روغتیا

پاکستاني ډاکتران د ترهګرۍ د قربانيانو د علاج کولو په اړه د نړۍ سره خپل مهارتونه شريکوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د جولای په ۱۰ مه د عوامي نیشنل پارټۍ په مشر هارون بشیر بلور باندې په ځانمرګی برید کې ژوبل شوی کس د پیښور په لیډي ریډنګ هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. بلور په دغه بريد کې وژل شوی و. [ايل آري ايچ]

د جولای په ۱۰ مه د عوامي نیشنل پارټۍ په مشر هارون بشیر بلور باندې په ځانمرګی برید کې ژوبل شوی کس د پیښور په لیډي ریډنګ هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. بلور په دغه بريد کې وژل شوی و. [ايل آري ايچ]

پیښور -- د پیښور لیډي ريډنګ هسپتال (ايل آر ايچ)، چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې د جنګ لخوا ځپل شويو ناروغانو په علاج کولو کې تر ټولو مخکې دی، د ترهګرۍ د قربانيانو په علاج کولو کې په ټوله نړۍ کې د هسپتالونو او ډاکټرانو سره خپل مهارتونه شريکوي.

ډاکټر عامر بلال، چې په ايل آر ايچ کې د کارډيو - تورا کيک ډیپارټمنټ مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ترهګرۍ زیاتیدونکي څپې روغتيايي ټولنه خبرداره کړې او هغوی غواړي چې د بمونو او ځان وژونکو بریدونو له کبله د زخمونو د علاج کولو په اړه مهارت ترلاسه کړي."

هغه وويل، په بيړني روغتيايي پاملرنه کې د پاکستان رول په ټوله نړۍ کې ستاينه ترلاسه کړې ده.

د سپتمبر په میاشت کې بلال برلین ته سفر وکړو چې په جرمني کې د تورا کیک او کارډیو واسکولر سرجرۍ لپاره د تاو تریخوالي بريدونو نه بچ پاتې شويو کسانو د علاج په اړه د خپل ريسرچ تشريح وکړي.

ډاکټر عامر بلال (په منځ کې) د آسټريليا په میلبورن کې د توراکیک او د کارډیووسکولر ایشیایي سرجنانو د اتحاديې د غړو سره په تیر نومبر کې د اتحاديې په کلني کانفرنس کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. بلال د هغه زخمونو په اړه خبرې کوي کوم چې د ترهګرۍ سره تړاو لري. [ايل آر ايچ]

ډاکټر عامر بلال (په منځ کې) د آسټريليا په میلبورن کې د توراکیک او د کارډیووسکولر ایشیایي سرجنانو د اتحاديې د غړو سره په تیر نومبر کې د اتحاديې په کلني کانفرنس کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. بلال د هغه زخمونو په اړه خبرې کوي کوم چې د ترهګرۍ سره تړاو لري. [ايل آر ايچ]

هغه په دې کانفرنس کې وویل، "جرمني غواړي چې د ترهګرۍ اړوندو زخمونو د علاج په اړه د ټرينګ ترلاسه کولو لپاره خپل ډاکټران د پیښور ايل آر ايچ ته واستوي." "موږ هغوی ته د بمونو او ځانمرګي بريدونو له کبله د ژوبل شويو مريضانو د روغتيايي ستونزو او د هغوی د پاملرنې په اړه معلومات ورکړل."

بلال وویل، "موږ هڅه کوو چې خپله پوهه ... په نورو هيوادونو کې ډاکټرانو ته منتقل کړو ځکه چې ترهګري یوه نړیواله ستونزه جوړه شوې ده." "په ټوله نړۍ کې روغتيايي ټولنې د لارو چارو په لټه کې دي چې د هغه کسانو ښه خدمت وکړي کوم چې د بمونو او وسلو له خوا ځپل شوي دي."

په نړيواله کچه مهارت شريکول

په تير کال کې، بلال په ۱۰ هيوادونو کې په نړیوالو روغتیايي غونډو کې خبرې کړي دي. هغه د خپل ريسرچ او په بمي چاودنو کې د مختلف قسم زخمونو د علاج کولو په برخه کې د ايل آر ايچ د پراخې تجربې په اړه خبرې اترې کوي.

