امنیت

ایران د تښتول شویو ایراني سرتیرو په هکله په پاکستان فشار راوړي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د جیش العدل غړي د اکتوبر په لومړیو کې په دې تصوير کې يو څو ورځې مخکې له هغې ښودل شوي کله چې دوی ایراني سترتيري وتښتول. [فايل]

د جیش العدل غړي د اکتوبر په لومړیو کې په دې تصوير کې يو څو ورځې مخکې له هغې ښودل شوي کله چې دوی ایراني سترتيري وتښتول. [فايل]

تهران -- ایران په تیره هفته کې د ۱۲ ایراني امنیتي ځواکونو د تښتولو له کبله په پاکستان فشار زیاتوي، په داسې حال کې چې ایراني چارواکي د دغه پيښې پړه د پولې کمزوري کنټرول او په سرحدي صوبو کې د لا قانونيت له کبله په پاکستان اچوي.

د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول (آی آر جي سي) مشر، بريګيډير جنرل محمد پاکپور د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۲ مه) پاکستان ته سفر وکړو چې د دې بحران د حل لپاره په پاکستاني مشرانو فشار واچوي.

پاکپور په تيره هفته کې پاکستان د دې پيښې مسول وګرځولو او ويې وويل چې "اوس مهال [وسله وال] په پاکستان کې اډې لري او هلته کې ژوند کوي."

د ایران اسلامي مشاورتي جرګې خبري اژانس له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان حکومت د دې پیښې مسولیت په غاړه لري ځکه چې د ایران پوځیان په پاکستان کې دننه دي.

د سپتمبر په میاشت کې ایراني ځواکونه د مشق په دوران کې په قطار کې ودريږي. ترهګريزې ډلې جيش العدل د ایران ګڼ شمیر 'ايليټ' ځواکونه تښتولې ول. [ډيفاپريس.آی آر]

د سپتمبر په میاشت کې ایراني ځواکونه د مشق په دوران کې په قطار کې ودريږي. ترهګريزې ډلې جيش العدل د ایران ګڼ شمیر 'ايليټ' ځواکونه تښتولې ول. [ډيفاپريس.آی آر]

نورو ایراني چارواکو د بد چلند له کبله په پاکستان زيات تنقيد کړی دی.

د تسنيم نيوز له مخې، علي کرد، چې د میرجاوا، چې په سيستان بلوچستان کې يوه سيمه ده، نه د ایران د مجلس (پارلمان) غړی دی، وویل، "د پاکستاني حکومت او امنیتي چارواکو سره د ګډ سرحدونو د څارنې په اړه ډیرې خبرې اترې شوي او هغوی ژمنه کړې خو تراوسه یې د خپلو ژمنو سره سم عمل نه دی کړی."

هغه وويل، "د پاکستان په بلوچستان کې نا امني شتون لري او هر ډول وسله وال ياغيان او د انقلاب پر ضد تروريستي ډلې کولی شي چې بريدونه ترسره کړي." "له بده مرغه، پاکستاني چارواکي نه همکاري کوي او نه کوشش کوي چې د دوی مخه ونيسي."

څارونکو هم دا نوټ کړه چې د پاکستان ميډيا په پراخه کچه د تښتولو دا پيښه نظر انداز کړې ده، چې دا څرګندوي چې پاکستان نه غواړي چې په دې اړه ګامونه پورته کړي.

جیش العدل د مسولیت ادعا کوي

تروريستي ډلې جيش العدل د دوشنبې په ورځ د تښتونې مسولیت په غاړه اخیستې دی. دا پيښه د اکتوبر په ۱۶ مه رامنځته شوې وه.

۱۲ ایرانيان، چې د آی آر جي سي په کې لږ تر لږه دوه استخباراتي افسران شامل ول، لولکدان کلې ته نږدې تښتول شوي ول. لولکدان د سیستان بلوچستان د مرکزي ښار زاهدان نه ۱۵۰ کلوميټره جنوب ختیځ ته پروت دی.

جیش العدل، چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی و، د سني افراطي ډلې جندالله يو سازمان دی چې په وروستیو کلونو کې یې په ایران کې په ځانګړي توګه په سيستان بلوچستان کې د ایران په امنیتي ځواکونو ګڼ شمير بریدونه ترسره کړي دي.

دې ډلې دوه تصويرونه خپاره کړل چې د آی آر جي سي ايليټ ځواک اووه غړي او پنځه پولیس کمانډو، چې جنګي آلات لري، ښيي.

دا تصويرونه هغه خود کار وسلې او سنايپر ټوپکونه، راکټ لانچرونه، ماشین ګنونه، لاسي بمونه او مهمات ښیي چې په ښکاره توګه د ایراني ځواکونو نه په زور اخيستل شوي ول.

