تروريزم

د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخواه د پولیسو تښتول شوی چارواکی په افغانستان کې مړ وموندل شو

د جاويد خان لخوا

طاهرخان داور (ګس اړخ ته) په دې تصوير کې په پیښور کې د محمد طاهر، چې د خيبر پښتونخوا د پولیسو پخوانې انسپکټر جنرل و، سره روغبړ کوي. [د کی پي پولیس]

طاهرخان داور (ګس اړخ ته) په دې تصوير کې په پیښور کې د محمد طاهر، چې د خيبر پښتونخوا د پولیسو پخوانې انسپکټر جنرل و، سره روغبړ کوي. [د کی پي پولیس]

پیښور -- ځايي رسنیو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳ مه) راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه (کی پي) د پولیسو يو سينير افسر، چې تیره میاشت په اسلام آباد کې تښتول شوی و، په افغانستان کې مړ وموندل شو.

د پېښور د پوليسو سپرنټنډنټ (ايس پي) طاهر خان داور په اسلام آباد کې، چیرته چې هغه د لنډې چهټۍ لپاره تللی و، د اکتوبر په ۲۶ مه وتښتول شو.

امنیتي ځواکونو کار کولو چې په خوندي توګه د هغه بیرته ستنیدل يقيني کړي، خو ځايي رسنيو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړو چې ترهګرو هغه په افغانستان کې وژلی دی.

هیڅ رسمي تبصره نشته

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دوی کار کوي چې د دې راپورونو تصديق وکړي.

د راپورونو له مخې، طاهرخان داور، چې د خیبرپښتونخواه د پولیسو وژل شوی افسر دی، د اګست په میاشت کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جمیل الرحمان او د پولیسو سينير سپرنټنډنټ جاوید اقبال نه پروموشن ترلاسه کوي. [د کی پي پولیس]

د راپورونو له مخې، طاهرخان داور، چې د خیبرپښتونخواه د پولیسو وژل شوی افسر دی، د اګست په میاشت کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جمیل الرحمان او د پولیسو سينير سپرنټنډنټ جاوید اقبال نه پروموشن ترلاسه کوي. [د کی پي پولیس]

د خیبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدين خان محسود پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ لا اوس په دې اړه تبصره نشو کولی." "موږ له افغانستان سره د اړوندو ادارو له لارې اړیکې لرو."

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، پاکستان فارورډ ته وویل، "تر اوسه پورې د دې تایید نه دی شوی." "موږ د مختلفو سرچینو له لارې د دې تایید کوو."

د جیو نیوز له مخې، د بهرنيو چارو وزير شهر يار خان آفريدي وويل، "دا د ملي امنیت او د یو کس د ژوند مسله ده او په خلاص فورم کې په دې بحث نه شي کيدی."

البته، خیبر نیوز په يو ټويټ کې وويل چې افغان حکومت په تورخم پوله باندې د داور لاش پاکستاني چارواکو ته سپارلی او دوی به دا پیښور ته منتقل کړي.

د لاسو ليکل شوی پيغام

د راپورونو له مخې، د داور په لاش کې په پښتو ژبه کې د لاسو لیکل شوی يو پيغام وموندل شو.

د راپورونو له مخې، په دغه پيغام کې ويل شوي چې طاهر داور دا سزا ترلاسه کړه ځکه چې هغه زموږ ډیر کسان نیولي او وژلي ول. په دې پيغام کې د داعش خراسان څانګې ته هم اشاره شوې ده.

که څه هم، داعش په رسمي توګه د دې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

قسمت ملګرتيا ونه کړه

داور په ګڼ شمير ترهګريزو بریدونو کې بچ پاتې شوی و، چې په دې کې د خیبرپښتونخواه په بنو ضلع کې دوه ځانمرګي بریدونه شامل وو، چې هغه په کې ژوبل شوی و.

هغه کسان، چې هغه يې پيژندلو، د ممکنه خبرونو سره لاس و ګریوان دي.

سليم الله داور، چې د وزیرستان قومي محاذ ټولنې مشر دی، آمریکا غږ ته وویل، په سوشل ميډيا باندې د لاش يو تصوير د داور و.

د خیبر پښتونخواه اسمبلۍ غړی او د عوامي نیشنل پارټۍ مشر سردار حسین بابک په یو بيان کې د دې غندنه وکړه، خو د داور د قتل تاييد يې ونه کړو او ويې وويل، "د خيبر پښتونخواه پوليسو د ترهګرۍ په وړاندې بې مثاله قربانۍ ورکړي دي."

محسن داور، چې د شمالي وزيريستان نه د قومي اسمبلۍ غړی دی، په يو ټويټ کې وويل، "کله چې ما دا واوريدل چې ايس پي طاهر داور وژل شوی دی، نو ډير خفه شوم." "په روښانه توګه د 'ښه' او 'بد' طالبانو ډرامه به نور کار ونه کړي."

هغه وويل، "موږ د ځوابونو غوښتنه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500