ديپلوماسي

پاکستان په خپله خاوره کې د ایران د جاسوسۍ په وړاندې ډير زيات محتاط دی

د عبدل غني کاکړ لخوا

کله چې په پاکستان کې د ایران د استخدام د روانو فعالیتونو په اړه پوښتنه وشوه، نو په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هوناردوست په کويټه کې د اکتوبر په ۴ مه په يو نيوز کانفرنس کې په مستقیمه توګه د ځواب ورکولو نه انکار وکړو. هغه ادعا وکړه چې "هیڅوک نه شي مجبوره کیدی چې په داسې فعاليتونو کې برخه واخلي، چې دا په ښکاره توګه د هغه لخوا اعتراف دی چې پاکستانیان په سوريه کې د ايراني ځواکونو سره جګړه کوي. [عبدل غني کاکړ]

کويټه -- د ایران د سیمه ییزو لاسوهنې د خطر سره، پاکستاني چارواکي او څارونکي په پاکستان کې د ایران د استخباراتي فعالیتونو له کبله د مخ پر زیاتيدونکي ګواښ په اړه اندیښنې لري.

په تیرو دوو کلونو کې، د ایران ګڼ شمير استخباراتي چارواکي، چې په پاکستان کې د ایران په سفارت خانه او قونصل خانو کې تعينات شوي، په ډيرو شکمنو فعالیتونو کې، زياتره په ایراني مليشو کې د پاکستانيانو په استخدام کې، ښکيل دي.

په ایران کې د ایران سفیر مهدي هوناردوست په کويټه کې په يو اوسني نيوز کانفرنس کې ومنله چې د هغه هيواد په دې ډول فعالیتونو کې رول لري.

هوناردوست د اکتوبر په ۴ مه په کويټه کې په پاکستان کې د ایران د استخدام د روانو فعالیتونو په اړه په غیر مستقیم ډول يوې پوښتنې ته ځواب ورکړو او ويې وویل چې پاکستاني شيعه ګان د ایران له لارې سوریې ته ځي او "په خپله خوښه" جنګ کوي.

یو پاکستانی سړی، چې په سوريه کې يې د زینبیون بريګيډ د یوې برخې په توګه جګړه کړې وه، د اګست په میاشت کې د ایران په قم کې ښخ شو. [فايل]

یو پاکستانی سړی، چې په سوريه کې يې د زینبیون بريګيډ د یوې برخې په توګه جګړه کړې وه، د اګست په میاشت کې د ایران په قم کې ښخ شو. [فايل]

دا هغه تصوير دی چې ایران په زینبیون بريګيډ کې د پاکستانيانو د استخدام لپاره په خپل پروپيګنډه فلم 'مينه وال مري' کې استعمال کړی. [فايل]

دا هغه تصوير دی چې ایران په زینبیون بريګيډ کې د پاکستانيانو د استخدام لپاره په خپل پروپيګنډه فلم 'مينه وال مري' کې استعمال کړی. [فايل]

کله چې په هغه فشار واچول شو، نو هغه په مستقیم ډول د ځواب ورکولو نه انکار وکړو او ادعا یې وکړه چې "هیڅوک نه شي مجبوره کیدی چې په داسې فعالیتونو کې برخه واخلي، چې دا په روښانه توګه د هغه لخوا اعتراف دی چې پاکستانیان په سوریه کې د ايراني ځواکونو سره جګړه کوي.

د سفیر د تبصرو د ویډیو د لیدلو لپاره دلته کلیک کړئ.

د دې وضعیت په اړه د هغه بيان د هغه شواهدو پر ضد دی چې د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي قول (آی آر جي سي) په پاکستان کې يو جارحانه کمپاین ترسره کوي چې په زينبيون بريګيډ کې شیعه ګان استخدام کړي.

راپورونه وړاندیز کوي چې آی آر جي سي په تیرو شپږو میاشتو کې له پاکستان څخه ۱۶۰۰ نوي جنګيالي استخدام کړي او مختلف تاکتیکونه کاروي چې ځوانان د دې په لیکو کې شامل کړي.

ژورې اندیښنې

په راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاع يو سينير چارواکي، احسن حبیب، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د پاکستان لپاره يوه لويه اندیښنه ده چې ایران نه یوازې د ترهګرۍ ملاتړ کوي بلکې په سوریه کې د سولې ضد رول په ښکاره توګه توجیه کوي."

هغه وويل، "ايران په اصل کې په سيمه کې يو شکمن رول لوبوي، او د هغې بدنامه آی آر جي سي د خپلو پوځي اهدافو لپاره مذهب کاروي. زموږ متعلقه چارواکي کافي شواهد لري چې په پاکستان کې په شيعه ټولنه کې د ايران زياتيدونکی نفوذ ثابت کړي."

حبيب وضاحت وکړو چې د کورنيو چارو وزارت د ايران او عراق څخه د راستنيدونکو شيعه حاجيانو په کلکه څارنه کوي څو دا يقيني کړي چېايران يې د خپلو موخو لپاره نه کاروي.

هغه وویل، "ایران هڅه کوي چې په پاکستان کې د ستراتیژیکي موخو لپاره د سیاسي وضعیت نه ګټه پورته کړي." "دا نوره پټه خبره نه ده چې ایران څنګه زموږ د شخړو نه ګټه پورته کوي او زمونږ په هیواد کې د هغه عناصرو مرسته کوي چې دلته کې اړې ګړې رامنځته کړي."

میجر (ريټايرډ) عمر فاروق، چې په پیښور کې د دفاعي چارو شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، پاکستان د پولې د خوندي کولو پرته په خپله خاوره کې د ایران نفوذ نه شي کنټرولولی.

