زده کړه

پاکستاني چارواکي په سکولونو کې د جسماني سزا د ختمولو لپاره کار کوي

د جاويد خان لخوا

په کراچۍ کې د اپريل په ۷ مه په جامعه بنوریا عالیمیا -- چې یوه اسلامي تعلیمي اداره ده -- کې يو دیني زده کونکی په سالانه امتحان کې برخه اخلي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

په کراچۍ کې د اپريل په ۷ مه په جامعه بنوریا عالیمیا -- چې یوه اسلامي تعلیمي اداره ده -- کې يو دیني زده کونکی په سالانه امتحان کې برخه اخلي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

پیښور -- د پاکستان نوی حکومت پلان لري چې په جسماني سزا باندې بنديز ولګوي. جسماني سزا په ټول هیواد کې په سکولونو او نورو تعلیمي ادارو کې په پراخه توګه يو منل شوی عمل دی.

ښوونکي اکثر سخته جسماني سزا ورکوي چې نظم و ضبط يقيني کړي او یا په سکولونو کې د زده کوونکو کارکردګي ښه کړي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدری د سپتمبر په ۵ مه د کابینې د غونډې نه وروسته په يو نيوز کانفرنس کې وويل، "وزیر اعظم عمران خان په سکولونو کې په جسماني سزا باندې بندیز لګولی دی."

د چوهدري د وینا له مخې، د تعليم وفاقي وزیر شفقت محمود د مشرۍ لاندې يو کاري ځواک پلان لري چې په تعلیمي نظام کې ترميم وکړي او د نصاب معیار او کیفیت يقيني کړي.

د ویډیو یو سکرين شاټ په پاکستان کې په يو سرکاري سکول کې يو ښوونکی ښيي چې زده کونکو ته جسماني سزا ورکوي. [برډي آفيشل]

د ویډیو یو سکرين شاټ په پاکستان کې په يو سرکاري سکول کې يو ښوونکی ښيي چې زده کونکو ته جسماني سزا ورکوي. [برډي آفيشل]

د صوبايي حکومتونو او شوراګانو لخوا په سکولونو کې په جسماني سزا باندې پخواني بندیزونه د تطبیق د مسلو سره مخ دي.

د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په میاشت کې، د سيند صوبايي اسمبلۍ يوه مسوده منظور کړه چې د ښوونکو یا تعليمي ماهرانو لخوا د زده کوونکو په جسماني سزا او په ناوړه چلند بنديز لګوي. دا د ملګرو طالب علمانو لخوا په ځورولو باندې هم بنديز لګوي. د جنورۍ په مياشت کې د پنجاب حکومت يوه اعلاميه جاري کړه چې په صوبه کې په تعلیمي ادارو کې په جسماني سزا باندې بنديز لګوي.

عمران ټکر، چې په پيښور کې د ماشومانو د حقونو فعال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "يوازې د سيند صوبې په تعليمي ادارو کې په جسماني سزا باندې د بنديز لپاره يو قانون تصويب کړی دی، چې بايد په صوبايي او وفاقي کچه عملي شي."

د پاکستان د سزا قانون ۸۹ برخه، چې د لږې جسماني سزا اجازه ورکوي، باید ختمه کړل شي. هغه زیاته کړه، چې د دې لپاره سزا "باید د شپږو کالو جيل او ۵۰،۰۰۰ روپۍ [۴۰۵ آمريکايي ډالره] جرمانه وي لکه څنګه چې د خیبر پښتونخواه د ماشومانو د خوندیتوب او بهبود قانون کې ذکر شوی دی."

ټکر وویل، سکولونه او صوبايي تعلیمي ادارې باید د کلاس په سنبالولو او د ماشومانو سره په دوستانه ماحول کې په زده کړه باندې کار وکړي.

هغه زياته کړه، "سکولونه بايد د والدينو او ښوونکو په غونډو کې د سلا مشورو له لارې د ماشومانو ستونزې په ګوته کړي."

