روغتیا

په ټول هيواد کې په ميلیونونو ماشومانو ته د شري خلاف د واکسینو ورکولو کمپاين روان دی

اشفاق يوسفزۍ

يو روغتیايي چارواکی د فبرورۍ په ۳ مه د خیبر پښتونخواه (کی پي) په ټاکل شویو ضلعو کې د یوې هفتې اوږد کمپاین په ترڅ کې د سکول ماشومانو ته د شري خلاف واکسين ورکوي. [د کی پي د روغتیا اداره]

يو روغتیايي چارواکی د فبرورۍ په ۳ مه د خیبر پښتونخواه (کی پي) په ټاکل شویو ضلعو کې د یوې هفتې اوږد کمپاین په ترڅ کې د سکول ماشومانو ته د شري خلاف واکسين ورکوي. [د کی پي د روغتیا اداره]

پيښور -- په خیبر پښتونخوا صوبه کې له مخکې نه نږدې یو میلیونو ماشومانو ته په ټول هیواد کې د کمپاین د یوې برخې په توګه واکسين ورکړل شوي دي. دا کمپاين د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۵ مه) پيل شو.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا د خدماتو ډايريکټر جنرل ډاکټر ایوب روز پاکستان فارورډ ته د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷ مه) وویل، په دې صوبه کې تراوسه پورې ۹۰۰،۰۰۰ماشومانو ته واکسین ورکړل شوي، او روزانه هدف ۴۰۰،۰۰۰ دی.

هغه وويل، د دې کمپاين په اړه د خلکو غبرګون ډېر ښه دی.

ډاکټر اسد حفيظ، چې د ملي روغتیا د خدماتو د مقرراتو او همغږۍ وزارت ډايريکټر جنرل دی، وویل، "په ټول هیواد کې به په ۱۲ ورځني کمپاین کې د نهه میاشتو او پنځه کالو ترمنځ ټولو ماشومانو ته واکسين ورکړل شي."

د روغتیا وزیر هشام انعام الله په پیښور کې په ليډي ريډنګ هسپتال کې د شري په افتتاحي مراسمو کې موجود دی. [د کی پي د روغتیا اداره]

د روغتیا وزیر هشام انعام الله په پیښور کې په ليډي ريډنګ هسپتال کې د شري په افتتاحي مراسمو کې موجود دی. [د کی پي د روغتیا اداره]

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د جنورۍ نه تر سپتمبر ۲۰۱۸ پورې، په پاکستان کې هغه ۲۲۰ ماشومان د شري له کبله مړه شول کوم چې د پنځه کالو نه کم عمر لرلو."

هغه وويل، "په نړۍ کې د کوچني ماشومانو د مړینې لوی لامل شری دی، او ډیر کيسونه په ترقي پذير هیوادونو کې، د پاکستان په ګډون، لیدل کیږي."

د ۴۰۰،۰۰۰ نه زیات واکسین ورکوونکي به په ټولو صوبو کې ۶ ميليونه ټاکل شوي آبادۍ ته د شري خلاف واکسین ورکوي." "موږ په هسپتالونو کې ۸،۰۰۰ ټاکل شوي مرکزونه لرو چیرې چې ماشومانو ته وړیا واکسين ورکړل کيږي."

د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر هشام انعام الله خان په پیښور کې په لیډي ریډنګ هسپتال کې کمپاین پیل کړو او ژمنه یې وکړه چې په ټول هیواد کې به د ماشومانو د ټولو نهو بيمارو خلاف واکسین ورکړي.

د اندیښنې رجحان

ډايريکټر جنرل روز پاکستان فارورډ ته وويل، "د ايپيډيمولوژیکل سرویګانو د تجزيې پر اساس، په ټول هیواد کې د شري کيسونه مخ په زیاتیدو دي، لکه څنګه چې موږ په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰،۳۴۷ کيسونه او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۱،۹۰۲ کيسونه ثبت کړي، او همداراز تر سپتمبر ۲۰۱۸ کال پورې ۱۱،۵۶۴ کيسونه ثبت شوي دي. د شري زياتره کيسونه (۷۶٪) هغه ماشومان په نښه کړل کوم چې د پنځو کالو نه کم عمر لري."

د فبرورۍ په میاشت کې، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو ايچ او) يوازې په خیبرپښتونخوا کې په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۸۴۵ کيسونو په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې ۶،۴۹۴ کيسونه ثبت کړل.

د روز په وینا، "په خیبرپښتونخوا کې په دې کال کې د شري سره د تړاو لرونکو بيمارو له کبله تقریباً ۹۸ مرګونه راپور شوي دي."

هغه زياته کړه، "د خیبرپښتونخوا روغتیایي ادارې له مخکې نه د دیني عالمانو ملاتړ ترلاسه کړی چې په جوماتونو کې اعلانونه وکړي او والدېن وهڅوي چې خپل ماشومان د واکسينو لپاره راولي."

روز وویل، ګاوي، د واکسينو نړيوال اتحاد، وفاقي حکومت ته د کمپاین لپاره مالي مرسته چمتو کوي.

ټولیزه هڅه

د روغتیا وفاقي وزیر عامر کیاني پاکستان فارورډ ته وویل، د لارښونې کمیټۍ د روغتیا د څلورو صوبايي سيکريټريانو تر مشرۍ لاندې جوړي شوي چې د کمپاين د پرمختګ څارنه وکړي.

تخنیکي کمیټۍ او ذيلي کمېټۍ په صوبو کې د عامې روغتیا د ادارو د ډايريکټرانو لاندې کار کوي چې د واکسينو ورکولو پلان شوی کمپاين کامياب کړي.

کیاني وویل، "موږ په ضلعو کې د روغتیا د مدیریت ورکشاپونه ترسره کړي چې د يونين کونسل په کچه د شري د کمپاین لپاره کوچني پلانونه جوړ کړو."

مولانا رفيق احمد، چې په مردان ضلع کې امام دی، پاکستان فارورډ ته وويل، په جوماتونو کې د واکسینو ورکولو د پراختیا لپاره په اساسي توګه د ټولنیز تحریک کمپاین پیل شوی دی.

هغه وويل، "موږ هيله لرو چې د خلکو غبرګون به مثبت وي." "والدين باید خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي چې دوی د بيمارو نه خوندي وساتي. دا یقیني کول د ټولنې اسلامي دنده ده چې ماشومان د دغه بيمارۍ نه خوندي پاتې شي."

مولانا اکرام الله، چې په پیښور کې یو مذهبي عالم دی، پاکستان فارورډ ته وویل چې هغه د واکسینو یو سخت ملاتړی دی.

هغه وويل، "په تيرو کې، طالبانو وسله والو ماشومانو ته زيان رسولی و کله چې دوی په سوات او قبايلي ضلعو کې د واکسين ورکولو مخالفت وکړو." هغه زياته کړه، پاکستانيان نور طالبان نه مني او غواړي چې خپلو زامنو او لوڼو ته واکسين ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500