جرم او انصاف

خیبر پښتونخواه قبایلي سیمو ته پولیسي غځوي

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخواه (کی پي) په پیښور کې یو پولیس د نومبر په ۳ مه په رينګ روډ باندې چمتو ولاړ دی. خیبر پښتونخواه به ډیر ژر په قبايلي سیمو کې خپل پولیس ځای پر ځای کړي چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخواه سره ضم شوي دي. [جاوید خان]

د خیبر پښتونخواه (کی پي) په پیښور کې یو پولیس د نومبر په ۳ مه په رينګ روډ باندې چمتو ولاړ دی. خیبر پښتونخواه به ډیر ژر په قبايلي سیمو کې خپل پولیس ځای پر ځای کړي چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخواه سره ضم شوي دي. [جاوید خان]

پیښور -- خیبر پښتونخواه (کې پي) چمتو دی چې هغو قبایلي سیمو ته منظم ملکي پولیس وغځوي چې په دې وروستیو کې د خيبر پښتونخواه سره ضم شوي دي او د صوبې برخه جوړه شوه.

اوس مهال، خاصادار او ليويز ځواکونه د امنیت برابرولو او په قبایلي سیمو کې د قوانینو پلي کولو مسولیت لري.

د خيبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدين خان محسود پاکستان فارورډ ته وويل، "مونږ د ټيمونو د جوړولو لپاره ۹۰٪ کار بشپړ کړې دی چې په مخکني قبايلي سيمو کې د پوليسو د ځای پر ځای کيدو نه مخکې د خپلو سیمو ارزونه وکړي."

هغه وويل، پولیس د پوځ او فرنټیر کور سره همغږي کوي چې دفترونه، پولیس سټیشنونه او پوسټونه جوړ کړي او هغه افسرانو ته روزنه ورکړي چې په قبایلي سيمو کې به ځای پرځای شي.

محسود وضاحت وکړو چې د خیبرپښتونخواه د تروریزم ضد ریاست یوه غوره څانګه به په مخکنۍ فاټا کې فعالیت وکړي، چې د ډیرو کلونو راهيسې يې د ترهګرۍ سره مبارزه کړې ده.

د پولیسو له مخې، د پولیسو پنځه نوي سټیشنونه، ۱۳۰ پوسټونه او ۱۳ پولیس لینونه به په پخواني قبایلي ايجنسو کې جوړ شي.

محسود وویل، "موږ به په قبایلي سیمو کې د پولیسو لپاره د ۴۵،۰۰۰ افسرانو یو ځواک جوړ کړو." نوموړي زیاته کړه چې چارواکو د دې ضلعو سول انتظاميې څخه غوښتنه کړې چې د خاصادار ځواک او لیویز ځواک ټولو غړو په اړه معلومات چمتو کړي، چې د ټريننګ او نورو رسمي شرايطو پوره کولو نه وروسته مستحق کسان پولیس افسران جوړ شي.

هغه وويل، "وزيراعظم [عمران خان] او وفاقي چارواکي ژمن دي چې په ضم شويو ضلعو کې منظم پوليس معرفي کړي."

هغه وويل، د خيبرپښتونخواه پوليس به د سينير افسرانو په شمول زياتو پرسونلو ته اړتيا لري چې د پخوانۍ فاټا په سيمو کې پوليسي معرفي کړي. هغه زياته کړه چې دغه پرسونلو ته به د موټرو، وسلو او نورو تجهیزاتو ضرورت وي.

د قبايلي اوسيدونکو سره مشورې

محسود نوټ کړه چې چارواکي به هر قسم کوشش وکړي چې په قبايلي سيمو کې په قانون پلي کوونکو ادارو کې هيڅ يو کس خپله دنده له لاسه ورنه کړي. هغه هغه قبايلي اوسيدونکو ته اشاره وکړه چې له دې ويرې له کبله يې د پوليسو د اصلاحاتو په وړاندې احتجاجونه کړې ول چې د قانون موجوده پلي کونکي پرسونل به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

هغه په قبايلي سيمو کې د شاوخوا ۴۵،۰۰۰ پوليس ځواک ته اشاره وکړه او ويې وويل چې "موږ به د دې سيمو نه ۲۲،۰۰۰ پوليس افسران استخدام کړو."

په عین وخت کې، پولیس افسرانو په قبایلي سیمو کې دهغه کسانو سره یو شمېر جرګې ترسره کړې دي چې په خپلو سيمو کې په بشپړه توګه د رسمي عدالتونو پر ځای روايتي جرګه سسټم غواړي.