زده کونکي د سکول نه منع کول

جسماني سزا په هغو وجوهاتو کې ده چې له امله یې په خیبرپښتونخواه او د هیواد په نورو برخو کې په سلګونه زره ماشومان سکولونو ته نه ځي.

په ځینو کيسونو کې، پولیسو په چترال، لاهور، پیښور او نورو ښارونو کې ښوونکي وروسته له هغې ونيول کله چې د ماشومانو سره د بد چلند په اړه ویډیوګانې په سوشل ميډيا باندې خپرې شوې.

کليم خان، ۲۲ کلن، چې په پېښور ښار کې د ګاډو په ورکشاپ کې کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "ما خپل تعليم په څلورم جماعت کې د خپلو ښوونکو لخوا معرفي شوي د سپکاوي سزاګانو له کبله پريښودو."

هغه وويل، د هغه مور او پلار غوښتل چې هغه خپل تعليم جاري وساتي، خو د ښوونکو لخوا ناوړه چلند او جسماني سزا هغه د تعليم نه منع کړو.

خان وويل، "وفاقي حکومت، د تعليمي ډیپارټمنټ په ګډون، بايد دا يقيني کړي چې په ځانګړي توګه په سرکاري سکولونو کې د هيڅ يو زده کونکي سره بد چلند او د هغه بې عزتي ونه کړی شي، چيرې چې جسماني سزا يو عام عمل دی."

وضعیت د زده کونکو لپاره د څه حده پورې ښه شوی دی. سکولونه او کالجونه او حتی مدرسې د جسماني سزا نه ډډه کوي.

سليمان احمد، ۲۸ کلن، چې په پېښور کې په يوې مدرسه کې استاد دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د زده کوونکو په جسماني سزا یا سپکاوي باندې باور نه لرو، خو موږ په نرمۍ سره هغوی هڅوو چې د مذهب او همداراز د عصري تعليم په اړه پوهې ته دوام ورکړي."

هغه وويل، مدرسې نه غواړي چې ماشومان تعليم پریږدي، له همدې کبله زيات زده کوونکي د قرآن او د اسلامي تعليماتو د زده کړې لپاره مدرسو ته راځي.

د 'فولنګ' مخنيوی کول

د جسماني سزا سربیره، په پاکستان کې والدين په "فولنګ" باندې نظر ساتي. پولنګ په کالجونو او نورو تعليمي ادارو کې د نويو طالب علمانو د ځورنې او تنګولو لپاره يوه سيمه ايزه اصطلاح ده.

د سپتمبر په میاشت کې، ګڼ شمير والدينو د پولیسو سره اړيکه ونيوله چې هغه زاړه زده کونکي ونيسي کومو چې د هغوی ماشومان ځورلي او د هغوی بې عزتي یې کړې ده. دغه والدين وايي چې دا عمل په تعليم کې ځنډ رامنځته کوي.

په پيښور کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر، قاضي جميل الرحمان پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د ټولو تعلیمي ادارو مشرانو ته لیکلي دي چې د "فولنګ" په نوم د سينير زده کوونکو له خوا په بد چلند، سپکاوي یا په تنګولو باندې نظر وساتي ځکه چې ډیرو والدینو د پولیسو سره اړيکه نيولی چې دا عمل ختم کړي."

هغه وويل، د جسماني سزا په څیر، 'فولنګ' يو لوی فکتور دی چې زده کونکي د زيات تعليم ترلاسه کولو نه منع کوي.

رحمان وويل، "والدينو وروسته له هغې خطونه واستول کله چې ويډيوګاني خپرې شوې چې ملګري طالب علمان په کې ځينې طالب علمان ځوري او جسماني بد چلند ورسره کوي او کورنيو د هغه ماشومانو د کورنيو په وړاندې کيسونه درج کړل کوم چې د وړو طالب علمانو په ځورولو کې ښکيل ول."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500