جرم او انصاف

د پاکستان مني لانډرنګ د بينک بې وزلي کاروونکي متاثره کوي

ای ايف پي

د رکشې ځايي ډريوران په پيښور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د سپرلو انتظار کوي. [جاويد خان]

د رکشې ځايي ډريوران په پيښور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د سپرلو انتظار کوي. [جاويد خان]

اسلام آباد -- د رکشې يو ځایي ډريور محمد رشید په يو کال کې ۳۰۰ پاکستانۍ روپۍ (۲.۲۵ آمريکايي ډالره) جمع کړې چې د خپلې لور لپاره سايکل واخلي، خو هغه حيران شو او ويريدو کله چې هغه وموندله چې د هغه په نوم په بينک اکاونټ کې، چې هغه نه و استعمال کړی، ۳ ميليارده پاکستانۍ روپۍ (۲۲.۵ میلیونه آمريکايي ډالره) جمع شوي وې.

د مني لانډرنګ سکيم نوي قرباني ۴۳ کلن وویل، "په ما خوله راغله او زما وجود په رپيدو شو." د پاکستان نوي وزير اعظم عمران خان د مني لانډرنګ سره د مبارزې ژمنه کړې ده.

کله چې هغه د وفاق د تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) نه کال ترلاسه کړو، نو د رشید لومړی ترجيح دا وه چې پټ شي، خو ملګرو او د کورنۍ غړو هغه وهڅوو چې د چارواکو سره همکاري وکړي.

په دې وروستيو هفتو کې د هغه د کېس په شان په لسګونو نور څرګند شوي چې په پاکستان کې په ورځپاڼو کې خپاره شوي دي او خلکو ته يې يوه صدمه ورکړې چې په پراخه کچه د کرپشن او غلا د کیسونو کيسې اوري.

د دې پیښې نه وروسته نور ورته کيسونه هم په ډاګه شول: مجرمان د بې وزلو کسانو په بينک اکاونټونو کې پيسې جمع کوي او بيا يې په مني لانډرنګ سکيم کې سمدلاسي خالي کوي، چې په نتيجه کې په سلګونو ميليونونو ډالره د هیواد نه منتقل شوي دي.

چارواکو په پای کې د رشید نوم لرې کړو، خو د هغه اندیښنه پاتې شوه.

هغه وويل، "ما د کرايه خپله رکشه په سړک ودروله، ځکه چې زه ويريدم چې نورې څېړونکي موسسې به ما ونیسي."

زما میرمن د دې ناکرارۍ له امله ناروغه شوه."

د دې پيښې نه يو څو هفتې مخکې، باالاخر هغه توان ولرلو چې د خپلې لور لپاره يو سايکل، چې چاودل شوي ټيرونه يې لرل، واخلي، چې دا د هغه د اوږد بچت ميوه وه.

'غلا شوي پیسې'

د مني لانډرنګ دا کيس هغه وخت په ډاګه شو کله چې خان ژمنه وکړه چې نه كنټرولېدونكى کرپشن ختم کړي او له هیواده څخه منتقل شوي ملیارده ډالره بیرته پاکستان ته راوړي، په داسې حال کې چې د هغه حکومت د ستونزو سره مخ دی چې د پاکستان خرابیدونکی اقتصاد ښه کړي.

خان د اکتوبر په مياشت کې وويل، "دا ستاسو غلا شوې پيسې دي."

دا پيسې د عامه معاهدو له لارې پټي شوې ... او په دې اکاونټونو کې جمع شوې، بیا بیرته بهر ته ليږل شوي."

هغه ژمنه وکړه، "زه به په دې هیواد کې کرپټ کس معاف نه کړم."

خو د محمد قادر په څېر د قربانیانو لپاره، هغه ته زيان له مخکې نه رسيدلی دی.

۵۲ کلن آيس کریم پلورونکي وویل، "ما هيڅکله بينک دننه نه دی لیدلی."

يو کس د هغه په نوم د ۲.۳ میلیارده روپو (۱۷.۳ میلیونه آمريکايي ډالره) راکړه ورکړه ترسره کړې وه.

کله چې د دې پېښې خبر خپور شو، نو قادر وايي چې د هغه ګاونډيان د هغه پورې خندا کوي او هغه ويره لري چې جنايي عناصر به هغه وتښتوي، کوم چې په دې باور لري چې هغه په ميلياردونو روپۍ لري.

د کراچۍ په اورنګي ټاون کې يو کس، چې قادر پیژني او د هغه د آيس کريم ګاډۍ ته نژدې تيريدو، ووخندل او ويې وويل، "هغه يو غريب کروړ پتي دی."

قادر وويل، "خلک زما پورې خندا کوي، خو په دې مسله کې ما هيڅ نه دي ترلاسه کړي." "دا یوه سانحه ده."

ثروت ظهره، ۵۶ کلنه چارواکي، وويل چې هغه د وینې لوړ فشار سره مخ شوې ده کله چې هغې د ۱۳ میلیونو روپو (۹۸،۰۰ آمريکايي ډالره) د ټيکس بل ترلاسه کړو.

هغه وويل، "ما ته ویل شوي چې یوې کمپنۍ په غیرقانوني توګه ۱۴ یا ۱۵ملیارده روپۍ (تقريباََ د ۱۰۵.۱ ميليونو نه تر ۱۱۲.۷ ميليونو آمريکايي ډالرو پورې) پيسې زما په اکاونټ کې جمع کړې وې."

د پاكستان د اشرافيې غړو له اوږدې مودې راهيسې د بېوزلو خلكو اکاونټونه اسستعمال کړي چې د ټيکسونو نه ډډه وکړي او خپلې اثاثې پټي کړي.

خو د بينک د اکاونټونو د سکيم کچه بې ساري ده، په داسې حال کې چارواکي د کراچۍ مالدارترين سوداګرو ته ګوتې نيسي، چې په دې کې هغه کسان شامل دي چې د پخواني صدر آصف علی زرداري سره یې اړيکې لري.

'تور ليسټ'

د سپتمبر په میاشت کې، سپريم کورټ د دې مسلې د تحقیق لپاره یوه کمیټي جوړه کړه، چې معلومه شوه چې لږ تر لږه ۴۰۰ میلیونه ډالره (۵۳.۳ ميليارده روپۍ) په "زرګونو جعلي اکاونټونو" کې د بې وزلو پاکستانيانو نومونو په کارولو سره جمع شوي دي.

دغه کميټۍ په پای کې معلومه کړه چې نږدې ۶۰۰ کمپنۍ او کسان "په دې کې تورن دي."

دا د خان لپاره د خفګان خبره ده چې د هغه حکومت له ستونزو سره مخامخ دی چې په میلیاردونو ډالره د بهرنیو مالي مرستو په توګه ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دا د پیسو د زياتيدونکي بحران په ترڅ کې د پیسو نړیوال صندوق سره د احتمالي قرضې لپاره خبرې اترې کوي.

د مني لانډرنګ ناوړه کيسونه په داسې حال کې په ډاګه شول چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) سږکال یو ځل بیا پاکستان د څارنې په خپل ليسټ کې هغه وخت شامل کړو کله چې دا پاتې راغې چې د ترهګرۍ سره د مالي مرستې په وړاندې ګامونه پورته کړي. ايف ای ټي ايف په پيرس کې د مني لانډرنګ د څارنې يوه موسسه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500