امنیت

پاکستاني پوځ په سوات کې د ۱۱ کالو نه وروسته ملکي چارواکو ته واک وسپارلو

د محمد آهل لخوا

پاکستاني پوځ په ضلع سوات کې د ۱۱ کالو نه وروسته انتظامي کنټرول ملکي چارواکو ته سپارلی دی، چې دا په ناکراره سيمه کې د سولې د نوي دور لپاره يو امید رامنځته کولی شي. [محمد آهل]

سوات -- پاکستاني پوځ په ضلع سوات کې د ۱۱ کالو نه وروسته انتظامي کنټرول ملکي چارواکو ته سپارلی دی، چې دا په ناکراره سيمه کې د سولې د نوي دور لپاره يو امید کيدې شي.

د اساسي قانون د ۲۴۵ شق له مخې، پوځ اجازه لري چې "په هغه وخت کې د سول انتظاميې سره د مرستې په توګه کار وکړي کله چې دوی ته د ورته کار کولو درخواست وکړی شي." له دې امله، دوی اجازه لرله چې په ۲۰۰۷ کال کې په وادي سوات کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په وړاندې عملیات ترسره کړي.

وروسته له دې چې پوځ دغه وادي خوندي کړه، یو بريګيډ هلته کې پاتې شو چې سوله بحال وساتي او د تروريستي ګواښونو مخه ونيسي.

د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۲مه)، بریګيډير نسيم انور، د بريګيډ کمانډر، په رسمي توګه په سیدو شریف هوایې اډه کې په مراسمو کې د ملاکنډ ډويژن کمیشنر، ظهير الاسلام او د پولیسو انسپکټر جنرل سيد وزیر ته انتظامي او د قانون او نظم دنده وسپارله.

بريګيډير نسيم انور د اکتوبر په ۲۲ مه د ملاکنډ ډويژن کميشنر ظهير الاسلام ته جهنډا په حواله کوي چې په رسمي توګه په سوات ضلع کې د پوځ نه واک سول انتظاميې ته منتقل کړي. [محمد آهل]

بريګيډير نسيم انور د اکتوبر په ۲۲ مه د ملاکنډ ډويژن کميشنر ظهير الاسلام ته جهنډا په حواله کوي چې په رسمي توګه په سوات ضلع کې د پوځ نه واک سول انتظاميې ته منتقل کړي. [محمد آهل]

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په سوات کې په سیدو شریف هوايي اډه کې د اکتوبر په ۲۲ مه د پوځ لخوا سول انتظاميې ته د واک د سپارلو په مراسمو کې خطاب کوي. [محمد آهل]

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په سوات کې په سیدو شریف هوايي اډه کې د اکتوبر په ۲۲ مه د پوځ لخوا سول انتظاميې ته د واک د سپارلو په مراسمو کې خطاب کوي. [محمد آهل]

په دې مراسمو کې د حکومت او پوځ لوړ پوړي چارواکو او همداراز ځایی خلکو ګډون وکړو.

د سولې یو نوی دور

د خیبر پښتونخواه (کی پي) وزير اعلی محمود خان په دې مراسمو کې وویل چې سول انتظاميې ته د واک منتقلي يو تاریخي اقدام دی او په سیمه کې به د سولې او پرمختګ نوی دور رامنځته کړي.

د خان له مخې، ترهګرو اوسيدونکې یرغمال کړي ول، د سیمې ټولنیز- اقتصادي املاک يې تباه کړي و، سکولونه او حکومتي ادارې يې ویجاړي کړي وې.

هغه وويل، د انفراسټرکچر بیا رغول او د ملکي کنټرول بیا بحالي د ترهګرو د ماتولو لپاره د پوځ وړتیاڅرګنده کړه.

خان وويل، "سوات د مخکې په شان خوندي دى، او دلته د افراطيت او ترهګرۍ لپاره نور ځاى نشته."

په پیښور کې د کور کمانډر لفټننټ جنرل نذیر احمد بټ، چې په دغه مراسمو کې يې خطاب وکړو، له مخې، ترهګري د سوات نه ۳.۵ ملیونه وګړي وويستل، خو ټول بیرته راستانه شوي دي.

هغه زياته کړه، "اوس مهال ملکي چارواکي به د انتظاميې مسوول وي، په داسې حال کې چې پوځ به د هېواد پولې ساتي."

