تروريزم

ردالفساد عملیات د ترهګرو پر وړاندې ژمنه څرګندوي

د محمد آهل لخوا

پاکستاني پوځیان او ځایي خلک د هغه اوو پاکستاني سرتيرو په جنازه کې ګډون کوي کوم چې د شمالي وزيرستان په ګرلامۍ سیمه کې د سپتمبر په ۲۲ مه ووژل شول. [د ګلګت بلتستان حکومت]

پیښور -- ردالفساد عملیات، چې د استخباراتو پر بنسټ هدفي عمليات دي او په فبروری ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان پوځ لخوا پیل شوې ول، دوام لري چې د هغه تښتيدونکو وسله والو په نيولو کې پرمختګ وکړي کوم چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې پټ شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر لخوا د يو بيان له مخې، د سپتمبر په ۲۲ مه، د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان په ګرلامۍ سیمه کې نهه ترهګر ووژل.

په دغه بيان کې راغلي، چې د ترهګرو ډله شمالي وزيرستان ته داخل شوې وه او په ګرلامۍ او سپيرا کونړ الګد سيمو کې په يو "پټنځای" کې پټ شوي ول.

د دغه بيان په وينا، د وسله والو سره د سختو ډزو په تبادله کې د يو کيپټن په شمول د پاکستاني ځواکونو اووه سرتيرى ووژل شول.

کيپټن جنيد (ښیي اړخ ته)، چې په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوی، د سپتمبر په ۲۲ مه په شمالي وزیرستان کې د شپږو نورو سرتیرو په ګډون ووژل شو. [آی ايس پي آر]

کيپټن جنيد (ښیي اړخ ته)، چې په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوی، د سپتمبر په ۲۲ مه په شمالي وزیرستان کې د شپږو نورو سرتیرو په ګډون ووژل شو. [آی ايس پي آر]

پاکستاني پوځیان د سپتمبر په ۲۲ مه وسلې او ګوله بارود ښيي. دا وسلې او ګوله بارود د هغه وسله والو نه ترلاسه شول کومو چې د پولې هاخوا نه په شمالي وزيرستان برید کړی و. [محمد آهل]

پاکستاني پوځیان د سپتمبر په ۲۲ مه وسلې او ګوله بارود ښيي. دا وسلې او ګوله بارود د هغه وسله والو نه ترلاسه شول کومو چې د پولې هاخوا نه په شمالي وزيرستان برید کړی و. [محمد آهل]

لوړ پوړو چارواکو د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ وکړو.

د شهيدانو ستاينه او د بریالیتوب ژمنه کول

د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه په بيلا بيلو بیانونو کې د وژل شوي سرتیرو د قربانو ستاينه وکړه. هغوی وويل، پاکستان به تروریزم ته ماتې ورکړي او د سرتیرو قربانۍ به یاد وساتي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر، رستم شاه مهمند، پاکستان فارورډ ته وویل، "د استخباراتو پر بنسټ دا ډول عملیات د تروریزم په وړاندې د مخنيوي پیاوړی عامل ثابت کيدی شي او ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي چې په قبایلي سیمو کې بيا يوځای شي."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پېښور کې سينير امنيتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، ردالفساد عملیات په بریالي توګه په قبایلي سیمو کې دوام لري.

هغه وويل، د ترهګرو د کمانډ او کنټرول شبکه ويجاړه شوې ده. هغه زياته کړه، په دې جنګ کې په سلګونو بلواګر ژوبل شوي، په داسې حال کې چې پاتې نور په مختلفو سيمو کې پټ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ځم جناب

ځواب