محسود پخپله د شمالي او جنوبي وزیرستان مشرانو سره دوه جرګې وکړې، په داسې حال کې چې نورو پولیسو افسرانو د نورو قبایلي مشرانو سره جرګې ترسره کړې.

عارف شهباز وزير، چې په کوز دير کې د پولیسو افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "مونږ د اکتوبر په نيمايۍ کې د باجوړ ضلعې د مشرانو سره جرګه وکړه."

شنونکي وايي، قومي مشران پيسو ته اړتيا لري چې د کلونو غفلت او د ترهګريزو ډلو لخوا د ویجاړولو وروسته خپلو مهمو سکټورونو ته وده ورکړي.

افراسياب خټک، چې پخوانی سنيټر او د پاکستان د بشر د حقوقو کمیشن مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، قبایلي ضلعې د وفاق فنډونو ته اړتيا لري چې د هیواد د نورو برخو سره يو شان شي."

د قانون حاکمیت يقيني کول

د مظاهرو سره، د قوم غړي هيله مند دي چې د خيبر پښتونخواه سره د ضم کيدو نه وروسته به په دغه سيمو کې منظم عدالتونه او پولیس معرفي شي.

رحمان الله، چې د ۴۰ کالو نه کم عمر لري او په مهمند قبايلي ضلع کې يو ښونکی دی او يو نوم لري، وويل، "موږ باید په ټول هیواد کې یو سیسټم ولرو."

رحمان الله يادونه وکړه چې د استعماري دور د سرحدي جرمونو مقرراتو (ايف سي آر) فاټا د پوليټيکل ايجنټانو، چې د خيبر پښتونخواه د ګورنر لخوا به ټاکل کيدل، د واکمنۍ لاندې ساتلې ول. هغه زياته کړه چې قبايلې غړو به دغه پوليټيکل ايجنټانو ته لاسرسى نه لرله او د هغوی د امر خلاف به يې درخواست نه شو کولی.

ايف سي آر د ۱۹ مې پیړۍ په وروستیو کې پلي شوی و او د سیمه ییزو قبایلي خلکو د ورځني ژوند یوه ناوړه برخه وه، خو په ۲۰۱۸ کال کې د خیبرپښتونخواه او فاټا د ضم کيدو سره ايف سي آر ختم شو.

رحمان الله وويل، "منظم پوليس او عدالتي نظام به په دې وروستيو کې په ضم شويو ضلعو کې انصاف يقيني کړي."

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، پاکستان فارورډ ته وویل، "په خیبرپښتونخواه کې د شخړې د حل کولو شوراګاني به دغه سيمو کې د سیمه ایزو رواجونو او کلتور مطابق او د جرګې د سیسټم په څیر جوړ شي." "ډیری مسلې [په قبایلي سیمو کې] به د دغو شوراګانو له لارې حل شي."

هغه وويل، ټول سیمه ییز پولیس افسران (آر پي اوز) امرونه لري چې په هغه قبایلي سیمو کې د پولیسو سیسټم د معرفي کولو لپاره د ضرورياتو ارزونه وکړي کومې چې دوی ته نژدې دي.

احمد وویل، "د ملاکنډ آر پی او، د بیلګې په توګه، د باجوړ لپاره فوکل پرسن جوړ شوی دی." "د مرکزي ښار د پولیسو افسر د خیبر ضلعې فوکل پرسن دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زبردست د خېبر پښتونخواه پوليسو

ځواب

محترم جناب، زه غواړم چې يوه خبره ستاسو ذهن ته راولم چې د څو کلونو راهيسې په ځانګړې توګه قبايلي سيمې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې بوخت دي او مونږ طالب علمان توان نه لرو چې د کار لپاره په امتحان کې برخه واخلو. مونږ بجلي، انټرنټ نه لرو. مالي ستونزې لرو او زمونږ عمر ډير ژر تير شو. له همدې امله، جناب زه تاسو ته يو وړانديز کوم چې کله هم تاسو د پوليسو د بهرتۍ اعلان کوئ، نو تاسو د عمر په حد کې په ځانګړې توګه نرمي راولئ ځکه چې مونږ د جنګ لخوا ځپل شوي يو. پکار ده چې لږ تر لږه د ۳۵ نه تر ۳۸ کاله پورې په عمر کې رعايت ورکړل شي.

ځواب

په فاټا کې د پوليسو نظام ډير ضروري دی، خو په داسې حال کې چې ليويز او خاصادار ځواک په پوليسو کې ضم کړی شي. دا به ډير زيانمن کار وي که چيرې ليويز او خاصادار ځواک، په ځانګړي توګه خاصادار ځواک، ختم کړی شي.

ځواب