځواک د مختلفو يونټونو، د بم شنډلو يونټ، په ښار کې د ګشت د پولیسو، د چټک غبرګون څانګې او د معلوماتي ټیکنالوژي يونټ او همدارنګه د مختلفو سپکو او درنو وسلو او د سرتيرو لپاره د وسله وال ګاډو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د پوليسو افسرانو يوه ډله د نومبر په ۱۰ مه د پوليسو او ځوانانو ترمنح په مباحثه کې د طالب علمانو سره خبرې اترې کوي. [جاوید خان]

د پوليسو افسرانو يوه ډله د نومبر په ۱۰ مه د پوليسو او ځوانانو ترمنح په مباحثه کې د طالب علمانو سره خبرې اترې کوي. [جاوید خان]

په پیښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) قاضي جمیل الرحمان، د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (ايس ايس پي) جاويد اقبال او ایس ایس پی تحقیقات، نثار احمد خان له نورو افسرانو او طالب علمانو سره په کوچنیو ګروپونو کې وکتل چې په تيرو څو کالو کې د جنايتکارانو، د نشه يي توکو سوداګرو او ترهګرو په وړاندې د پولیسو د اقداماتو په اړه هغوی ته معلومات ورکړي.

رحمان پاکستان فارورډ ته وویل،ځوانان د جرم، ترهګرۍ، مخدره موادو او په ټولنه کې د نورو جرمونو په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لوبولی شي... دوی نه یوازې زمونږ د هڅو په اړه معلومات ترلاسه کړل بلکې دوی دا هم زده کړل چې څنګه به دوی خپل رول ولوبوي.

هغه وويل، د ځوانانو غبرګون ډېر ښه و.

هغه زياته کړه، "هغوى نه يوازې د افراطيت، جرم او نشه يي توکو په وړاندې خپل بشپړ ملاتړ يقيني کړو، بلکې په معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو برخو کې يې پوليسو ته خپل خدمتونه هم وړاندې کړل."

په ټولنه کې سوله يقيني کول

د رحمان د وينا له مخې، د دې غونډې موخه په ځوانانو کې پوهاوي رامنځته کول و چې څنګه به دوی په ټولنه کې د سولې په رواستلو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، "د مختلفو سکولونو او کالجونو زده کونکو ته د عامه دوستانه پولیسۍ، د شخړو د حل کولو شوراګانو له لارې د اختلافاتو حل کولو او د پولیسو د مرستې د لینونو او پولیسو ته د لاسرسۍ خدماتو له لارې د وګړو سره د مرستې لپاره د اخیستل شوي ګامونو په اړه معلومات ورکړل شول."

هغه نوټ کړه، "زده کوونکو ته وویل شول چې په دې ځواک کې دننه چاپیریال دوروستي اصلاحاتو له امله ډیر ښه شوی دی، په داسې حال کې چې د پوليسو کارکردګي وروسته له هغې ښه شوه کله چې د پولیسو افسرانو ښه ټريننګ او جديد ټکنالوژي او وسلې ترلاسه کړې."

ايس ايس پي آپريشنز اقبال پاکستان فارورډ ته وويل، د دې پروګرام موخه "د ځوانانو او ځواک تر مینځ همغږۍ ته وده ورکول و" ځکه چې دا به جنایي عناصر په غیرقانوني فعالیتونو کې د ښکیلولو نه منع کړي.

هغه وويل، ځوانانو د پوليسو د هڅو په اړه پوهه ترلاسه کړه چې د هغه نشه يي توکو د سوداګرو تعقيب وکړي کومو چې تعليمي ادارې او ځوانان په نښه کړي دي.

اقبال وويل، "زده کونکي د يونيورسټو، کالجونو او هاسټلونو په شاوخوا کې د نشه یي توکو د سوداګرو په وړاندې د پولیسو د هڅو نه خوشحاله ول."

تفاهم ښه کول

کرن شاه، چې د ښځو لپاره په جناح کالج کې يوه طالب علمه ده او په دغه پروګرام کې يې ګډون کړی و، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا په ریښتیا سره يوه حيرانونکي غونډه وه چې موږ یې پوهه کړو چې څنګه ... د خیبرپښتونخواه پولیسو د عصري ټکنالوژۍ کارولو او د خلکو او پولیسو تر مینځ د پوهې د ښه کولو له لارې د جرم د ختمولو لپاره خپلې لارې بدلې کړي دي."

خضر حيات، چې په اقرا يونيورسټۍ کې يوه طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا پیښه ډیره معلوماتي وه، او ما د دې نه ډیر خوند واخیستو."

حليمه خان، چې د پيښور يوه بله طالب علمه ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا ډيره ښه خبره وه چې د خپل ښار د پوليسو په اړه مو معلومات ترلاسه کړل." "دې پروګرام مونږ ته د اطمینان احساس راکړو چې زموږ ټولنه په خوندي لاسونو کې ده، او موږ هيله لرو چې د خبرو اترو نورې ډيرې غونډې به ترسره شي."

نرګس اکرام، چې د ښځو لپاره په جناح کالج کې ښوونکي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا يو ستر نوښت و چې په ښار کې د جرمونو په کمولو کې ځوانان ښکیل کړي."

هغې وويل، په نمايش کې د پوليسو لخوا د پرمختللي معالوماتي ټکنالوژۍ کارول اغېزمن و. هغې زياته کړه چې هغه هيله لري چې نور داسې پروګرامونه به نه يوازې په پېښور بلکې په نورو ښارونو کې هم ترسره شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500