د ښځو حقوق

د ګاډو ښځينه کاريګره عظمه نواز په پاکستان کې بدلون راولي

ای ايف پي

د هغه وخت راهيسې چې عظمه نواز رينچ په لاس کې واخيستو او په پاکستان کې د ګاډو لومړۍ ښځينه کاريګره جوړه شوه، هغه د دوو عامو غبرګونونو سره مخ شوې ده: صدمه او حیرانتیا. [شازيه بهټي/ای ايف پي ټي وي/ ای ايف پي]

ملتان -- د هغه وخت راهيسې چې عظمه نواز رينچ په لاس کې واخيستو او په پاکستان کې د ګاډو لومړۍ ښځينه کاريګره جوړه شوه، هغه د دوو عامو غبرګونونو سره مخ شوې ده: صدمه او حیرانتیا.

او بیا ورسته لږ درناوی.

هغې په تير شوي ۲۴ کالو کې د جنسي توپیر او مالي خنډونو سره مبارزه وکړه، په داسې حال کې چې هغې په مکينيکل انجينيرنګ کې د ډګرۍ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوله او د پنجاب صوبې په ملتان ضلع کې په يو ورکشاپ کې یې د ګاډو د سمولو کار کولو.

عظمه ای ایف ایف ته وویل، "ما دا د ټولو ستونزو او د کورنۍ د کمزوري مالي سرچینو په وړاندې یوه ننګونه وبلله."

عظمه نواز، چې د ۲۴ کالو کاريګره ده، د سپتمبر په لومړۍ نيټه د پنجاب صوبې په ملتان ضلع کې یو موټر کار ټهيک کوي. [ایس ایس. میرزا/ای ايف پي]

عظمه نواز، چې د ۲۴ کالو کاريګره ده، د سپتمبر په لومړۍ نيټه د پنجاب صوبې په ملتان ضلع کې یو موټر کار ټهيک کوي. [ایس ایس. میرزا/ای ايف پي]

"کله چې خلک ما په دې کار کې ويني، نو هغوی واقعي حیران شي."

عظمه په دنياپور کې د يو وړوکي او بې وزلې سيمې سره تعلق لري. هغې په وظيفو ګزاره کوله او اکثر به يې خوراک نه کولو کله چې به هغې پيسې نه لرلې، په داسې حال کې چې هغې به خپله ډګري هم ترلاسه کوله.

د هغې لاسته راوړنې لږې دي. ښځو له اوږدې مودې راهيسې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې،او اکثر د فشار لاندې راغلي چې په ځوانۍ کې واده شي او د خپل مستقبل پر ځای د کورنۍ د خدمت لپاره ځان وقف کړي.

هغې وويل، د هغې قربانيو د فراغت نه وروسته په ملتان کې په ټايوټا ورکشاپ کې د کار لپاره لاره هواره کړه.

هغې د همت بايللو نه انکار وکړو

هغې وویل، "هیڅ مشکل نه شي کولی چې زما ارادې او حوصلې ته ماتې ورکړي."

عظمه په يو کال کې ترقي ترلاسه کړه او په عمومي توګه يې د ګاډو د ټهيک کولو کار پيل کړو. هغه په ورکشاپ کې د تجربه کار کاريګرانو سره په آسانۍ سره کار کوي ، د ګاډو نه ټايرونه لرې کوي، د انجنونو معاینه کوي او مختلف آلات استعمالوي -- یو داسې منظر چې په پیل کې یې ځینې پیرودونکي حيران کړي ول.

يو پيرودونکي ارشد احمد وويل، "زه حیران يم چې ما يوه ځوانه جينۍ وليدله چې درانه پالتو ټیرونه پورته کوي او د ترميم نه وروسته بيا يې بيرته په ګاډو کې لګوي."

خو د عظمه ډريورۍ او مهارت د هغې همکاران متاثره کړي دي او هغوی وايي چې هغه د خپل ځان نه زيات توان لري.

محمد عطاء الله، چې د عظمه سره يو ځای کار کوي، وویل، "مونږ چې هغې ته هر څه کار ورکوو، نو هغه يې له محنت او ژمنتيا سره د یو سړي په څیر ترسره کوي."

هغې هغه کسان، د هغې د کورنۍ د غړو په ګډون، هم قانع کړي چې د نارینو په چاپيريال کې يې د هغې د وړتیا په اړه شک لرلو.

د هغې پلار، محمد نواز، وويل، "زموږ په ټولنه کې په ورکشاپونو کې د کار کولو لپاره جينکو ته اړتيا نشته، دا ښه نه ښکاري، خو دا د هغې شوق و."

"هغه اوس مشینري سمولی شي او په سمه توګه کار کولی شي. زه هم ډیر خوشحاله یم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500