د ښځو حقوق

ګلابي بسونه په خیبرپښتونخواه کې ښځو ته خوندي ټرانسپورټ ورکوي

د محمد آهل لخوا

په پېښور کې د اګست په ۲۵ مه په يوې اډه کې ګلابي بسونه ولاړ دي. د ښځو لپاره دا ډول خدمت به په راتلونکو هفتو کې په ایبټ آباد او مردان کې پیل شي. [محمد آهل]

په پېښور کې د اګست په ۲۵ مه په يوې اډه کې ګلابي بسونه ولاړ دي. د ښځو لپاره دا ډول خدمت به په راتلونکو هفتو کې په ایبټ آباد او مردان کې پیل شي. [محمد آهل]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) صوبه، د جاپان او ملګرو ملتونو په ملاتړ، چمتو ده چې په مردان او ایبټ آباد ضلعو کې د ښځو لپاره د جلا بس سروس افتتاح کوي.

ګلابي بس سروس به ښځو ته توان ورکړي چې یوازې سفر وکړي، چې دا به د هغه سماجي روايتونو نه يو مختلف ګام وې چيرې چې د کورنۍ نارینه غړي د ښځو سره په سفر کې ځي. دوی په روايتي بسونو کې ښځې د نارینه مسافرو نه خوندي ساتي.

ښه رنګ شوي بسونه به نه یوازې ښځو ته د تګ راتګ خوندي او آرام ده وسيله برابره کړي بلکې دوی ته به د کورنۍ په څیر او د ارزان سفر احساس ورکړي.

تمه کیږي چې دا سروس به په ټوله خيبر پښتونخواه کې پیل شي.

په پېښور کې د اګست په ۲۵ مه ګلابي بسونه ښودل شوي دي. [محمد آهل]

په پېښور کې د اګست په ۲۵ مه ګلابي بسونه ښودل شوي دي. [محمد آهل]

جاپان د ۱۰۰ ميليونو روپو (۸۱۵،۰۰۰ آمريکايي ډالره) ۱۴ بسونه ورکړل، چې دا په مردان او آیبټ آباد کې د پروجيکټ د يوې غټې مرحلې لپاره د پروجيکټ د خدماتو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (يو اين او پي ايس) سره د جاپان د عمومي مرستو يوه برخه ده.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د می په ۱۱ مه دغه ګاډي ترلاسه کړل. دا ګاډي به د اګست د میاشتې یا د سپتمبر په لومړیو کې کار پیل کړي. دا آرام ده سيټونه، اير کنډيشن او خودکارې دروازې لري.

د بسونو نه علاوه، يو اين او پي ايس په هرې ضلع کې د بسونو لپاره د ۱۵ بس سټاپونو په جوړولو کې هم مرسته کوي. په هره ضلع کې به دا بس سټاپونه د شمسي تختو او رڼا سره سمبال شوي وي.

دا سروس په ۲۰۱۶ کال کې د جاپان او يو اين او پي ايس او د خیبرپښتونخواه د ټرانسپورټ ادارې ترمنځ د یوې معاهدې برخه ده. ماشومان، د ۱۲ کلونو نه کم عمر لرونکو هلکانو په ګډون، په دې بسونو کې سفر کولی شي.

ټرانس پيښور، چې د پېښور بس ريپيډ ټرانزټ (بي آر ټي) سروس چلولو لپاره جوړ شوی و، به ګلابي بسونه چلوي. دې ګاډو په پيښور کې له مخکې نه په آزمايشي ډول کار پيل کړی دی.

يو داسې نوښت چې ښځې يې ملاتړ کوي

پاکستانۍ ښځې، په ځانګړي توګه هغه ښځې چې په خیبرپښتونخواه کې ژوند کوي، د حکومت د نوي نوښت ستاینه کوي.

