دین

د مذهبي سخت دریځو په وړاندې د عمران خان د دریځ ستاینه کيږي

ای ايف پي

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي)، چې یوه سخت دریځه مذهبي ډله ده، ملاتړي د نومبر په لومړۍ نیټه په لاهور کې د سپريم کورټ له خوا د عيسايڼې ميرمن آسیه بي بي د خوشي کيدو نه وروسته په يوې دهرنا کې چيغې وهي. [عارف علی/ای ايف پي]

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي)، چې یوه سخت دریځه مذهبي ډله ده، ملاتړي د نومبر په لومړۍ نیټه په لاهور کې د سپريم کورټ له خوا د عيسايڼې ميرمن آسیه بي بي د خوشي کيدو نه وروسته په يوې دهرنا کې چيغې وهي. [عارف علی/ای ايف پي]

اسلام آباد -- وزير اعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۱ مه) د مذهبي افراطيانو په وړاندې د خپل دریځ له کبله ستاینه ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې مظاهره کوونکو سړکونه بند کړل چې د سپریم کورټ لخوا د توهين رسالت په تور د سزا ختمولو په وړاندې احتجاج وکړي. .

د آسيه بي بي، يوه عيسايڼه ميرمن چې د توهين رسالت له کبله ورته سزا اورول شوې وه، د خوشي کيدو نه وروسته، خان ژمنه کړې چې د هغه افراطيانو سره مقابله وکړي کوم چې د هېواد د سپريم کورټ د جج د وژلو او د پوځ د لوړ پوړي چارواکو په وړاندې د بغاوت غوښتنه کوي.

خان د چهارشنبې په ورځ په تلویزیون باندې په خپل ملي خطاب کې وویل، "موږ به د خلکو ملکیت او ژوند خوندي کوو، موږ به هیڅ يو کس ته د تخريب کارۍ اجازه ورنه کړو."

نه يوازې په سوشل ميډيا د هغه ستاينه وشوه بلکې هغه کسانو هم د وزير اعظم ستاينه وکړه کومو چې مخکې په هغه تنقيد کولو.

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي)، چې یوه سخت دریځه مذهبي سياسي پارټي ده، ملاتړي د نومبر په لومړۍ نیټه د سپريم کورټ له خوا د عيسايڼې ميرمن آسیه بي بي د خوشي کيدو نه وروسته په اسلام آباد کې په احتجاج کې يو سړک بندوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي)، چې یوه سخت دریځه مذهبي سياسي پارټي ده، ملاتړي د نومبر په لومړۍ نیټه د سپريم کورټ له خوا د عيسايڼې ميرمن آسیه بي بي د خوشي کيدو نه وروسته په اسلام آباد کې په احتجاج کې يو سړک بندوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

وزیر اعظم عمران خان د نومبر په لومړۍ نیټه د کابینې د غونډې مشري کوي. د اکتوبر په ۳۱ مه په ټيلي ويژن باندې په خطاب کې، هغه د افراطيانو غندنه وکړه چې د سپريم کورټ له خوا د عيسايڼې ميرمن آسیه بي بي د خوشي کيدو په وړاندې يې احتجاجونه وکړل. [عمران خان/ فیسبوک]

وزیر اعظم عمران خان د نومبر په لومړۍ نیټه د کابینې د غونډې مشري کوي. د اکتوبر په ۳۱ مه په ټيلي ويژن باندې په خطاب کې، هغه د افراطيانو غندنه وکړه چې د سپريم کورټ له خوا د عيسايڼې ميرمن آسیه بي بي د خوشي کيدو په وړاندې يې احتجاجونه وکړل. [عمران خان/ فیسبوک]

ژورنالست، مشرف زیدی د دې "نامتو خطاب" ستاينه وکړه او په ډان ورځپاڼه کې يو ليکوال وویل چې خان "د مذهبي زړورتیا او نفرت په وړاندې یو داسې غیر مساوي او قوي دريځ ښودلی دی چې موږ په تیرو دوو لسیزو کې نه وو لیدلی."

د نيوز ورځپاڼې، چې اکثر په وزير اعظم تنقيد کوي، وويل، "وزير اعظم عمران خان د هغو کسانو په مستقيم توګه غندنه وکړه کوم چې په دې باور لري چې تاوتریخوالی د عدالتي فيصلې، چې دوی ورسره اختلاف لري، خلاف مناسب ځواب دی."

که څه هم، نورو په پاکستان کې د توهين رسالت د مسلو په اړه د شخړې په حلولو کې د وزیر اعظم ګډ بيانونو ته اشاره وکړه.

بلال حيدر، چې تیر کال يې د توهين رسالت پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې د خان خاموشۍ ته اشاره وکړه، په يو ټويټ کې وویل، "زه غواړم چې عمران خان په فیض آباد کې په دهرنا کې ورته خطاب کړی وی."

د پنجشنبې په ورځ داسې نه ښکاريده چې چارواکي به مظاهرو کوونکي لرې کړي چې په دوامداره توګه په لاهور، اسلام آباد او کراچۍ کې لوی سړکونه بندوي.