د ۱،۷۵۰ بسترو هسپتال د ۲۰۱۶ او جون ۲۰۱۸ کال ترمنځ د ترهګرۍ اړوند پیښو کې تقريباََ ۱۲،۰۰۰ ژوبل شوي ناروغان ثبت کړي دي.

هغه وويل، "زموږ ډاکټرانو، تخنیکانو او نرسانو په کاميابۍ سره د ۹۵٪ ژوبل شويو کسانو علاج وکړو." "اوس، نړۍ د ترهګرۍ سره مخ ده، نو موږ د هغوی [د ايل آر ايچ کارمندانو] مهارتونه لوړوو چې په اغیزمنه توګه د ناروغانو [که هر ځای وي] علاج وکړي."

بلال په ډیرو هیوادونو کې د جګړې د تلفاتو په اړه د ايل آر ايچ د مهارتونو او د هغه لارو چارو په اړه درسونه ورکړي چې څنګه په بمي چاودنو کې د ژوبل شوي کسانو د معذورۍ او مرګ چانسونه کم کړي. هغه هیوادونه، چې هغه په کې درسونه ورکړي دي، په هغې کې آسټريا، آسټريلیا، چین، سپين، سویټزرلینډ، جرمني، متحده عرب امارات، انډونيشيا، سکاټلینډ او روس شامل دي.

ډاکټر مختيار زمان آفريدي، چې په ايل آر ايچ کې پخوانی ميډيکل ډايريکټر پاتې شوی دی، وویل، دا د پاکستان لپاره خورا د عزت خبره ده چې د جګړې او د ټراما قربانیانو په علاج کولو کې خپله تجربه او مهارت د نړیوالو روغتیایی همکارانو سره شريک کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ډيره اړينه ده چې مونږ د هغه نورو طبي ډاکټرانو سره خپله پوهه شریک کړو چې هیوادونه یې د تروريستي تاوتریخوالي د خطر سره مخ دي."

د ټراما پاملرنه ښه کول

ايل آر ايچ چمتو دی چې په ايمرجنسي او ټراما کې پوسټ ګريجويټ ټريننګ پيل کړي ځکه چې دا په پبلک سيکټور کې لومړۍ اداره ده چې د پاکستان د ډاکټرانو او سرجنانو کالج نه يې ضروري تصديق ترلاسه کړو.

آفريدي وويل، "موږ د ډاکټرانو لپاره د سپيشلايزيشن ټريننګ پروګرام پيل کړى دى چې په ټوله صوبه کې به ځای پر ځای شي چې د هغه مريضانو پاملرنه ښه کړي کوم چې د جنګ او ټراما له امله ځپل شوي دي."

ډاکټر قيصر سجاد، چې د پاکستان طبي اتحاديې سيکريټري دی، وويل، د طالبانو اوږد مهاله ظلمونو په غمژنه توګه سیمه ایز طبيبان مجبوره کړل چې د هغه ژوبل شويو کسانو په علاج کولو کې مهارت ترلاسه کړي کوم چې د جګړې سره تړاو لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ سرجنان، په ځانګړې توګه هغه، چې د پیښور په هسپتالونو کې میشت دي، د هغه مريضانو په علاج کولو کې خورا تجربه لري کوم چې د جګړې او تاوتریخوالي له امله ځپل شوي دي." "اوس ټوله نړۍ ... [زموږ] له کار څخه ګټه پورته کولی شي."

د عابد مجيد، چې د خیبر پښتونخواه د روغتیا ادارې سيکريټري دی، په وینا، خیبر پښتونخواه (کی پي) په خپلو ۲۶ ضلعو کې بیړني روغتیایی خدمتونه جوړ کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ضلعې ټول مرکزي هسپتالونه په بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو کې ځپل شوي ناروغان تر لاسه کوي." "موږ د طبي ماهرينو صلاحيتونو ته وده ورکوو چې دوی په اغیزمنه توګه د قربانیانو علاج وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500