هغه وويل، چارواکي بايد د ايران او پاکستان ترمنځ په پوله باندې د غير قانوني تګ راتګ د کنټرولولو لپاره د امنيت يو سخت او مناسب ميکانيزم پلي کړي.

هغه وويل، "دا دومره آسانه خبره نه ده لکه څنګه چې موجوده حکومت وايي." "زما په خيال، دا وخت دی چې مونږ په پاکستان او سیمه کې د ایران د مخ پر زیاتیدونکي ګواښ د مخنيوي لپاره د پاليسۍ بيا کتنه وکړو."

فاروق وویل، "موږ دا تورونه نه شو برداشت کولی چې د پاکستان وسله وال په بهر کې د سولې او ثبات په خرابولو کې لاس لري."

هغه وویل چې د پاکستان وګړي، چې د آی آر جي سي تر کمانډ لاندې جنګیږي، د پاکستان د ملي امنیت پالیسۍ په اړه خورا منفي انځور وړاندې کوي.

فاروق وويل، "موږ بايد د هرو ممکنو لارو په واسطه د پاکستاني شيعه جنګياليو استخدامولو مخه ونيسو."

هغه وويل، "د هغه شکمنو کورنيو، چې زموږ خلک وو او په سوريه کې وژل شوي ول، په مساوي توګه د دې وضعيت مسؤوليت لري." "چارواکي باید د دوی رول وڅیړي او د دوی احتساب وکړي."

د ډله ايز تاوتریخوالي ملاتړ

په اسلام آباد کې يو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د دې روانو مسلو په حل کولو سره، پاکستان د سفارتي چینلونو له لارې د ایران سره خبرې اترې کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه دا تاییدوم چې زموږ چارواکي چمتو دي چې په پاکستان کې دننه د بهرنیو استخباراتو سره مقابله وکړي او په هيواد کې د ایران د فعاليتونو په کلکه څارنه کوي."

دغه چارواکي وويل، "بلوچستان د پاکستان په مهمو ستراتیژیکي او حساسو برخو کې دی، ځکه چې دا د ایران او افغانستان سره یوه کمزوري پوله لري." "ایران د دې نه انکار نه شي کولی چې دې په تیرو وختونو کې د سولې ضد هغه ډلو او عناصرو سره مرسته کړې وه چې په پراخه توګه په تروریزم او په پاکستان کې د دولت ضد په فعالیتونو کې ښکیل ول."

د ایران استخباراتو په لیاري کې په ډله ايزو جګړو کې ځینې کلیدي شکمن کسان، د رحمان ډاکو، بابا لاډله او نورو کسانو په شمول، پټ وساتل او هغوی ته یې خوندي لاره برابر کړه.

لياري د کراچۍ يو نيبرهوډ دی چې د جنګ جګړو او نورو جرمونو له کبله مشهور دی.

هغه وويل، "په وروستي تحقیقاتو کې، موږ دا ثابته کړه چې په لیاري کې د ډله ايز جنګ شکمن غفار زکي، چې د اکتوبر په ۴ مه په کراچۍ کې د پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی و، پخوا په ایران کې و او څو هفتې مخکې پاکستان ته راستون شو."

د ځینې راپورونو له مخې، "ایران په پراخه توګه د پراکسي عناصرو سره مالي مرسته کوي چې د خلکو خيالات په خپل حق کې بدل کړي."

هغه زياته کړه،ایران په قوي توګه کار کوي چې د آمريکې د اقتصادي پابندو له کبله په پاکستان کې د خپلو راتلونکو فعاليتونو لپاره یو ښه انځور ترلاسه کړي -- ځکه چې دا د پاکستان د مرستې نه بغير د خپل اقتصاد چيلنجونه نه شي ختمولی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د تعصب نه ډکه مقاله ده او د دې حقيقت نه سترګي پټوي چې سعودي عرب مخکې هم او اوس هم د ۱۲۰۰ مدرسو سره مالي مرسته کوي چې په پاکستان او زموږ په ګاونډ کې د ترهګرۍ سرچینه ده. الله دې زموږ په ټول چاپیره ګاونډ کې سوله راولي.

ځواب

د بحرين په ځانګړي ځواکونو کې له ۵۰۰۰ نه زیات پاکستانیان خدمت کوي. په تیرو کې، په سلګونو جنګيالي په افغانستان کې جنګيدلي ول. زه فکر کوم چې دا مقاله د تعصب نه ډکه ده او د حقيقت څخه لرې ده. موږ به په پاکستان کې فرقه ايزو مسلو ته هوا ورکول ونه منو. پاکستان زنده آباد.

ځواب

وزيراعظم له پکار ده چې خپل وزيران کنټرول کړي چې هغه خبرې نه کوي کومې چې د پاکستان خلاف وي او دوی له پکار ده چې ټوله توجو کاري پرمختګ او عمل له ورکړي

ځواب

په پاکستان کې د سعودي تمویل شوي فتنې په اړه هیڅ خبر نه لیدل کیږي، چې زمونږ سرتیري او ماشومان يې وژلي دي. دا ويب پاڼه د ريال اخيستونکو لخوا جوړه شوې ده.

ځواب

ایران ھمیشہ دمسلمانو مخالفت کڑی اواوس ھم پکی کار کوی ۔زمونگہ حکومت خہ پوھیگی ۔۔۔مونگہ سہ کولای شو

ځواب

هو سعودیان د تیرو دوو پیړیو راهيسې امت ته زيان رسوي او بیا هم ایران یوازينی دښمن دی چې مونږ يې پيژندلی شو. څومره حيرانونکي خبره ده؟ لیکوال خورا تعصب لري او په روښانه توګه زياتره ښکاره حقیقتونه بدلوي.

ځواب