امنیت

چارواکي: ایران ناکامه شوی چې پاکستان وهڅوي چې د امریکې پر ضد د ايران د ايجنډې ملاتړ وکړي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۳۰ مه) په راولپنډۍ کې د خپل جهاز نه راکوزيږي. هغه د دوه ورځني سفر لپاره پاکستان ته راغلی و. [ای ايف پي]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۳۰ مه) په راولپنډۍ کې د خپل جهاز نه راکوزيږي. هغه د دوه ورځني سفر لپاره پاکستان ته راغلی و. [ای ايف پي]

کويټه -- شنونکي او چارواکي وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف پاکستان ته وروستی سفر د تهران د ناکامه کوشش يوه برخه وه چې پاکستان د آمريکې پر ضد په بهرنۍ پالیسۍ او سیمه ایزه ايجنډا کې شامل کړي.

د اګست په ۳۰ مه اسلام آباد ته په خپل وروستي سفر کې، ظریف د نوي ټاکل شوي وزير اعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه او نورو مهمو حکومتي چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

د وزير اعظم په توګه د خان د ټاکلو راهیسې، تهران د اسلام آباد سره د اړيکو د ښه کولو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې خان ته په يو ليک کې، د ایران صدر حسن روحاني د اسلام آباد سره د همکارۍ د پراختیا لپاره د تهران چمتو والی څرګند کړو.

سږکال، ایران د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د آزادۍ د ورځې ۷۲ مه کليزه ولمانځلهاو په لویو لارو او په عام ټرانسپورټ کې يې په برقی سکرينونو باندې د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړې ول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف د اګست په ۳۱ مه په اسلام آباد کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان سره خبرې اترې کوي. [ټويټر/جاويد ظريف]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف د اګست په ۳۱ مه په اسلام آباد کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان سره خبرې اترې کوي. [ټويټر/جاويد ظريف]

احتشام صادق، چې په اسلام آباد کې د دفاع يو سينير چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د پاکستان او ګاونډی هیوادونو ترمنځ اړیکې په سیمه ایزه سولې او ثبات کې مهم رول لوبوي، خو موږ په خپلو ملي ستراتیژیکي ګټو باور لرو.

هغه وويل، "که څه هم موږ [پاکستان] د ایران سره ښه سفارتي تعلقات لرو، خو موږ د دې اړیکو په تعقیب کې د ایران د اقدام ملاتړ نه کوو."

صادق وويل، "ایراني په سفارتي توګه هڅه وکړه چې ... دا څرګنده کړي چې پاکستان ته د ظريف وروستی سفر د معمول سفر و، خو په حقيقت کې ... ایران په ښکاره توګه د آمريکې پر ضد د دریځ لپاره د پاکستان د ملاتړ غوښتنه وکړه."

د ایران د نفوذ پراخولو هڅه

د صادق او نورو چارواکو په وینا،د ایران د مصالحت هڅې یوازې د تهران په ګټه دي.

صادق وويل، "ايران اوس په ايشيا کې د متنازعه رول له امله د يوې لويې ستونزې سره مخامخ دی، له دې امله ايراني مشران په کلکه هڅه کوي چې نړۍ ته وښيي چې د هغې ګاونډي هېوادونه -- د پاکستان په ګډون -- به د هغه ممکنه اتحادي پاتې شي."

هغه زياته کړه، "ايران هڅه کوي چې د پاکستان د پولې په اوږدو کې، چې د بلوچستان سره پولې لري، په سيمو کې خپل نفوذ زيات کړي."

په راولپنډۍ کې د استخباراتو يو سينير چارواکي پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، راپورونو څرګنده کړې چې ایران د پاکستان په مختلفو صوبو کې د شيعه ګانو ډلې کارولی شي چې په راتلونکي وخت کې د آمريکې د اقتصادي بنديزونو پر ضد د ګامونو لپاره د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي.

سرچينې وويل،ایران په پاکستان کې د ګڼ شمیر سازمانونو ملاتړ کوي، او ځینې شیعه عالمان او مشران، چې دا سازمانونه پرمخ بوځي، په پراخه توګه زموږ د څارنې په لیسټ کې دي. "موږ به هیڅکله د خپل ملي امنیت په سر روغه جوړه ونه کړو."

د پاکستان نوې ټاکل شوې حکومت د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ بیاکتنه کوي، او زیاته یې کړه چې "د پاکستان امنیتي پالیسي د ملي ګټو لپاره ده او خورا جامع ده، نو هیڅوک زموږ خاوره د بل چا د مقصد لپاره نه شي استعمالولی."

هغه وويل، "د پاکستان امنيتي ادارې د ايران سره د پولې په خوندي کولو کې اغيزمن رول لوبوي ... په پاکستان کې د ايران لخوا د فشار راړولو هڅې يا [د ايران لخوا] لاسوهنې نه شي بريالي کيدې."

ايران ته د پاکستان ضرورت دی

ډاکټر طلعت شبير، چې په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د پاکستان په داخلي چارو کې د ایران ښکیلتیا، د بلوچستان په ناکرارۍ کې د هغې ونډه او د پاکستان پر ضد عناصرو لپاره د هغې ملاتړ دا د پاکستان لپاره بې اعتباره ملګری او ګاونډي هېواد ثابتوي."

