تکنالوژي

ټول غیر رجسټر موبايل فونونه به ژر غیر فعال شي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو پاکستانې موبايل فون کارونکی د خیبر پښتونخواه په پېښور کې د اکتوبر په ۲۶ مه د موبايل فون د تصديق لپاره د پاکستان د مخابراتو ادارې ته يو پيغام ليږي. [اشفاق یوسفزۍ]

يو پاکستانې موبايل فون کارونکی د خیبر پښتونخواه په پېښور کې د اکتوبر په ۲۶ مه د موبايل فون د تصديق لپاره د پاکستان د مخابراتو ادارې ته يو پيغام ليږي. [اشفاق یوسفزۍ]

پیښور -- پاکستان د فونونو د رجسټر کولو لپاره په داسې پلان کار کوي چې نه يوازې د فونونو د غلا پيښې کمې کړي بلکې په تروريستي فعالیتونو او نورو جرمونو کې د غیر رجسټر فونونو استعمال هم کم کړي.

د اکتوبر ۲۰ مه نیټه اصلي نیټه وه چې ټول غیر رجسټر فونونه به غیر فعال شوي ول، خو د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي ای) د فون د پیژندلو، د رجسټر کولو او بلاک کولو نظام ( ډي آیي آر بي ايس) پلي کول وځنډول څو چارواکو ته پوره وخت ورکړي چې خلکو ته خبر ورکړي.

روبينه خالد، چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په اړه د سنيټ د کمیټۍ مشره ده، د اکتوبر په ۲۵ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ غواړو چې فونونه رجسټر کړو، خو پکار ده چې کاروونکي د خدماتو د بنديدو نه مخکې خبر شي."

هغې وويل، "موږ اوس د دې پلان پلي کول ودرولي دي."

چارواکي اراده لري چې ژر تر ژره دغه پروګرام پلي کړي وروسته له دې چې دوی په ميډيا او د موبايل فونو له لارې د پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي او د بدلون په اړه خلکو ته خبر ورکړي.

جرم او ترهګري کمول

هدايت الرحمان، چې د خیبر پښتونخواه په پيښور کې پخوانې پولیس افسر دی، وویل، "دا اقدامات به جرمونه لکه د موبايل فونونو غلا، شوکه او ترهګري کمه کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "کله چې موبايل فونونه د حکومت سره رجسټر شي، نو مالکان دا د جنایي موخو لپاره نه شي استعمالولی."

په تیرو وختونو کې، ترهګرو د ټیکنالوژۍ د غلط استعمال نه علاوه د بمونو د کارولو لپاره موبايل فونونه استعمال کړي ول.

اکبر خان، چې په پېښور کې په فورینسک ساینس ليبارټرۍ کې پولیس افسر دی، وويل، ډي آی آر بي ايس به د موبايل فونونو د شوکې په مخه نيولو کې مرسته وکړي ځکه چې پټ شوي فونونه به کار نه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا به عمومي جرمونه هم کم کړي، ځکه چې پوليس به توان ولري چې هغه رجسټر شوی نمبر په ګوته کړي کوم چې جنايتکارانو استعمال کړی وي." هغه زياته کړه، پوليس پخوا توان نه لرلو چې غير قانوني فونونه معلوم کړي.

په پيښور کې سينير امنیتي شنونکي، بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، وويل، دا نوی پلان به د ترهګرو د مواصلاتي شبکو مخه ونیسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا پلان به هغه وسله والو سازمانونو ته جدي ګوزار ورکړي چې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو کې په فونونو تکيه لري."

د حکومت او د فونونو سوداګرو لپاره ګټې

د ډان ورځپاڼې له مخې، د دغه خدماتو لپاره د پي ټي ای ډايريکټر جنرل، طالب ډوګر، وويل، دا نوی سیسټم د حکومت کلنيز عایدات له ۱۷۰ میلیونو آمريکايي ډالرو نه ۲۰۰ میلیونه آمريکايي ډالرو (د ۲۲ ملیارده نه تر ۲۶ ملیارده پاکستانۍ روپو) پورې رسولی شي.

"موږ وړاندیز کوو چې خلک دې یوازې د پي ټي ای نه تصديق شوي فونونه واخلي." هغه زیاته کړه، صارفينو له پکار ده چې د فون د اخيستلو نه مخکې د نوي فون په بکس باندې د فون د پيژندلو نمبر (آی ايم اي آی) ۸۴۸۴ ته وليږي څو دا يقيني کړي چې دا د دغه ادارې د معیارونو سره سم دی.

آی ايم اي آی یو ځانګړی نمبر دی چې د موبايل فونونو د پیژندلو لپاره کارول کیږي.

هغه صارفين، چې غواړي چې د کارونکي د پېژندولو ماډيول (سم) نوې کارډ استعمال کړي، هغوی له پکار ده چې په دوو هفتو کې دننه د موجوده فون آی ايم اي آی د پي ټي ای سره رجسټر کړي."

هغه وویل، دا طريقه کار به د موبايل فونونو چلونکو، ويشونکو او صارفينو سره یو شان مرسته وکړي.

په پېښور کې د موبايل فونونو یو هټيوال، سلیم خان، وویل، د غیر ثبت شوي موبايل فونونو خرڅولو د پاکستان اقتصاد ته زيان رسولی او د جنایتکارانو او ترهګرو سره يې هم مرسته کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500