رابيعه خان، چې په ايبټ آباد کې په يو بينک کې کار کوي او هره ورځ خپل دفتر او کور ته سفر کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "زما په خيال دا يوه غوره مفکوره ده چې د ښځو لپاره دې بسونه وي -- دوی به خوندي وي او دوی به د ځورنې د ويرې نه بغير سفر کولی شي."

هغې وويل، "[دا سروس] يو ښه پيل دی چې ښځو ته توان ورکړي چې، که دوی هر ځای وي او يا دوی هر څه کوي، د خونديتوب احساس وکړي. خو دا باید په ټول خيبر پښتونخواه کې نورو ښارونو او او کلیوالي سیمو ته وغځول شي."

په پیښور کې د سما تلویزون يوه ژورناليسټه، حرا شاه، پاکستان فارورډ ته وویل، دا د حیرانتیا خبره وه چې مونږ وليدل چې په خیبرپښتونخواه کې د ښځو لپاره څه ښه کار روان دی او صوبايي حکومت د ستاینې وړ دی.

هغې وويل، "ښځې په عام ټرانسپورټ کې د ځورونې سره مخامخ کيږي، له دې امله دا يو ښه ګام دی چې د ښځو لپاره ټرانسپورټ آسان او خوندي کړي."

په پېښور کې ميرمن بیګم آصف موافقه وکړه چې د ښځو لپاره ګلابي بس سروس د حکومت یو ښه نوښت دی.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "مخکې به موږ د نارینو سره په ځايي بسونو کې سفر کولو، او نارینو به زياتره په هغه سيټونو کښيناستل کوم چې د ښځو لپاره ساتل شوي ول." "د ښځو لپاره يو ځانګړی بس سروس یو ښه نوښت دی -- موږ به توان ولرو چې د ويرې او انديښنو پرته سفر وکړو."

د ښځو د حقوقو لپاره یو ګام

د ګلالۍ خان، چې د بشري او سماجي حقوقو فعاله ده او په پېښور کې د ښځو د حقوقو لپاره د يوې ډلې، د خويندو کور (د خور کور)، سره کار کوي، وویل، ګلابي بسونه یو ستر نوښت دی او د هغه ښځینه کارکوونکو او طالب علمانو به ساتنه وکړي چې اکثر په بسونو کې د جنسي ځورونې سره مخامخ کيږي.

نوموړې خدمتونه به اقتصادي فعالیت رامنځته کړي او ښځې به پیاوړي کړي، ځکه چې ښځې به آرام محسوس کړي کله چې دوی د خپلو ملګرو او همکارانو سره سفر کوي.

د ګلالۍ له مخې، کله چې دا نوښت پيل شي، نو د ټرانسپورټ اسانتیاوې به د ډيرو ځوانانو سره مرسته وکړي چې سکولونو یا د کار ځایونو ته ورسیږي چې مخکې به ورته دوی د خوندیتوب د اندیښنو له امله نه شو رسيدلی.

نګهت اورکزۍ، چې په خيبر پښتونخواه سمبلۍ کې قانون جوړونکي او د ښځو د حقوقو فعاله ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "مونږ د هر هغه سیمه ایز نوښت هرکلی کوو چې ښځینه پیاوړې کوي، او د ښځو لپاره بس سروس به، که چيرې په کاميابۍ سره پلي شو، د کار کوونکو ښځو او د هغې د والدينو لپاره د پیاوړتیا یوه سرچینه وي."

تمه کيږ چې د پاکستان په چټکۍ سره وده کونکي آبادي، -- چې د ۲۰۷ ميليونو نه به زياته شي -- له مخکې نه د ښځو لپاره د تګ راتګ مسلې زياتې کړي دي. هغې وويل، ګلابي بس سروس به د ښځو لپاره تګ راتګ آسان کړي، د ښځو سره به مرسته وکړي چې په عام ټرانسپورټ کې د ځورونې سره مقابله وکړي، او دا به د ټيکسي او د سفر کولو د نورو طريقو په پرتله ارزان ثابت شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500