زده کړه

چارواکي په کیمپسونو کې د ترهګرۍ او افراطیت پرضد جګړه کوي

دعديل سعيد لخوا

طالب علمان په ۲۰۱۵ کال کې په ملتان کې په بهاو الدین زکریا يونيورسټۍ کې راټوليږي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

طالب علمان په ۲۰۱۵ کال کې په ملتان کې په بهاو الدین زکریا يونيورسټۍ کې راټوليږي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

پیښور -- د ترهګرۍ پر ضد ملي اداره (نيکټا) او د لوړو زده کړو کميشن (ايچ اي سي) په هیواد کې د افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې دوامداره او اغیزمنې ملګرتیا لپاره يو ځای شوي دي چې په هيواد او په ځانګړي توګه په اعلی تعليم کې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

خالد داد لاک، چې د نيکټا ملي کوآرډينيټر دی او لفټننټ جنرل (ريټايرډ) محمد اصغر، چې د ايچ اي سي ايګزيکيټيو ډایریکټر دی، په اسلام ‌آباد کې د اکتوبر په ۲۵ مه د تفاهم یو سند لاسلیک کړو.

اصغر په دغه مراسمو کې خبریالانو ته وویل، "د دې معاهدې له مخې، نيکټا او ايچ اي سي به پرمختللې ريسرچ ترسره کړي او د تروریزم او افراطیت په وړاندې په موجوده ريسرچ کې به همکاري وکړي."

ريسرچ ترسره کول او پوهاوي رامنځته کول

اصغر وويل، چارواکي به په يونيورسټو کې په افراطيت تمرکز وکړي. هغه زياته کړه چې هغوی به په پاکستان کې په مختلفو يونيورسټو کې په ريسرچ کې ښونکي او طالب علمان بوخت کړي.

د ترهګرۍ پر ضد د ملي ادارې (نيکټا) او د لوړو زده کړو د کميشن (ايچ اي سي) چارواکي په اسلام آباد کې د اکتوبر په ۲۵ مه په پاکستان کې د افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې اغيزمنې ملګرتیا لپاره د تفاهم یو سند لاسلیک کړ. [نيکټا]

د ترهګرۍ پر ضد د ملي ادارې (نيکټا) او د لوړو زده کړو د کميشن (ايچ اي سي) چارواکي په اسلام آباد کې د اکتوبر په ۲۵ مه په پاکستان کې د افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې اغيزمنې ملګرتیا لپاره د تفاهم یو سند لاسلیک کړ. [نيکټا]

هغه وویل چې دواړه ادارې به لارې په ګوته کړي چې د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د مدرسو او يونيورسټو زده کونکي یوځای کړي.

اصغر وضاحت وکړو، د ريسرچ سربيره، دا ادارې به په ټول هيواد کې په يونيورسټو کې د پوهاوي کمپاینونه پیل کړي چې زده کوونکو ته معلومات ورکړي چې د افراطي نظريو تر شا مقاصد ښه وپيژني.

هغه وويل، په مختلفو يونيورسټو کې په پلان شويو پروګرامونو کې به سيمينارونه، ورکشاپونه، خبرې اترې، د مقالې مقابلې، تقريرونه، لوبي او کلتوري پروګرامونه شامل وي. نوموړي زياته کړه چې يونيورسټۍ به د دې پيغام د خپرولو لپاره خپل ايف ايم ريډيو سټيشنونه استعمال کړي.

طارق بنوري، چې د ايچ اي سي چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "يونيورسټۍ د سبا ټولنه جوړوي، له همدې امله، موږ د يونيورسټۍ په طالب علمانو تمرکز کوو."

هغه زياته کړه، که موږ يوه ښه او مهذبه ټولنه جوړول غواړو، نو موږ بايد له يونيورسټو نه پيل وکړو چې د ترهګرۍ په ماتولو کې برخه واخلو."

لاک، چې د نيکټا ملي کوآرډينيټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د نيکټا او ايچ اي سي ترمنځ د همکارۍ اصلي موخه دا ده چې د افراطیت او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د تعليم ورکولو له لارې د افراطیت مخه ونیسي."

هغه وويل، "دا به په پبلک يونيورسټو کې ريسرچ ته په وده ورکولو او د زده کونکو د پوهاوي په زیاتولو کې مرسته وکړي."

تعليم يافته ترهګر

لاک وويل، په پاکستان کې د ترهګرۍ وروستي فعاليتونه د څارونکو لپاره يوه انديښنه ده ځکه چې په دې کې د لوړو زده کړو ځوانان ښکيل دي.

د امریکا غږ تير کال د تروریزم پرضد د مبارزې ریاست ته په اشاره کولو سره راپور ورکړو چې په سيند صوبه کې په ۵۰۰ وسله وال کسانو کې، ۶۴ کسان د ماسټرۍ ډګري لري او ۷۰ بيچلر ډګري لري.

په ۲۰۱۷ کال کې، نورین لغاري، چې په سيند صوبه کې د طب یوه ښځینه زده کونکې ده، اعتراف وکړو چې دې پلان لرلو چې په پاکستان کې د داعش ځانمرګي بريد کوونکي جوړه شي.

پروفيسر، ظفر خان، چې په پیښور يونيورسټۍ کې سوشالوجسټ او په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ نه د راړولو متخصص دی، پاکستان فارورډ ته وويل، مونږ د ايچ اي سي او نيکټا ترمنځ د همکارۍ "هرکلی کوو ځکه چې د څیړنې له لارې موږ کولی شو چې په پاکستان کې او په زده کونکو کې د بنسټ پالنې تر شا اساسي عوامل ومومو."

هغه وويل، يوازې زور ترهګري نه شي له منځه وړلی. هغه زياته کړه، په داسې تاوتريخوالي کې د يونيورسټو د طالب علمانو شموليت څرګندوي چې دوی د افراطي ايډيالوژۍ ښکار کيدی شي.

ظفر وويل، هغه په يو پروجيکټ کار کوي چې په پاکستان کې د يونيورسټو د موجوده نصاب بياکتنه وکړي او د درسي کتابونو نه د نفرت د موادو لرې کولو سپارښتنه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500