د دې احتجاجونو مشري زياتره تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) پارټي کوي،کوم چې د توهين رسالت د مسلو په اړه سخت دریځ لري.

ټي ایل پي، چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوې وه، تیر کال د يو څو هفتو لپاره د اسلام آباد محاصره کړې وه چې د توهين رسالت په اړه د پاکستان د اختلافي قوانينو په کلکه د پلي کولو غوښتنه وکړي.

د دې احتجاجونو له کبله د قانون وفاقي وزیر په استعفا ورکولو مجبوره شو او د دغه ډلې لپاره يې لاره هواره کړه چې د جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې ۲.۲۳ میلیونو نه زيات ووټونه واچوي، چې شنونکي وايي چې دا "د حیرانتیا" وده ده. که څه هم، دغه پارټۍ په سيند صوبايي اسمبلۍ کې دوه سيټونو وګټل او په ملي اسمبلۍ کې يې يو سيټ هم ونه ګټلو.

د پارټۍ مشر، خادم حسین رضوي، ژمنه کړې چې دا به د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د کارټونونو له کبله هولينډ "د ځمکې د مخ نه لرې کړي" که چیرې ټي ايل پي په ايټمي هیواد کې واک ترلاسه کړي.

د نه زغم سره مبارزه کول

په عين وخت کې، بي بي د پهانسۍ نه د ژغورلو وروسته، د هغې وکيل وويل چې هغه د اسلامي افراطيانو د غوسې سره مخامخ دی -- او هغه حيران دی چې څوک به هغه وژغوري.

خو د خپل ځان په وړاندې د ګواښونو سره د مبارزې کولو سره، سیف الملک وايي چې هغه پښيمانه نه دی او هغه به د نه زغم په وړاندې قانوني مبارزې ته دوام ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۰ مه) د سپريم کورټ لخوا د بي بي د سزا ختمولو نه وروسته، د ملوک وروستې بریالیتوب د بي بي آزادول دي. بي بي یوه عیسايڼه ښځه ده چې د توهين رسالت په تور محکوم شوی وه او تقریباََ یوه عشره يې د پهانسۍ په انتظار کې تيره کړې وه.

هغه د فيصلې نه وروسته ای ايف پي ته وويل، "دا فيصله دا څرګندوي چې بېوزلي، اقلیتونه او د ټولنې کمزوري خلک په دې هیواد کې د نیمګړتیاو سره انصاف ترلاسه کولی شي."

"دا زما د ژوند ترټولو ستره او خوشحاله ورځ ده."

د افراطيانو څخه خطر

ملوک وویل چې هغه داسې احساس کوي چې هغه د امنیت د نشتوالي له کبله ويريږي او د وتلو پلان نه لري.

هغه وویل، "زه فکر کوم چې زه هیڅ ډول امنیت نه لرم. زه امنیت نه لرم، او زه ترټولو آسان هدف یم ... هر يو کس ما وژلی شي."

د بي بي دفاع په هغه متنازعه کيسونو کې يو وروستی کيس و چې دغه وکيل اخيستې ول.

په ۲۰۱۱ کال کې، ملوک د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر -- چې په هيواد کې د توهين رسالت د قوانينو مخالف و او د بي بي ملاتړی و -- د وژلو په اړه د ممتاز قادري مخالف وکيل و.

قادري -- چې د تاثير په ساتونکو کې و -- په رڼا ورځ خپل مالک په ډزو ووژلو. هغه اشاره وکړه چې د توهين رسالت په قوانینو کې د اصلاحاتو لپاره د هغه هڅې هغه په دغه کار مجبوره کړو.

ملوک وويل چې هغه د نورو کيسونو په څیر دغه کيس پای ته ورسولو، خو هغه د افراطيانو د ردعمل سره مخامخ دی.

د هغه په مقدمه کې قادري ته سزا واورول شوه او په ۲۰۱۶ کال کې قادري ته پهانسي ورکړل شوه. اسلامپالو دغه وژونکي ته درناوی ورکړو او د اسلام آباد په شاوخوا کې يې د هغه په قبر يو مزار جوړ کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 16

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چيرې شدت پسندو دهرنا کړې وه، نو آيا عمران خان د ۱۲۶ ورځو اعتکاف کړی و؟

ځواب

لعنت دې وي په دغه ملعونې ښځې او د هغې په ملګرو

ځواب

زه د دې مقالې د ليکوال ستاينه کوم

ځواب

زه په بشپړه توګه ستاسو د دې پوسټ نه مطمن يم. د پاکستان خلک د لرې ځای نه د آمريکې د ډرونونو په څير کنټرول کيږي.او په داسې چاپيريال کې، خلک په آټو پايلټ موډ کې وي. يوه وړه برخه ده چې مونځ نه کوي. خو زمونږ خوږ وطن ته د زيان رسولو لپاره مذهبي او نورې لاري لټوي. ما د سپريم کورټ فيصله لوستلې ده. او زه په بشپړه توګه هيله مند يم. په آسيه باندې د توهين رسالت تور ثابت نه شو. د آسيه بي بي په مسلې باندې يوازې سياسي مذهبي پارټۍ سياست کوي، په داسې حال کې چې د عامو خلکو ردعمل په نظر نه دی راغلی. البته، د ترهګرۍ او تاوتريخوالي د ختمولو لپاره د پاکستان حکومت سره په بشپړه توګه مرسته کوم.