شبير وویل، په اوسنیو حالاتو کې، ایران باید د بهرنۍ پالیسۍ بیا کتنه وکړي او دا يقيني کړي چې دا به د اوسني خپل رول په پرتله په راتلونکي کې کم متنازعه رول ولوبوي. "زما په خيال، لکه څنګه چې ایران په ايشيا او خلیج کې خپلې ګټې لري، د پاکستان حکومت له هم پکار ده چې هغه څه وکړي چې د [دې] لپاره غوره دي."

شبير زياته کړه، "په ګاونډي هېوادونو کې د ایران لاسوهنه په سیمه کې منفي رول پیاوړی کوي، او پاکستان تل د دې لاسوهنو مخالفت کوي."

هغه وويل، "ځينې بهرنۍ ډلې، چې د پاکستان ضد فعاليتونو لپاره د افغان خاوره کاروي، د ايران سره پياوړي اړيکي لري او دا ډول اړيکې د پاکستان او ايران ترمنځ په اړيکو کې د يو لوی خنډ په توګه رول لوبولی شي."

شبير وويل، "موږ له پکار ده چې دا خبره نظر انداز نه کړو چې ایران ته [د پاکستان] د ستراتیژیکي او جغرافيايي موقعیت له امله د پاکستان د ملاتړ ضرورت دی، او دا نه يوازې د خپلې انرژۍ لپاره د افغانستان په اقتصادي وړتیا کې خورا دلچسپي لري بلکې دا وسطي ايشيا او چاينه ته د خپلې انرژۍ د خرڅولو لپاره يوه کلیدي لاره هم ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 14

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د آمريکې پالتو څاروی

ځواب

موږ په دې پاڼه کې هیڅکله يو بیان یا خبر نه دی لیدلی چې د يو اصول پسند ګاونډي هیواد لکه ایران ښه کارونه او رول په ګوته کړي. داسې ښکاري چې لفاو او سعودي د دې پاڼې سره مالي مرسته کوي.

ځواب

دا یو غیر منطقي او تش په نامه تجزيه ده. که په جي ايچ کيو کې داسې فکر واله خلک وي، نو دا هېواد پرمختګ نه شي کولی.

ځواب

ريښتيا نه

ځواب

دا غير جانبدارانه او غير منطقي تجزيه ده.

ځواب

ایران حقه خبره کوي، پاکستان باید له هغې سره ودریږي، ایران د نړۍ یوازینی هیواد دی چې د آمریکې په وړاندې ولاړ دی. آمریکا هیڅ کله هم زموږ اتحادي نه شي کيدې، هغه به تل موږ د خپلو ګټو لپاره کاروي.

ځواب

ډير معلوماتي ☺

ځواب

ډیر ښه بیان شوی، ډير ښه ليکل شوی، معلوماتي او د حقیقت موندنې مقاله ده، پاکستان

ځواب

ستاسو وينا د تعصب نه ډکه ده او کيدی شي چې دا د دواړو ګاونډي هيوادونو ترمنځ په کړکيچ رامنځته کولو کې رول ولوبوي.

ځواب

Slam

ځواب

زما په خيال د پاکستان او ایران ترمنځ لویه ستونزه د چابهار بندرګاه ده. دا د ایران لخوا د پاکستان دښمن هيواد ته ورکړل شوي ده.

ځواب

ایران ہو خواہ د چابہار بندر د پاکستان ازلی دشمن *ھند* پہ حوالہ کوی او بل خواہ د پاکستان نہ د خیر طمع لری ۔پہ دے حال کے پاکستان بہ کلہ ھم د ایران مرستہ اونکی ۔د ایران ارادے د ایران د تباھی دہ پارہ بس دی ۔

ځواب

ایران تل د پاکستان سره د دوه اړخيزو اړیکو سرغړونه کړې ده او زه فکر کوم چې دا به هیڅ کله د پاکستان رښتینې اتحادي نه وي. په اوسني سیاسي حالاتو کې پاکستان باید د خپلې ګټې پالیسي اختيار کړي، پرځای د دې چې دا د نورو د غوښتنو په اړه فکر او عمل وکړي. پاکستان زنده باد

ځواب

ایران له ۷۹ کال راهيسې، په مذهبي توګه د خپلې فرقايي ایډیالوژۍ د صادرولو هڅه کوي ... يو ګاونډي هم د ايران رژیم نه بچ نه دی پاتې شوی ... عراق، بحرین، افغانستان او یمن د ایران د لاسوهنې غوره مثالونه دي... پاکستان د دې نه بچ نه دی پاتې شوی ... د کلبوشن یادو نيټ ورک د ایران نه فعاليت کولو. دا ثابت شوی حقیقت دی چې عزير بلوچ د ایراني استخباراتي ادارو تر کنټرول لاندې و. د نيولو په وخت کې، هغه هڅه کوله چې د ایراني پاسپورټ له لارې دوبۍ ته لاړ شي. ايران په پاکستان کې د شیعه فرقه ایزو ډلو مالي مرسته کوي، چې په پایله کې دا زموږ ملي امنیت ته زيان رسوي ...

ځواب