ملکي پولیس وده کوي

د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۱۵ مه، د خیبرپښتونخواه حکومت ملکي حکومت ته د انتظامي واک د بیرته راستنيدلو منظوري ورکړه. دا پروسه اوس پای ته رسيدلې ده او پوځ له مخکې نه په تدریجي توګه د شانګلې، بونير، بره دير، کوز دير ضلعو او نورو ځايونو نه تللی دی.

د خيبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدين محسود پاکستان فارورډ ته وويل، ملکي پولیس سوات او نورو سیمو ته بیرته راستانه شوي دي.

هغه وويل، "په مالاکنډ [ډويژن] کې د پولیسو ځواک له ۵،۸۰۰ نه تر ۲۰،۰۰۰ پورې زیات شوی دی."

هغه وويل، د سوات پولیس نن ورځ د تروریزم سره د مبارزې لپاره توان لري. هغه زياته کړه، کله چې هم پوځ د قانون او نظم ساتلو لپاره واک پوليسو ته منتقل کړی، نو پولیسو په اغيزمنه توګه خپله دنده ترسره کړې ده.

"نن په سیمه کې سوله يو ثبوت دی چې د پولیسو ځواک د پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دی چې د وګړو ساتنه وکړي او قوم مايوسه نه کړي."

د سولې لپاره 'يو ښه فال'

رحيم دل خان، چې په سوات چاینه بازار کې یو هټیوال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یو ښه فال دی چې موږ بیرته ملکي واک ترلاسه کړو."

هغه په دغه چوک کې د ټي ټي پي لخوا د خلکو وژلو ته اشاره وکړه او ويې وويل، "د ګرين چوک ويره اوس هم زمونږ په زړه کې ده، خو موږ ډاډمن يو چې ترهګر نور نشته."

خان زياته کړه، "پوځ هغوى ته ماتې ورکړو، او موږ هيله لرو چې پوليس کافي وړتيا لري چې د هر ګواښ نه موږ خوندي وساتي."

په مینګوره بازار کې د کپړو يو سوداګر، زبیرخان، پاکستان فارورډ ته وویل، په سوات کې د زياترو پوځي چيک پوسټونو لرې کولو سره، دا "صحیح وخت" دی چې کنټرول سول انتظاميې ته حواله شي.

هغه وويل، "پوځ خپل کار ترسره کړی، او کله چې اړتيا ورته وي نو بېرته راتللی شي، خو اوس يې اړتيا نشته."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 19

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه طالب علم يم او زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم. مهرباني وکړئ ما ته ټول طريقه کار وښيئ، ما لسم کړی دی او زه اوس ايف ای کوم.

ځواب

زه به سږ کال لسم وکړم او زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم. مهرباني وکړئ ما د ټول طريقه کار په اړه پوهه کړئ.

ځواب

زه د پاکستان پوځ سره يو ځای کيږم، زما عمر ۲۱ کاله دی، زما نوم کامران خان دی او مېټرک مې کړی دی

ځواب

زه غواړم چې له پاکستان پوځ سره يو ځای شم.

ځواب

اسلام عليکم پوځ. زه باکسر يم. زه په پاکستان پوځ کې د باکسنګ لپاره درخواست جمع کول غواړم. سجاول بشير

ځواب

زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم.

ځواب

هو

ځواب

زه غواړم چې له پاکستان پوځ سره يو ځای شم. ما ته نيټه وښيئ.

ځواب

د پوځ په برخه کې پاکستان ډير قوي دی، خو د پوليسو په برخه کې نه.

ځواب

زه غواړم چې له پاکستان پوځ سره يو ځای شم.

ځواب

د پاک پوځ لپاره زما مينه زما په زړه کې ده. زه دا نه شم بيانولی چې څومره زه له پاک پوځ سره مينه لرم. زه به ډير شکرګزار يم که زه د پاک پوځ سره يو ځای شم.

ځواب

زه له پاک پوځ سره مینه لرم او غواړم چې له پاک پوځ سره کې کپتان شم.

ځواب

پاک پوځ، زه له تا سره مينه لرم.

ځواب

زه له پاک پوځ سره ډیره مينه لرم او هم دا وجه ده چې زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم.

ځواب

اسلام علیکم .. زه غواړم چې له پاک پوځ سره یوځای شم ... ما ايف ايس سي پري میډیکل په لومړۍ درجه کې کړی دی ....

ځواب

زه غواړم چې د پاک پوځ کمانډو جوړ شم

ځواب

زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم. ناهید بلوچ

ځواب

د پوځ آسامۍ

ځواب

پاک پوځ ته سلام زه له پاک پوځ سره مينه لرم زه غواړم چې يو پوځي افسر جوړ شم

ځواب