ټاکني

د اپوزیشن سیاستدان د جمهوري معيارونو اهمیت په ګوته کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان د اپوزیشن مشر مولانا فضل الرحمان د اګست په ۸ مه په اسلام آباد کې مظاهره کوونکو ته خطاب کوي او د هغوی پام د جولای په مياشت کې په انتخاباتو کې دهاندلۍ ته راړوي. د اپوزیشن سیاسي پارټو په خپلو انديښنو قابو موندلې او په پاکستان کې د جمهوريت د ملاتړ لپاره اعلان کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

د پاکستان د اپوزیشن مشر مولانا فضل الرحمان د اګست په ۸ مه په اسلام آباد کې مظاهره کوونکو ته خطاب کوي او د هغوی پام د جولای په مياشت کې په انتخاباتو کې دهاندلۍ ته راړوي. د اپوزیشن سیاسي پارټو په خپلو انديښنو قابو موندلې او په پاکستان کې د جمهوريت د ملاتړ لپاره اعلان کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

پیښور -- د جولای په مياشت کې په عمومي انتخاباتو کې د بې نظمیو راپور سره، د پاکستان د اپوزیشن مشران زيات هيله مند دي چې د وزیر اعظم عمران خان نوی حکومت به په هیواد کې جمهوري معيارونو او پروسې ته وده ورکړي.

د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر، فرحت الله بابر، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه اندیښنې لرو، خو موږ اوس هم د جمهوري بهیر د پیاوړتیا لپاره د نوي حکومت ملاتړ کوو." "دا به د [ملي] پرمختیا اود تاوتریخوالي له منځه وړلو لامل جوړ شي."

هغه وويل، "دا ښه پرمختګ دی چې ووټ ورکوونکو په انتخاباتو کې هغه پارټۍ رد کړي چې د ترهګرۍ ريکارډ يې لرلو، ځکه چې دوی سوله غواړي."

عبد الرحمان، چې په عبدالولي خان يونيورسټۍ مردان کې يو سياسي شنونکی دی، وويل، په جمهوري بهير باندې د خلکو باور زيات شوی او په تيرو دوو انتخاباتو کې د ووټ ورکوونکو شمير تر ټولو زيات و.

د پولیسو افسر د سپتمبر په ۱۰ مه د محرم له پیل څخه دوه ورځې وړاندې د هغه موټر تلاشي کوي کوم چې پيښتور ته ننوځي. د اپوزیشن غړي هیله مند دي چې جمهوريت به د تروریزم له منځه وړلو کې مرسته وکړي. [جاوید خان]

د پولیسو افسر د سپتمبر په ۱۰ مه د محرم له پیل څخه دوه ورځې وړاندې د هغه موټر تلاشي کوي کوم چې پيښتور ته ننوځي. د اپوزیشن غړي هیله مند دي چې جمهوريت به د تروریزم له منځه وړلو کې مرسته وکړي. [جاوید خان]

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ټول ملت د حکومت تر شا ولاړ دی چې د پرمختګ او سولې په شمول د خپلو اهدافو په تر لاسه کولو کې د دې سره مرسته وکړي." "یووالی به کاميابۍ رامنځته کړي."

د اګست په ۱۹ مه قوم ته د خان خطاب په [پاکستانيانو] کې د اعتماد او ځان د درناوي احساس راپيدا کړو، کوم چې د حکومت پريکړې د يو آواز سره منلو ته چمتو دي."

'ترهګري به ختم شي'

د خیبر پښتونخواه ګورنر، شاه فرمان، چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) یو مشر دی، د پاکستان د پرمختګ په اړه هیله څرګنده کړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "ټولې سياسي پارټۍ ... د ترورېزم په وړاندې متحد دي، چې موږ ته دا اميد راکوي چې پاکستان [د يو ستر هېواد په لور] روان دی."

فرمان وویل، چې کنټرول او توازن د جمهوريت تعریف کوي، او هغه کسان چې په کار کې پاتې راځي، هغوی به په راتلونکو انتخاباتو کې د ووټ ورکوونکو د غصې سره مخامخ شي. په نتيجه کې، ټول ټاکل شوي چارواکي به هڅه وکړي چې د خپلو حلقو وضعیت ښه کړي چې دوی بیا وټاکل شي.

داسې هڅې "به سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي."

خادم حسين، چې په پېښور کې يو امنیتي شنونکی دی، وويل، د جمهوريت د پیاوړتیا مطلب د ترهګرۍ اختتام دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "څومره چې ژر جمهوري حکومت پیاوړتيا ترلاسه کوي، نو تروریزم به ختم شي." "د تاوتریخوالي مرتکبین جمهوريت نه خوښوي او غواړي چې د زور په کارولو سره په ټولنه باندې کنټرول ترلاسه کړي، چې خلکو ته د منلو وړ نه ده."

حسین وویل چې زياتره قانون جوړونکي د دې مسلو په اړه پوهيږي چې د دوی حلقې ورسره مخ دي، او تمه کیږي چې دوی به د هيواد د داخلي او بهرني بحرانونو د حل لپاره لاره په ګوته کړي.

هغه وويل، "پاکستان يوې غير جانبدرانه بهرنۍ پاليسۍ ته اړتيا لري چې د ګاونډي هېوادونو او همداراز د متحده آيالاتو، چې د ترهګرۍ په وړاندي په جګړه کې زمونږ اصلي ملګری دی، سره د ښه اړيکو د پياوړتيا لپاره خلپه ايجنډه پوره کړي."

د جمهوريت له لارې پرمختګ او سوکالي

میاں افتخار حسين، چې د عوامي نیشنل پارټۍ سيکريټري جنرل دی، وويل، هغه د خان حکومت څخه غواړي چې د اورپکۍ سره مبارزه وکړي او د سولې لپاره لاره هواره کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "کله چې موږ تاوتريخوالی ختم کړو، نو پرمختګ به پيل شي." "د عامو خلکو سوکالي باید د حکومت بنيادي موخه وي."

فرهاد علي، چې په خیبر پښتونخواه کې د پاکستان مسلم لیګ نواز (پي ايم ايل-اين) یو مشر دی، وويل، ډیرو سیاسي پارټو ژمنه کړې چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي، او اوس به دوی خپل مشن قومي اسمبلۍ ته ورسوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان په تیرو دوو لسیزو کې د سولې د نشتوالي له امله خورا ځپل شوی دی، او دا د ټاکل شويو استازو لومړنۍ دنده ده چې د سولې لپاره کار وکړي."

هغه وويل: "وسله والو د اسلام نوم په غلطه توګه استعمالوي چې پاکستانيان وهڅوي چې د هغوی سره يو ځای شي." "موږ باید په جمهوري توګه کار وکړو چې پاکستانیان ډاډ ترلاسه کړي چې [جمهوريت] د حکومت غوره قسم دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500