زده کړه

نوی ژوند اين جي او په سوات کې د نشيانو بیا رغونه کوي

د محمد شکيل لخوا

يو ملا په مينګوره، سوات کې په يو پوليس سټيشن کې د نشيانو د بحالۍ لپاره د نوي ژوند تنظيم لخوا د بیا رغاونې د غونډې وروسته دعا کوي. [نوی ژوند]

يو ملا په مينګوره، سوات کې په يو پوليس سټيشن کې د نشيانو د بحالۍ لپاره د نوي ژوند تنظيم لخوا د بیا رغاونې د غونډې وروسته دعا کوي. [نوی ژوند]

سوات -- نوی ژوند، چې د خیبر پښتونخواه په سوات ضلع کې يوه نادولتي موسسه ده، د نشيانو د بیا بحالۍ لپاره کار کوي او هغوی ته اميد او حوصله ورکوي.

ځایي اوسیدونکي او د مدني ټولنې سازمانونه وايي چې د نشه يي توکو شتون او ټولنیزې ستونزې په سوات کې، چې يو ځل د افراطيانو مرکز و، د زياتيدونکي نشې لامل دي.

د مارچ په میاشت کې د نوي ژوند لخوا ترسره شوې سروې څرګنده کړه چې په سوات کې د ۴،۰۰۰ پورې نشيان ژوند کوي، چیرته چې هیرویین او میتهم فیټامیڼ په مینګوره او شاوخوا سیمو کې خرڅيږي.

رياض احمد هيران، چې د نوي ژوند تنظيم ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په سوات کې د نشيانو شمير له ۳،۵۰۰-۴،۰۰۰ پورې دی، خو حیرانونکي برخه دا ده چې دا ټول کسان هیروین یا آیس [میتهم فیټامیڼ] یا خوشبودار ګليو استمعالوي، چې دا خطرناکه خبره ده."

یو ښوونکی په مينګوره، سوات کې د اکتوبر په مياشت کې په يو پوليس سټيشن کې د نوي ژوند تنظيم لخوا په جوړه شوي بیا رغاونې په ناسته کې نشيانو ته تعليم ورکوي. [نوی ژوند]

یو ښوونکی په مينګوره، سوات کې د اکتوبر په مياشت کې په يو پوليس سټيشن کې د نوي ژوند تنظيم لخوا په جوړه شوي بیا رغاونې په ناسته کې نشيانو ته تعليم ورکوي. [نوی ژوند]

د پولیسو يو چارواکی په مينګوره، سوات کې د اکتوبر په مياشت کې په يو پوليس سټيشن کې د نوي ژوند تنظيم لخوا د بیا رغاونې په ناسته کې د نشيانو سره خبرې اترې کوي. [نوی ژوند]

د پولیسو يو چارواکی په مينګوره، سوات کې د اکتوبر په مياشت کې په يو پوليس سټيشن کې د نوي ژوند تنظيم لخوا د بیا رغاونې په ناسته کې د نشيانو سره خبرې اترې کوي. [نوی ژوند]

هغه زياته کړه، هغه کسان چې چرس، اپیم یا د نشې نور قسمونه يې استعمال کړي وي، زموږ د نشيانو په ليسټ کې نه شامليږي."

چرش او اپيم د ضلعې په زياتره برخو کې د تفريحي نشې په توګه استعماليږي، خو ګليو د نشې يو بل قسم جوړ شوی دی.

هغه وويل، "تقريباََ ۶۰۰ نشيان، چې په دې کې هغه کم عمره کسان او نور ځوانان شامل دي کوم چې زموږ سره رجسټر شوي دي، په منظم ډول مرسته ترلاسه کوي چې د نشې کارول پريږدي."

د ټولنې سره يو ځای کيدل

هيران وويل، د نوې ژوند د بیارغونې طریقې هم د دې لپاره دي چې د نشې کاروونکي وهڅوي چې د بيا بحالۍ نه وروسته له هوډ سره په ټولنه کې ژوند وکړي."

هغه وویل، "موږ يوه ځانګړي طريقه معرفي کړه چې په منظم ډول د سپورټس د کلاسونو له لارې خپل هدف ترلاسه کړو." "موږ ښوونکو، نفسياتي ماهرينو، پولیس افسرانو او علماو ته بلنه ورکړه چې د دې [ډلې] سره خبرې وکړي او هغوی ته مهارتونه ورکړي چې د بیارغونې وروسته له عزت سره خپله روزي وګټي."

د هیران په وینا، د نشيانو په بیا رغونه کې د مرستې لپاره د عالمانو ګډون يوه نوي کړنلاره ده، چې په حيرانتيا سره يې د بریالیتوب کچه لوړه کړې ده.

هغه وويل، "زموږ په ټولنه کې د ديني عالمانو د مقام او مذهبي مرتبې له کبله د هغوی درناوى کارول کيدې شي چې نشيان قانع کړي چې د نشې کارولو نه ډډه وکړي او سوله ايز ژوند وکړي."

فرقان احمد، چې د مينګورې اوسيدونکی دی او هغه په خپله د نوي ژوند د بيا رغاونې په مرکز کې ښه شوی، وويل، د نوي ژوند د بيارغونې په مرکز کې زياتره کارکوونکي رضاکاران دي چې د نوي ژوند له مرستې سره يې د نشې نه خلاصې ترلاسه کړی و. هغه زياته کړه چې په دغه مرکز کې ۲۰ کارکوونکي هغه کسان دي کوم چې مخکې په خپله په نشه کې اخته وو.