د امنیت په اړه دوه معیارونه

په داسې حال کې چې ایران په خپله خاوره کې د ترهګرو د فعاليت پړه په پاکستان اچوي،تهران د يو جارحانه کمپاين ملاتړ کوي چې په سوريه کې په کورنۍ جګړې کې د جنګ لپاره د پاکستان ځوانان په ملېشو کې شامل کړي.

پاکستاني شیعه ګان، په ځانګړي توګه هغه کسان چې ایران ته د حاجیانو په توګه سفر کوي، د خطر سره مخامخ دي.

راپورونه وړانديز کوي چې د آی آر جي سي زینبیون بريګيډ په تيرو شپږو مياشتو کې د ۱،۶۰۰ نه زيات نوي شيعه جنګياليان د پاکستان نه استخدام کړي دي.

په دې هفته کې، رضا بختياري، چې په سیستان بلوچستان کې د اربعین حج مننتظم دی، وويل چې د اکتوبر په ۲۹ مه د اربعين نه مخکې د پاکستاني شیعه حاجیانو په شمير کې زیاتوالی راغلی دی.

مهر نيوز د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷ مه) د بختياري له خولې وويل، "د سهار نه تر اوسه پورې، ۶۰۰۰ پاکستاني حاجیانو یا اربعین حسیني، په ۱۰۳ بسونو کې سیستان بلوچستان صوبې ته د میرجاوا پولې له لارې راغلي دي."

په سپتمبر ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د استخباراتو د راپور له مخې، تقريباََ ۴،۰۰۰ شيعه حاجيان د نومبر ۲۰۱۶ او جون ۲۰۱۷ ترمنځ د پاکستان نه ایران ته تللي او بيرته نه دي راغلي.

په راولپنډۍ کې يو سينير امنيتي چارواکي پاکستان فارورډ ته وویل، "د آی آر جي سي زینبیون بريګيډ نه یوازې د ایران لپاره په استخدام کې ښکيل دی، بلکې پلان هم لري چې د ایران څخه سخت دریځه ایرانی انقلاب پاکستان ته منتقل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران د مذهبي افراطيت محور دی، چې د خپلې ډلې ترټولو لوی تروریستي دولت دی. هغه په پاکستان، افغانستان، یمن، او سعودي عرب کې د تروریستي بریدونو ملاتړ کوي. یوازې فرانس د ایران ملاتړ کوي ځکه چې د فرانس ليډرشپ له اوږدې مودې راهیسې د ایران بنسټپالو او لویو متعصب کسانو ملاتړ کوي. امریکا په سمه توګه په ایران باندې بندیزونه لګولي دي او ولسمشر ټرمپ باید دا او هغه کسان تر فشار لاندې راولي کوم چې د ایران سره مرسته کوي چې د دې اقتصاد ته وده ورکړي، که دا فرانس وي او یا د يورپ او يا د ايشيا هيواد يي ځکه چې ايران د نړۍ د سولې لپاره یو خنډ دی او پکار ده چې د دې مخه ونيول شي.

ځواب

زما په خيال ایران باید د همکارۍ غوښتنه وکړي او د دې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د دې پر ځای د هغوی کسان تورونه لګوي. سربیره پر دې، هغوی باید د سرحد خپله برخه هم پاکه کړي.

ځواب

ايران د پاکستان د بهرنيو چارو په پاليسۍ باندې يقين نه لري. په ايران کې دننه د را ايجنټان د پاکستان خلاف کار کوي. ايران هيڅکله هم نه غواړي چې يو بل هيواد دې، د تيلو زيرمو سره، په سيمه کې د هغې د تيلو واکمنۍ ته زيان ورسوي. ايران د هند سره ښې اړيکي لري او د سُني مسلمانانو لپاره نفرت يو بل فکتور دی.

ځواب

آيا دا ممکنه نه ده چې د ټولو مذهبونو، پاکستان او ايران خلک يو ځای له سولې سره ژوند وکړي او د انسانيت د بهبود لپاره کار وکړي. الله دې وکړي چې د جاهليت په دې دور کې سوله رامنځته شي. مننه

ځواب

د تعصب نه ډکه او د سعودي عرب لخوا حمایه شوي مقاله.

ځواب

هو

ځواب

مونږ بس سوله غواړو

ځواب

د ايران سرتيري په ايران کې دننه تښتول شوي دي، په پاکستان کې نه دي. دا د هغوی سيمه ده چې خوندي نه ده او زمونږ په سيمه کې لاقانونيت نشته. دا د هغوی ناکامي ده، زمونږ نه.

ځواب

ريښتيا

ځواب