امنیت

د طالبانو پلار مولانا سميع الحق په راولپنډۍ کې ووژل شو

د جاوېد خان لخوا

مولانا سميع الحق، چې د جمعيت علماء اسلام (س) مشر و، په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی. هغه د نومبر په ۲ مه په راولپنډۍ کې ووژل شو. [فايل]

مولانا سميع الحق، چې د جمعيت علماء اسلام (س) مشر و، په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی. هغه د نومبر په ۲ مه په راولپنډۍ کې ووژل شو. [فايل]

پیښور -- مولانا سمیع الحق، چې د پاکستان سينير مذهبي رهنما او په اکوړه خټک کې د اسلامي مدرسې، دارالعلوم حقانيه مشر و، په راولپنډۍ کې د جمعې په ورځ (د نومبر په ۲ مه) ووژل شو.

حمید الحق، چې د سمیع الحق زوی او پخوا د قومي اسمبلۍ غړې و، پاکستان فارورډ ته وویل، "پهمولانا سمیع الحق د چاقو ګوزارونه وشول او هغه په حق ورسيدو." هغه وويل، کله چې د کورنۍ غړي کور ته راورسيدل، نو د هغه پلار په وینو کې لت پت پروت و.

د هغه کورنۍ سميع الحق راولپنډۍ ته د علاج لپاره راوستې و او دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې هغوی نږدې بیرته خپل کور ته راروانېدل.

سميع الحق، چې د طالبانو د "پلار" په نامه يادېږي، د خپلې سياسي پارټۍ، جمعيت علماء اسلام (س) مشر و، او د خيبر پښتونخواه په نوښار ضلع کې يې د متنازعه حقانيې مدرسې مشري کوله.

دا مدرسه د هغه پلار جوړه کړې وه او په پاکستان، افغانستان او نورو هیوادونو کې په زرګونو زده کونکي لري. د سمیع الحق په ځینو فارغانو او شخصي زده کوونکو کې د طالبانو لوړ پوړي مشران شامل دي.

افتخار فردوس، چې د سما ډيجيټل مدير دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "سميع الحق په افغانستان کې د سولې لپاره د وسله والو ډلو تر منځ د خبرو اترو په بيا پيلولو کې ښکيل و او په پاکستان کې یې د افغانستان سفير [عمر زاخېلوال] او نورو اړوندو کسانو سره ليدل کړې ول."

د پاکستان لوړ پوړي مشران نه يوازې د دې غندنه کوي بلکې د تحقیقاتو غوښتنه هم کوي.

د جیو ټلویزیون له مخې، وزیر اعظم عمران خان د فوري تحقیقاتو امر وکړو.

سميع الحق، ۸۰ کلن، په قومي اسمبلۍ او سنيټ دواړو کې پاتې شوی دی. هغه د د دفاع پاکستان یا د پاکستان دفاع، تحریک مشري هم کړې وه.

سره له دې چې هغه د جهاد او اورپکۍ په اړه متناضعه نظریات لرل او همدارنګه د افغان طالبانو يې سخت ملاتړ کولو، چې په دې کې د هغه ډلو د مشرانو سره د هغه نږدې تعلقات شامل دي چې په ملکي خلکو يې د بریدونو امر کړی و، سمیع الحق په ډيرو پاکستانيانو کې یو بااثره شخصیت و. هغه په پاکستان کې د هيواد د سياسي طبقې په شمول ګڼ شمير پیروکار لرل، چې د دیني علم له امله یې د هغه احترام کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500