جرم او انصاف

د غير قانوني مالي مرستو سره د مبارزې لپاره په پاکستان نړیوال فشار زياتيږي

د جاويد محمود لخوا

يو پاکستانی پیرودونکی د اکتوبر په ۹ مه په اسلام آباد کې د پيسو د تبادلې دوکان ته راځي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

يو پاکستانی پیرودونکی د اکتوبر په ۹ مه په اسلام آباد کې د پيسو د تبادلې دوکان ته راځي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام آباد -- نړیوال سازمانونه او څارونکي له پاکستان څخه غواړي چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د مالي تمویل په وړاندې خپلې هڅې پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي د نوي کيسونو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

د دې میاشتې په لومړيو کې، د پیسو مینځلو په اړه د ايشيا/پیسیفیک ګروپ یو وفد مرکزي ښار اسلام آباد ته سفر وکړو چې د پیسو مینځلو او د تروریزم د تمویل پر ضد د رژیم (ای ايم ايل/سي ايف ټي) د اغیزمنتوب ارزونه وکړي.

پاکستان کار کوي چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) د ضرورياتو سره سم عمل وکړي. ايف ای ټي ايف د مالي تمويل د څارنې لپاره يوه نړيواله موسسه ده چې په جون کې يې پاکستان په خپل خړ ليسټ کې شامل کړو. ایشيا پيسفيک ګروپ د ايف ای ټي ايف غړی دی.

د ايشيا پسيفک ګروپ وفد وويل چې دا د پاکستان د پرمختګ نه مطمن نه دی او زیاته یې کړه چې هیواد کمزوري بنيادي تدابیر او ناکافي حقوقي چوکاټ لري چې د تروریزم د تمویل په وړاندې مبارزه وکړي.

د پیسو مینځلو کيسونه را منځته کیږي

د ای پي جي وفد په داسې حالاتو کې سفر وکړو کله چې په پاکستان کې د پیسو مینځلو کيسونو په اړه نوي راپورونه شتون لري، چې په دې کې د پیسو زيات مقدار شامل دی.

ډاکټر اشفاق حسن خان، چې په اسلام آباد کې د ساینس او ټیکنالوژۍ په ملي يونيورسټۍ کې مشر دی، وويل، په تیرو څو هفتو کې ځايي چارواکو د بينکونو ګڼ شمیر اکاونټونه موندلي چې په کراچۍ او حیدرآباد کې د زياتو غیرقانوني پیسو د جعلي لیږدولو لپاره کارول شوي ول.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، دا کيسونه په بينکونو کې د "خپل پیرودونکي وپیژنئ" په اړه په پاليسو کې نيمګړتياوې په ګوته کوي. دا پاليسۍ څو کاله مخکې معرفي شوي وې چې په غلطه توګه د مالي نظام د کارولو مخه ونیسي او د پیرودونکو او د هغوی د عايدو د سرچینو څارنې ته وده ورکړي.

ډاکټرشجاعت مبارک، چې د ټي وي شنونکی او په کراچۍ کې په محمد علی جناح يونيورسټۍ کې د سوداګرۍ د مطالعاتو د څانګې مشر دی، وویل، په نورو وروستي کيسونو کې، خلکو زياتره د بې وزلو خلکو د ترک شوي اکاونټونو استعمالولو له لارې د پيسو مينځل ترسره کړل.

مبارک پاکستان فارورډ ته وویل، تر څو چې اکاونټ لرونکي په منظم ډول د ترک شوي اکاونټونو په ساتلو او کارولو کې دلچسپي نه وي اخيستې، د پاکستان سټيټ بينک او سوداګریز بينکونه باید په ټول هیواد کې کمپاین پیل کړي چې دغه اکاونټونه په ګوته کړي او بند یې کړي.

د زيات کار ضرورت دی

مبارک وویل، "حکومت باید د هغه ټیمونو بیاکتنه وکړي چې په پاکستان کې د پیسو مینځلو او د خطر د مالي تمویل په څارنه او تعقیب کې ښکیل دي."

هغه زياته کړه، چيلنج دا دی چې د ايس بي پي چارواکي، د پاکستان سيکيوريټيز او ایکسچینج کمیشن او همدارنګه په سیمه ایز بينکونو کې چارواکي تخنیکي مهارت یا ټريننګ نه لري چې په اغیزمنه توګه د پیسو مینځلو او تروریزم د تمویل په شمول د شکمنو معاملو تعقيب وکړي.

عبدالله خان، چې په اسلام آباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د پاکستان انسټیټیوټ منيجنګ ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د نوي حکومت تر ټولو لوړ لومړیتوب د پیسو د مینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او کرپشن مخه نیول دي."

هغه وويل، که څه هم د پیسو مینځلو ضد قانون ۲۰۱۰، چې په ۲۰۱۶ کال کې په کې ترميم شوی و، د پیسو مینځلو او تروریستي تمویل د ټولو اړخونو سره تعلق لري، خو د دې پلي کول اصلي ستونزه ده.

پاکستان د پیسو مینځلو او د وسله والو لپاره د مالي لاسرسۍ د له مینځه وړلو لپاره یو شمیر اقدامات پلي کړي دي. خان ټينګار وکړ چې دا وخت دی چې مونږ په خپل نظام کې کمزورۍ ختم کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې د پاکستان حکومت مساوي دی

ځواب