ځواب

دا مقاله انتهايي د تعصب نه ډکه ده .. آسيه ملعونه د مرګ د سزا مستحقه ده ... د ۱۲۶ ورځو احتجاج، د سول نافرمانۍ تحريک، په پي ټي وي باندې حمله که د عمران خان د افراطيت نه ډک احتجاج نه وي، نو دا هم د مذهبي خلکو آيني او قانوني حق دی. دا په ټول هيواد کې سوله ايز احتجاج و، هغه کسان چې په تاوتريخوالي او تخريب کارۍ کې ښکيل ول، د ن ليګ سره تعلق لري.

ځواب

بسم اللہ الرحمن الرحیم شروع کوم د الله په نوم چې ډير مهربانه او ډير رحم کوونکی دی

ځواب

زه قسم خورم چې زه د عمران خان ډیر زيات مينه وال يم او د دې معاملې نه وروسته هم زما هر څه تحريک انصاف او عمران خان دی. خو په توهين رسالت باندې روغه جوړه نه منو. مسله يوازې د آسيه نه ده بلکې زمونږ د نبي د عزت مسله ده. مغرب مخکې سازش وکړو، مونږ ته يې پيسه وښوله او زمونږ په زړه کې يې د جهاد اهميت کم کړو او اوس مغرب په نبي محترم باندې د قرباني کيدو جذبه هم ختمول غواړي چې مسلمانان کمزوري پاتې شي او مونږ مسلمانان د خپلې خوښې سره سم استعمال کړي. خو واورئ طاغوتي قوتونو، زه باور لرم چې عمران خان به په دې خبره ودريږي. او زمونږ د مسلمانانو په زړه کې د د ين جذه به ژوندۍ ده او دا به ژوندۍ وي. انشاءاللہ مونږ به د باطل د ايجنټانو مقابله وکړو. په دې مسله کي د عمران ستاينه ونه شوه. هغه په دې کې خپل عزت ته زيان رسولی دی... که چيرې خان په دې مسله کې کلک وددريږي، نو مونږ به د خان صاحب دفاع کوو.....

ځواب

انسانيت هم د مذهب سره تړلی شوی دی، نو هم دا وجه ده چې په دې احتجاجونو کې تخريب کاري تر ټولو لويه ترهګري ده

ځواب

د عمران شيطان تعلق د کومې مذهبي ډلې سره و چې د ۱۲۶ ورځو لپاره يې په هيواد کې اړې ګړې رامنځته کړې و. دويمه خبره دا ده چې عمران شيطان اعظم او د هغه سپيره ډلې د دې په واسطه حکومت ترلاسه کړو. هغه په کومه خوله دې ته بد ويلی شي. دريمه خبره دا ده چې نړۍ نه ده ليدلې چې د پاکستان د پوځ افسرانو د فیض آباد په دهرنې کې خلکو ته پيسې ورکولې.

ځواب

ما ستاسو ټوله مقاله ولوستله خو ستاسو په دې مقاله کې افراطيت او انتها پسندي په نظر راځي. تحريک لبيک چې څه کړې ښه يې کړي دي. سوله ايز احتجاج د پاکستانيانو حق دی خو زه د دې په کلکه غندنه کوم چې شرپسندو د تحريک لبيک د بدنامولو لپاره ناکامه کوششونه وکړل او د خلکو ملکيت ته يې اور ولګولو.

ځواب

دا مقاله هیڅ اهمیت نه لري، زه د دې په کلکه غندنه کوم...

ځواب

په زرګونو لعنت دې وي په هغه کس او د هغوی په پلويانو چې زمونږ د خوږ پيغمبر بې عزتي کوي.

ځواب

لعنت دې وي په دغې ملعونې ښځې او د هغې په ملاتړو باندې

ځواب

لعنت دې وي په دغې ملعونې باندې او ډبل لعنت دې وي د هغې په پلويانو باندې.

ځواب

نو، ستاسو په نظر کې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احترام په اړه خبرې کول تروریزم او افراطیت دی! په داسې حال کې چې د بيان داسې آزادي د هغه بې عزتي ده چې آسیه په کې ښکيل وه او بیا يې په دوو عدالتونو کې بخښنه غوښتلې وه! د آسیه آزادول دا معنا لري چې هیڅوک نه شي کولی چې د توهين رسالت مرتکب په وړاندې قانوني لاره اختيار کړي او هغه په ځای ووژني. د واک خاوندان باید فکر وکړي چې د مغرب د خوشحالولو لپاره داسې ګامونه پورته کول په ټولنه کې اړې ګړې رامنځته کولی شي.

ځواب

گستاخ رسول ص سزا ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ سر د تن جدا

ځواب