امنیت

د داعش ډیر کم بهرني جنګیالي عراق او سوریه ته ځي

د خالد التايي لخوا

د داعش د یو ویډیو سکرين شاټ، چې د اکتوبر په ۳۰ مه خپور شوې و، د دغې ډلې جنګیالي په یو نامعلومه ځای کې ښیي. [فايل]

د داعش د یو ویډیو سکرين شاټ، چې د اکتوبر په ۳۰ مه خپور شوې و، د دغې ډلې جنګیالي په یو نامعلومه ځای کې ښیي. [فايل]

چارواکو وویل، بهرني جنګیالي اوس هم عراق او سوریې ته ځي چې د داعش په لیکو کې وجنګیږيږي، خو د هغوی شمېر ډېر کم شوی دی، او ډير چانس شته چې ونیول شي.‌

عراقي چارواکو وویل، عراق ته د راتلونکو جنګیالیو په شمېر کې کموالی د عراقي ځواکونو او نړیوال ایتلاف له درنو عملیاتو څخه وروسته د داعش د ويجاړيدو یوه مستقیمه نتیجه ده، او دا د دغې ډلې د تمویل د سرچينو د په نښه کولو د ستراتیژۍ د بریا یوه نښه ده.

د متحده آیالاتو مرکزي کمانډ د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۶ مه) په يو بيان کې وويل، چې ايتلافي ځواکونه په دوامداره توګه په سوریه او عراق کې د داعش پاتې ډلو ته ګوزار ورکوي. په دغه بيان کې راغلي چې ايتلافي ځواکونو د نومبر په ۳ مه په سوريه کې د داعش په وړاندې ۲۸ بريدونه او ۴۴ عمليات ترسره کړل. په دغه بريدونو کې درې مرکزي ودانۍ او د داعش نورې ودانۍ او او وسايل تباه شول.

د متحده آیالاتو د پوځ ګډ مشر جنرل جوزف ډنفورډ د اکتوبر په مياشت کې وویل، د داعش سره د يوځای کيدو لپاره سوریې ته د بهرنیو جنګیالي په دوامداره توګه ځي، خو شمير یې ډير کم شوی دی.

عراقي ځواکونه د نومبر په ۲۵ مه په صلاحدين صوبه کې مخ پر وړاندې روان دي، په داسې حال کې چې دوی هڅه کوي چې داعش وسله وال له منځه وېسي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

عراقي ځواکونه د نومبر په ۲۵ مه په صلاحدين صوبه کې مخ پر وړاندې روان دي، په داسې حال کې چې دوی هڅه کوي چې داعش وسله وال له منځه وېسي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

هغه وویل، د نوي راتلونو کسانو شمير د میاشتې نږدې ۱۰۰ دی، چې دا د درې کاله مخکې په مياشت کې ۱۵۰۰ و.

که څه هم چې د نویو راتلونکو کسانو شمير ډير کم شوی دی،‌ خو ډنفورډ په دې ټينګار وکړو چې د داسې هڅو دوام وکړو چې د داعش د ایډیالوژۍ نفوذ ختم کړو او "بهرني جنګیالي په ګوته کړو، په هغوی مقدمه وچلوو، د افراطیت نه يې راوګرځوو او بيرته يې د ټولنې سره يو ځای کړو."

د عراق د دفاع وزارت ویاند، ميجر جنرل تحسین الخفجي، دیارونا ته وویل، "هغې ډلې ته اوس شکست ورکړل شوی دی، چې مخکې يې ادعا کړې وه چې دې ته شکست نه شي ورکړل کيدی." د داعش عناصر اوس "زمونږ د ځواکونو تر سخت فشار لاندې دي، چې د هغوی تعقيب کوي او په امنیتي عملیاتو کې يې په نښه کوي."

زيات سرحدي امنیت

الخفجي وویل چې عراقی ځواکونه د سرحد د کنټرول لپاره په "مثالي" هڅو کې ښکیل دي او د داعش د نفوذ مخه نیسي.

هغه وويل، "د هغه ترهګرو کم شمير، چې عراق ته ځي، د دې امنيتي هڅو له امله دی چې د پولې ساتنه وکړي او د نفوذ کوونکو شمېر کم کړي."

هغه وویل، عراقي ځواکونه له نړیوال ایتلاف سره د داعش د پټنځایونو او تګ راتګ په اړه استخباراتي معلومات شريکوي، او ایتلاف يې د نفوذ د مخنیوي لپاره د بيړني مداخلت له لارې مرسته کړې ده.

هغه وويل، دا ټول مهم فکتورونه عراق ته د بهرنيو جنګياليو د راتګ مخه نيسي.

الخفجي وويل، "عراق هڅه کوي چې خپله استخباراتي وړتیا پیاوړي کړي چې د ټولو اړوندو امنیتي ادارو تر منځ همغږي زياته کړي او د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د ترهګرو شتون په بشپړه توګه له منځه يوسي."

هغه وويل، په دې میاشت کې په انبار، نيناوا او دیالا صوبو کې امنیتي عملیاتو د داعش په سلګونو عناصر وژلي او یا يې نیولي دي او د داعش د ۱۰۰ نه زيات پټنځايونه او غارونه او د ۱۰۰ نه زيات ګاډي یې تباه کړي دي.

کميدونکی شمير

د ستراتیژیکو او سیاسي چارو څېړونکي عامر السیدي دیارونا ته وویل، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال تر منځ له ۲۰،۰۰۰ څخه ډير بهرني جنګیالي په عراق او سوریه کې له داعش سره یوځای شول.

هغه وویل، خو د موجوده اټکلونو له مخې، دا وخت په عراق کې له ۱۵۰۰ نه زيات ځایي او بهرني جنګیالي نه دي پاتې، او په سوریه کې دا شمير د ۵،۰۰۰ نه کم دی.‌

السیدي وویل، "دا د پام وړه لاسته روړنه د آزادۍ د هغو جنګونو له کبله ده چې زمونږ ټول ځواکونه په کې د داعش پر ضد په جګړه کې بوخت دي او د پوځي ملاتړ، يعنې د نړیوال ایتلاف ملاتړ، له کبله ده."

هغه زیاته کړه، دا ډله کمزورې شوه، ځکه چې د دې د تمویل سرچينې په نښه شوې او د دې د عناصرو له نږدې څخه څارنه وشوه.

امنیتي شنونکي جاسم هنون دیارونا ته وویل، "تر ټولو زيات زیان، چې داعش ترلاسه کړی و، د نړیوال ملاتړ له کبله دی."

هغه وویل، "د ملکي وګړو پر وړاندې د سخت جرمونو او د جعلي ادعاګانو نه وروسته، خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو له دغه ګروپ نه ډډه کړې ده."

هنون وویل، یوازې يو څو کاله مخکې، د عرب، يورپ او د ايشيا د ۱۰۰ هيوادونو نه زيات رضاکاران او استخدام شوي کسان د داعش سره يو ځای شوي ول.

هغه وویل، "نن ورځ، استخدام کم شوی او ترهګر د دغې ډلې سره یو ځای کيږي." "مونږ وينو چې تروريستي عناصر د عراق او سوریې نه بيرته خپلو اصلي هېوادونو ته راځي."

هغه وويل، "د داعش عناصر مایوسه او تقسيم دي، او د دوی خاتمه نژدې دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500