هيران د پخواني نشيانو په اړه وویل، "د هغوی ګډون زموږ د هڅو پایلې ډيرې زیاتې کړې ځکه چې دوی ... یوه داسې نمونه ده چې دا ښيي چې هر څوک کولی شي چې د نشې د کارولو لعنت نه ډډه وکړي او له عزت او وقار سره خپلې موخې ترلاسه کړي."

هيران وويل، "موږ په سوات کې د نشې د لعنت د له منځه وړولو لپاره د پوليسو د ځواک د دوامداره هڅو ستاينه کوو. سوات يوه هغه وادي وه چې د افراطيت په دور کې د اړي ګړي سره مخ وه."

هغه وويل، د بيارغاونې مرکز په لومړي ځل په پو بونیر ضلع کې په پوليس سټيشن کې په يو خالي دفتر کې جوړ شوى و. هغه زياته کړه، له دې وروسته د پوليسو چارواکو د نشې کاروونکو د بيارغونې لپاره په دې ستر کار کې مرسته کړې ده.

حيران وويل، د نشه يي توکو څخه د پاکې ټولنې خوب ريښتيا کيدی نه شي ترڅو چې سيمه ييزه ټولنه د نشې او نشې کاروونکو په وړاندې په هڅو کې د پوليسو ځواکونو ملاتړ ونه کړي.

ژمنه او حوصله

د شانګلې اوسيدونکی او د کالج طالب علم، فضل خان، چې د بيارغونې په مرکز کې رضا کار دی، وويل، په سوات کې د نشيانو زياتيدونکی شمير د مختلفو ټولنيزو ستونزو، د اورپکۍ وروسته د بې يقينۍ حالاتو او بيروزګارۍ له کبله دی.

هغه وویل، دا ټولنیز مسایل او د خرابو خلکو سره ناسته پاسته په نشه کې د اخته کيدو لپاره لاره هواروي.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "ما په لومړي ځل هیروین او وروسته مې آيس کارول پيل کړل، چې زما تش په نامه ملګري ما ته راکړي ول." "ناپوهۍ زه په نشه کې اخته کړم او ماته يې ذهني او جسماني زيان راورسولو."

هغه وويل، "زما کورنۍ زه د بيارغاونې مختلفو مرکزونو ته واستولم، خو دا ټول ناکامه شول." هغه زياته کړه، "دا د نوي ژوند تنظيم و چې ماته يې اميد راکړو او ما ته يې ... حوصله راکړه چې د نشه يي توکو نه ډډه وکړم او عادي ژوند ته راستون شوم."

خان وويل، د نوي ژوند تنظيم تګلاره، چې د انسان احساسات او شعور په پام کې نيسي، د ډيرو هغه کسانو بيارغونه يې کړې ده چې دا يې ګڼل چې نشه يي توکي د هغوی د ژوند، ځما په ګډون، يوه برخه ده.

احمد، چې د مينګورې اوسيدونکی او د نشه يي توکو پخوانې نشه يي دی، وويل، د حکومت لخوا په وخت اقداماتو او د مدنې ټولنې فعال ملاتړ په هغه ټولنه کې د نشې د کنټرولولو لپاره اړين ديچې د آيس، چې د تعليم يافته کسانو ترټوله غوره نشه ده، د معرفي کيدو راهيسې د خطر سره مخ دي.

هغه وويل، "دا به يوه تباهي وي که چيرې موږ د نشې په وړاندې په مبارزه کې په یو ځای کیدو کې پاتې راشو." "دې زموږ ټولنې ته زيان رسولی دی او زموږ د راتلونکي نسل مستقبل له خطر سره مخامخ کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

السلام علیکم، اميد لرم چې روغ به يئ. زموږ یو ماشوم چې عمر یې له ۱۴ تر ۱۵ کلونو پوری دی، په سګریټو او چرسو اخته شوی دی. له بده مرغه پلار یې ورځنی مزدور دی او د کورنۍ ۸ غړي لري او په هغه تکيه کوي. او له همدې امله د بیارغونې د مرکزونو د لګښت توان نه لري. آیا د داسې ماشومانو لپاره پکې ځای شتون لري او که داسې وي نو بیا لګښت به يې څه وي؟

ځواب

اسلام علیکم ما ستاسو د روغتون تاریخ ولوستلو. هيله لرم چې دا به د نوي نسل لپاره ښه کار وي. موږ دوه ناروغان لرو. زه هم غواړم ستاسو په روغتون کې بستر شم. مهرباني وکړئ ماته د خپل اصلي دفتر شمیره راولیږئ. مننه په درنښت تنویر اکبر له صوابۍ څخه

ځواب

اسلام عليکم هيله لرم چې ستاسو ژوند به ښه تيريږي دا عرض کوم چې زه غواړم چې د داسې سازمان رضاکار جوړ شوم چې له مختلفو وسيلو له لارې د خلکو سره مرسته کوي. مهرباني وکړئ ما ته لارښونه وکړئ چې زه ستاسو لپاره د رضاکار په توګه څه کولی شم ځکه چې زه د ملاکنډ ايجنسۍ کی پي کې پاکستان سره تعلق لرم. آداب محمد شهزاد

ځواب

ستاسو ډيره مهرباني

ځواب