دین

په انځورونو کې: پاکستاني هندوان د راکهي په دوران کې د خور او ورور ترمنځ مينه لمانځي

د ضياء الرحمان لخوا

يو پلورونکی په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ مه په شري سوامینارایان مندر کې د راکهي کړۍ خرڅوي. [ضیاء الرحمان]

يو پلورونکی په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ مه په شري سوامینارایان مندر کې د راکهي کړۍ خرڅوي. [ضیاء الرحمان]

هندو جينکۍ او ښځې په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ مه په سوامینارایان مندر کې د راکهي کړۍ اخلي. [ضیاء الرحمان]

هندو جينکۍ او ښځې په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ مه په سوامینارایان مندر کې د راکهي کړۍ اخلي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ په مه شري سوامینارایان مندر کې د راکهي کړۍ ښودل شوي دي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ په مه شري سوامینارایان مندر کې د راکهي کړۍ ښودل شوي دي. [ضیاء الرحمان]

پیرودونکي په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ مه په شري سوامینارایان مندر کې د راکهي سامان ته ګوري. [ضیاء الرحمان]

پیرودونکي په کراچۍ کې د اګست په ۲۲ مه په شري سوامینارایان مندر کې د راکهي سامان ته ګوري. [ضیاء الرحمان]

يو هندو په کراچۍ کې د اګست په ۲۶ مه په شري سوامینارایان مندر کې د راکشا بندهن لپاره د اور روايتي رسم ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

يو هندو په کراچۍ کې د اګست په ۲۶ مه په شري سوامینارایان مندر کې د راکشا بندهن لپاره د اور روايتي رسم ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

هندو کورنۍ د اګست په ۲۶ مه په کراچۍ کې نيټيو جيټي پل ته نږدې په يو مندر کې د دعا لپاره راټوليږي او مختلفې میوې او نور شيان اوبو ته ارتوي. [ضیاء الرحمان]

هندو کورنۍ د اګست په ۲۶ مه په کراچۍ کې نيټيو جيټي پل ته نږدې په يو مندر کې د دعا لپاره راټوليږي او مختلفې میوې او نور شيان اوبو ته ارتوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- پاکستاني هندوانو د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۲۶ مه) د رکشا بندهن، چې په عمومي توګه د راکهي په نامه ياديږي، کلنيز جشن ترسره کړو چې د ورور او خور تر منځ تعلق ولمانځي.

رکشا بندهن د هندوانو په شمسي کلينډر کې، د ساون په مياشت کې، چې د شروانا په نامه هم په پيژندل کيږي، د پوره میاشتې په ورځ لمانځل کیږي. دا میاشت په عمومي توګه په ګریګورین کلينډر کې د اګست میاشت سره سمون لري.

د ورځې د جشنونو د یوې برخې په توګه، خویندې د خپلو وروڼو لاسونو ته راکهي -- سنګار شوي تارونه یا د تار نه جوړې شوې کړې -- اچوي چې د هغوی د خوشحالۍ، روغتیا او خوندیتوب لپاره دعا وکړي. د راکهي د رسم او د دعا د رسم، پوجا، نه وروسته، وروڼه خپلو خویندو ته ډالۍ ورکوي.

واده شوې خویندې د خپلو وروڼو کورونو څخه لیدنه کوي، چې د دوی د راتلو لپاره او د راکهي د مراسمو لپار سنګار شوي وي. دا موقع د کورنۍ يوه لویه غونډه وي.

یوه خور د اګست په ۲۲ مه په کراچۍ کې په شري سوامينارايان مندر کې د خپل ورور لاس ته راکهي اچوي. [ضیاء الرحمان]

یوه خور د اګست په ۲۲ مه په کراچۍ کې په شري سوامينارايان مندر کې د خپل ورور لاس ته راکهي اچوي. [ضیاء الرحمان]

سږ کال جينکۍ، ځوانې مېرمنې او حتی مشران، چې د هندو مذهبي عقیدې پيروي کوي، په هیواد کې مختلفو مندرو ته لاړل چې د ورورولۍ د جشن لپاره راکهي واخلي.

په شري سوامينارايان مندر کې دننه، چې په کراچۍ کې په محمد علی جناح سړک باندې یو مندر دی، ډیر عارضي سټالونه جوړ شوي ول چې په مختلفو رنګونو او ډیزاینونو کې د راکهي کړې خرڅې کړې. د دې نرخونه د ۱۰۰ روپو نه تر ۵۰۰ روپو (.۸۱-۴ آمريکايي ډالره) پورې ول، او په دې کې تر ټولو نه قيمتي د راکهي کړۍ په هند کې د حیدرآباد دکن سیمې نه درآمد شوي ول.

منيش آنند، چې يو هندو دی او په مندر کې راکهي خرڅوي، وويل، د هندوانو ګڼ شمیر ښځو په تیرو څو ورځو کې د خپلو وروڼو لپاره د راکهي کړې اخیستي دي.

آنند پاکستان فارورډ ته وويل، "خو د راکشا بندهن په موقع، د اګست په ۲۶ مه، د خرڅولو کچه [حتی زياته لوړه] وه."

سنجيش دهانجا، چې په کراچۍ کې د هندوانو د ډلې، پاکستان هندو سيوا ویلفیر ټرسټ، صدر دی، وويل، راکهي د انسانانو ترمنځ د پیاوړي اړیکو يوه نښه جوړه شوې ده، چې د مذهبي او کلتوري توپیرونو سره تعلق نه لري. د راکهي رسم د يو بل لپاره د درناوي يو نښه جوړه شوې ده.

دهانجا پاکستان فارورډ ته وويل، "هندوانو میرمنو هم د نورو عقیدو غړو ته، چې دوی يې خپل وروڼه ګڼي، د راکهي کړې واچولې." "[مسلمانان، عیسایان] راځي او زموږ په مذهبي غونډو کې ګډون کوي او موږ د هغوی په غونډو کې ګډون کوو."

هغه وويل، دا جشن په هېواد کې مذهبي هم آهنګۍ ته په وده ورکولو کې مرسته کوي.

نيها کمار، چې په کراچۍ کې د هندو کالج ۲۲ کلنه زده کونکي ده، د خپلو ملګرو سره يو شمير کړې واخیستي.

نیها پاکستان فارورډ ته وویل، "دا زموږ لپاره د خوشحالۍ ورځ ده." "زه نه یوازې دوه هندو وروڼه لرم بلکې پنځه مسلمان [ملګري]، چې زه يې وروڼه ګڼم، هم لرم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500