امنیت

په سوریه کې د داعش د 'خلافت' د پاتې شونو د له منځه وړلو لپاره وروستۍ هڅه پيل شوه

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) غړي د وږي په ۲۰ مه په سوریه کې د داعش تر کنټرول لاندې د ورټولېدونکي قلمرو پر ضد له برید څخه مخکې د سوریې په شدادي ښار کې راټولېږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) غړي د وږي په ۲۰ مه په سوریه کې د داعش تر کنټرول لاندې د ورټولېدونکي قلمرو پر ضد له برید څخه مخکې د سوریې په شدادي ښار کې راټولېږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

دیر الزور، سوریه -- چارواکو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۰ مه/ وویل، چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو داسې عملیات پیل کړي چې تمه کیږي چې په منځني ختیځ کې د د داعش تر کنټرول لاندې پاتې کوچنۍ سیمې څخه د دغه ګروپ د پاتې شونو د اېستلو وروستۍ مرحله به وګرځي.

دغه ځمکنی تهاجم، چې د ورټولولو د عملیاتو په نامه یادیږي، د سوریې په شمال کې د سوریې د دیموکراتیک ځواک له خوا ترسره کیږي. د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونه هوایي او د توپونو قوي ملاتړ ورته برابروي.

چارواکو وویل، چې د ورټولولو عملیات د غوايي په ۱۱مه پیل شول، او وروستۍ مرحله یې د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۹ مه/ پيل کیږي.‌

د سوریې دیموکراتیک ځواک (اېس ډي اېف)، چې اکثر له سوریایي عربانو او کوردي جنګیالیو څخه تشکیل شوی، هغه لوی ځمکنی ځواک دی چې د هغه په وسیله د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف وتوانېد چې داعش په سوریه کې له هغو پراخو ځمکو څخه وباسي چې یو وخت یې کنټرول په لاس کې درلود.

د ایتلاف یو غړی د غوایي په ۲۳ مه د عراق - سوریې له سرحد سره نژدې د داعش په یوه موقعیت باندې له وارولو څخه مخکې د ۸۱ ملي متري هاوان یوه ګولۍ چمتو کوي. ایتلاف د داعش پر ضد د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ور ټولوونکیو عملیاتو په ترڅ کې هغوی ته اورنی او هوایي ملاتړ برابر کړی دی. [د متحده ایالاتو د اردو له خوا اخیستل شوی عکس]

داعش اوس هم د سوریې د دیر الزور ولایت په یوه برخه او همدارنګه د هېواد په جنوب کې په ځینې سیمو باندې کنټرول لري.‌

د 'خلافت' پای

داعش د پولې دواړو غاړ ته د تش په نامه «خلافت»، چې د یادې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کې په عراق او سوریه کې اعلان کړ، نژدې ۹۸٪ قلمرو له لاسه ورکړی دی.‌

د دغې ترهګرې ډلې له خوا د دولت جوړونې خوبونه هغه وخت ویجاړ شول چې داعش د ۱۳۹۶ د چنګاښ په میاشت کې د عراق له موصل ښار،او همدارنګه د تېرې تلې په میاشت کې په سوریه کې د هغوی له ادعا شوې پلازمېنې الرقه څخه واېستل شو.

له یادو غټو ماتو څخه وروسته، د داعش جنګیالي د سوریې دښتي سیمو ته پسې واخیستل شول.‌

په یوه ۵۵ دقیقه یي پیغام کې، چې تېره میاشت خپور شو،البغدادي اعتراف وکړ چې داعش په منځني ختیځ کې له پوځي ماتو څخه څنګه زیانونه ولیدل.

په داسې حال کې چې هغه په خپلو پلویانو غږ وکړ چې خپل «دین، صبر یا جهاد» پرې نه ږدي، چې ښکاري چې دا په میدان کې د یادې ډلې ماتې ته یوه اشاره وه، البغدادي اعلان وکړ چې «د مجاهدینو لپاره د فتحې یا ماتې معیار یوه ښار یا ښارګوټي پورې یا هغو پورې چې هوایي فوقیت لري، ارتباط نه لري.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500