امنیت

د خیبرپښتونخواه پولیس د ایرپورټ د امنیت لپاره د څارنې مينارونه دنګوي

د جاويد خان لخوا

په پېښور کې د اګست په ۳۰ مه باچاخان انټرنیشنل ایرپورټ ته نږدې په بډه بيره سیمه کې د څارنې په مينارونو باندې کار روان دی. [جاوید خان]

په پېښور کې د اګست په ۳۰ مه باچاخان انټرنیشنل ایرپورټ ته نږدې په بډه بيره سیمه کې د څارنې په مينارونو باندې کار روان دی. [جاوید خان]

پيښور -- د پېښور د پوليسو له مخې، د باچاخان انټرنیشنل ایرپورټ په شاوخوا سيمو کې د څارنې په اتو امنيتي مينارونو باندې کار تقريباََ پای ته رسيدلی دی.

د څارونې د مينارونو موخه د هغه دواړو تجارتي او پوځي جهازونو ساتنه کول دي کوم چې په دې هوايي اډه کې کيني او يا د دې نه پاسي.

په پيښور کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر، قاضي جميل الرحمان، پاکستان فارورډ ته د سپتمبر په ۶ مه وويل، "په نږدې بازيد خيل، ګل بهاره او پشتخره پايان کليو کې د څارنې په دريو مينارونو تقريباََ ۸۰ فیصد کار پای ته رسيدلی دی." "په تهکال، ماشو خیل او سليمان خيل کې په نورو دريو مينارونو کار تقريباََ ۷۵٪ بشپړ شوی دی."

هغه وويل، "د مغربي پېښور په سربند سیمه کې، په بل مينار تقريباََ ۶۵٪ کار بشپړ شوی دی، په داسې حال کې چې په پلوسۍ کلي کې په بل مينار به کار ژر تر ژره پيل شي."

تمه کیږي چې د څارنې په لومړیو شپږو مينارونو کار به په راتلونکو هفتو کې پای ته ورسیږي، که څه هم چارواکو دقیق نیټه نه ده څرګنده کړې.

قاضي وويل، د پوليسو ځانګړي ځواکونه به استخدام شي چې د هوايې اډې شاوخوا سیمې خوندي کړي، په داسې حال کې چې په نژدې کليو کې د پلټنې او چاڼيز عمليات په منظمه توګه ترسره کيږي چې شکمن عناصر په ګوته کړي او لرې يې کړي.

هغه وويل، "د پيښور په شاوخوا سيمو کې د بمبارۍ نه خوندي تقریباً۲۰ پوسټونه د ښار پوليسو ته سپارل شوي ... چې په پېښور کې په مهمو تاسيساتو باندې د بريدونو مخه ونيسي." "په ۱۱ نورو پوسټونو کار روان دی. دا به ژر تر ژره پوليسو ته وسپارل شي."

د هوایي اډې امنیت ښه کول

تمه کیږي چې د باچا خان ایرپورټ په شاوخوا سيمو کې به د څارنې مينارونه د هوایې اډې په شاوخوا او په نږدې سیمو او کلیو کې امنیت ښه کړي.

د خیبر پښتونخواه (کی پي) د پولیسو پخواني انسپکټر جنرل ناصر خان دراني، وویل، "د څارنې مينارونه به د پیښور څخه د الوتکو د پروازونو امنیت يقيني کړي." دراني په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د څارنې د مينارونو د جوړولو وړاندیز کړی و.

هغه وروسته له هغې د دې مينارونو د جوړولو وړاندیز وکړ کله چې په باچا خان ایرپورټ کې د کيناستلو نه مخکې په دوو جهازونو کې اور ولګيدو.

په جون ۲۰۱۴ کال کې په یو داسې برید کې، یوه ښځینه مسافره ووژل شوه او د جهاز د عملې دوه غړي ژوبل شول کله چې د ځمکې نه کسانو د پاکستان نړیوال هوايي کمپنۍ په جهاز باندې ډزې وکړې. پولیسو د برید نه وروسته د هوایې اډې په سيمه کې د پلټنې او بريد په عملياتو کې ګڼ شمير شکمن کسان ونیول.

په اګست ۲۱۰۴ کال کې، یوې ګولۍ کيناستونکی کارګو جهاز په نښه کړو، خو څوک په کې زخمي نه شول.

ټولو نړیوالو هوایي جهازونو له ډزو وروسته پیښور ته خپل پروازونه معطل کړل، خو وروسته یې په منظمه توګه خپل پروازونه پيل کړل کله چې امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر اقدامات پورته کړل.

د انسپکټر جنرل په توګه د دراني په وخت کې، د خیبرپښتونخواه پولیسو ایرپورټ ته نږدې په کلیو کې ټول نارینه اوسیدونکي رجسټر کړل. هغه نږدې د ۱۸۰ پرسونلو د پولیسو يو ځانګړی ځواک جوړ کړو چې د هوایې اډې په شاوخوا کې د سیمو ساتنه وکړي.

اسرار احمد، چې د بډه بيرې کلي اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د [ایرپورټ مرکزي سيمه د حکومت او نورو چارواکو د وروستیو اقداماتو نه وروسته ډیره خوندي ده."

هغه وويل، "د څارنې دا مينارونه به د هوايي اډې په شاوخوا کليو کې د امنيت احساس زيات کړي، چې د تېرو کلونو په پرتله زيات سوله ييز دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500