جرم او انصاف

د سيند چارواکي د کراچۍ په کوڅو کې د زياتيدونکي جرمونو په وړاندې مبارزه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د کوڅو د جرمونو په وړاندې د نوي جوړ شوي ځواک پرسونل د کراچۍ په ښار کې د سپتمبر په ۱۲ مه په پريډ کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

د کوڅو د جرمونو په وړاندې د نوي جوړ شوي ځواک پرسونل د کراچۍ په ښار کې د سپتمبر په ۱۲ مه په پريډ کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په کراچۍ کې د قانون پلي کونکي ادارو،چې په کاميابۍ سره يې هدفي وژنې او ترهګري ختم کړې، اوس په کوڅو کې د زياتيدونکي جرمونو په وړاندې کوششونه کوي.

په تيرو څو مياشتو کې، د کراچۍ اوسيدونکو په کوڅو کې په جرمونو کې، لکه وړوکي غلا، د پام وړ زياتوالی ليدلی دی.

د ملکي پولیسو د ارتباطي کمیټۍ، یوه غیر سیاسي قانوني ادارې، چې د عامه خونديتوب د ښه کولو لپاره هره میاشت د جرمونه معلومات راټولوي، له مخې، د مثال په توګه، د اګست په میاشت کې، د کوڅو جنایتکارانو تقريباََ ۱،۵۰۶ موبايل فونونه په زور واخيستل او تقريباََ ۱،۹۳۰ موبايل فونونه يې پټ کړل.

دا ارقام د جولای راهيسې زیاتوالی په ګوته کوي، چې په دغه موده کې تقريباََ ۱،۳۶۳ موبايل فونونه د خلکو نه په زور اخیستل شوي او ۱،۸۴۴ پټ کړی شوي شول.

ماتم کونکي د خیبر پښتونخواه په کوز دير کې د سپتمبر په ۱۳ مه د ګل زاده په جنازه کې ګډون کوي، ګل زاده، چې د کبانو سوداګر او د کوز دير اوسيدونکی و، یوه ورځ مخکې په کراچۍ کې د شوکې په هڅه کې وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

ماتم کونکي د خیبر پښتونخواه په کوز دير کې د سپتمبر په ۱۳ مه د ګل زاده په جنازه کې ګډون کوي، ګل زاده، چې د کبانو سوداګر او د کوز دير اوسيدونکی و، یوه ورځ مخکې په کراچۍ کې د شوکې په هڅه کې وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

تر ټولو ناوړه مسله په ښار کې په هغه جرمونو کې زياتوالی دی چې په هغې کې د ټوپک تاوتریخوالی شامل وي. که چیرې قربانيان مزاحمت کوي، نو د مجرمانو زیاتیدونکي شمير هغوی زخمي کوي او يا يې وژني.

د بیلګې په توګه، د سپتمبر په ۱۲ مه، وسله وال ډاکوانو ګل زاده، چې يو سوداګر و او د کراچۍ په يوې فيشريز کې يې کار کولو، هغه وخت په مايي کولاچي روډ باندې ووژلو کله چې هغه د خپل موبايل فون ورکولو نه انکار وکړو.

کفيل احمد، چې د کراچۍ په يوې شتمنه سيمه کې د نيبرهوډ د څارنې مشر دی، وويل، ځايي خلک په کوڅو کې د زیاتيدونکي جرمونو په اړه ډير زيات اندیښمن دي.

احمد پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د دې مسلې په اړه د پولیسو افسرانو سره خبرې کړي دي. "موږ ډیر هیله مند يو چې د لوټ مار او د وژلو په جرمونو کې ښکيل مجرمانو په وړاندې به د پولیسو اقدامات په ښار کې په کوڅو کې د جرمونو مخه ونیسي."

صوبايي حکومت هڅې زياتوي

د سيند د پوليسو نوی مشر، سید کليم امام، چې د سپتمبر په ۱۲ مه يې دنده پيل کړه، وویل چې په ښار کې په کوڅو کې د جرمونو مخه نیول به د هغه لومړیتوب وي.

امام د سپتمبر په ۱۳ مه په يوې غونډه کې پولیسو افسرانو ته وویل، "پکار ده چې په کوڅو کې د هر قسم جرمونو، چې په دې کې د وسلو په واسطه لوټ مار، د موبايل فونونو په زور اخيستل، او د ګاډو غلا شامله ده، په وړاندې په مسلکي توګه ګام واخيستل شي، او په کوڅو کې د مجرمانو په وړاندې په فوري توګه مبارزه پیل شي."

د دې ستونزې د حل لپاره، د سيند حکومت د اګست په میاشت کې په کوڅو کې د جرمونو پر ضد ځانګړی ځواک جوړ کړی دی. پولیسو د وټس ايف يو ځانګړی نمبر هم خپور کړی، چې اوسیدونکو ته توان ورکوي چې د پوليسو د چټک غبرګون لپاره په کوڅو کې د جرمونو په اړه په فوري توګه راپور ورکړي.

عمر شاهد حامد، چې د کراچۍ په جنوبي ضلع کې د پوليسو مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د نوي جوړ شوي ځواک اصلي موخه د کوڅې مجرمان، غلا کونکي او شوکه کوونکي نيول دي، چې په شتمن نيبرهوډونو کې زیات شوي دي."

هغه وويل، هغه کسان، چې د جرم ضد ځانګړي ځواک سره تړاو لري، موټرسایکلونه کاروي چې په مختلفو سیمو کې ګشت وکړي او ايمرجنسي کالونو ته ځواب ورکړي.

د قانون پلي کونکو ادارو هم د کراچۍ په شاوخوا کې د کوڅو د مجرمانو د نیولو لپاره چاپې وهل زیات کړې دي.

حامد وويل، پولیسو د سپتمبر په ۱۲ مه د څلورو جنایتکارانو په ډله باندې بريد وکړو. دغه کسان په کوڅو کې په جرمونو کې، د موبايل فونو د غلا په ګډون، ښکیل ول.

هغه د فون د پيژندلو لپاره يو ځانګړی شميرې ته اشاره وکړه او ويې وويل، "په کراچۍ کې د موبايل فونونو په زور اخيستلو وروسته، دغه ډله [د فون] د ګرځنده تجهیزاتو پېژندنې (آی ايم اي آی) شمیرې د پيچيده مشینانو له لارې بدلوي او بیا یې د هیواد په نورو برخو کې خرڅوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500