جرم او انصاف

په خیبرپښتونخواه کې ۸۰۰ پولیس افسران د کرپشن او د واک د غلط استعمال له کبله د نوکرۍ نه لرې کړې شول

جاويد خان

په پيښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان (ښې اړخ ته) وروسته له هغې په دې تصوير کې ښودل شوی دی کله چې هغه د اپریل په ۱۹ مه په ملک سعید شهيد پولیس لاينز کې د شهیدانو په یادګار باندې د ګلونو ګيډۍ کيښودې. [جاويد خان]

په پيښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان (ښې اړخ ته) وروسته له هغې په دې تصوير کې ښودل شوی دی کله چې هغه د اپریل په ۱۹ مه په ملک سعید شهيد پولیس لاينز کې د شهیدانو په یادګار باندې د ګلونو ګيډۍ کيښودې. [جاويد خان]

پیښور -- د خيبر پښتونخواه پولیسو د ۲۰۱۴ کال راهیسې له ۸۰۰ څخه زیات خپل افسران د کرپشن او په ناوړه توګه د واک د استعمالولو له کبله د نوکرۍ نه لرې کړي دي.

په پيښور کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر، قاضي جيمل الرحمان، پاکستان فارورډ ته په يوې ځانګړي مرکه کې وويل، په دې موده کې د خیبرپښتونخواه پولیسو افسرانو، چې په مجموعي توګه ۶،۰۰۰ کسان دي، ته يا خو د کرپشن او د واک د غلط استعمال او يا د نورو وجوهاتو له کبله سزا ورکړل شوې ده. په دې کې زياتره اقدامات د خيبر پښتونخواه په مرکزي ښار پيښور کې پورته شوي دي.

رحمان، چې د اپريل په ۱۹ مه سي سي پي او جوړ شو، وويل، "ټولو افسرانو، په ځانګړي توګه سټيشن هاوس افسرانو، ته په روښانه توګه خبر ورکړل شوی چې مونږ به سخت اقدامات پورته کړو که چيرې مونږ ته معلومه شوه چې دوی په کرپشن کې ښکيل دي او يا د واک غلط استعمال کوي."

هغه زياته کړه، هغه پلان لري چې په هر يو پوليس سټيشن کې د مقابلې د امتحان له لارې د داخلي چارو مشر، چې د محرر په نامه پيژندل کيږي، وټاکي.

په پيښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان د اګست په ۷ مه د قانون او نظم د ښه کولو لپاره د اقداماتو په اړه د پاکستان فارورډ سره خبرې کوي. [جاوید خان]

په پيښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان د اګست په ۷ مه د قانون او نظم د ښه کولو لپاره د اقداماتو په اړه د پاکستان فارورډ سره خبرې کوي. [جاوید خان]

هغه زياته کړه، "په راتلونکی پړاو کې، موږ پلان لرو چې د دې ډول امتحانونو له لارې سټيشن هاوس افسران وټاکو چې هغه کسانو ته موقع ورکړو چې دا فکر کوي چې هغوی صلاحيتونو لري خو بیا هم نظر انداز شوي دي."

هغه وضاحت وکړو چې هغه پلان لري چې د پېښور د پولیسو استخباراتي او تحقیقاتي صلاحيتونه نور هم ښه کړي. هغه د کيسونو په سمه توګه د تحقیقاتو او د بریدونو د مخنیوي لپاره ضرورت ته اشاره وکړه.

رحمان وويل، "موږ غواړو چې [ملکي کسانو] ته مرستې چمتو کړو ... هغوی ته توان ورکړو چې د پولیسو چارواکو ته په آسانۍ سره لاسرسی ترلاسه کړي، هغوی د شخړو د حل لپاره په متبادل مکينیزمونو کې بوخت کړو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې په چيک پوسټونو او پولیس سټیشنو کې به د هغوی احترام وکړې شي."

پېښور خوندي دی

پیښور د کلونو لپاره د وسله والو او افراطي فعالیتونو يو مرکز و او په تير وخت کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په شمول مختلفو وسله والو او جهادي ډلو ته د میلمستيا ځای ورکړی و.

رحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ [پیښور] په هر يو اړخ کې د تروریستي برید نه خوندي کړی دی."

په پیښور کې په تیره عشره کې د پاکستان د بل ښار په پرتله ډیر ترورستي بریدونه رامنځته شوي دي. د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه وروسته، یو ځانمرګي برید کونکي د جولای په ۱۰ مه په پیښور کې د سیکولر عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) ريلي په نښه کړه، چې د ۲۰ نه زیات پاکستانیان په کې ووژل شول، چې په دوی کې د ای اين پي پارټۍ سينير مشر، چې د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ و، شامل و.

د رحمان له مخې، "په کلیو، ښارونو او مضافاتو کې عملیاتو د وسله والو شبکې او املاک په ختمولو کې د پولیسو سره مرسته کړې او په ښار کې يې دننه عامو خلکو ته ګواښونه کم کړي دي."

هغه وويل، امنيتي ځواکونو په تېرو څو کلونو کې ټي ټي پي، لشکر اسلام او نورې وسله والې ډلې د پېښور او د خيبرپښتونخواه د نورو برخو نه ختم کړي دي. هغه زياته کړه، په پېښور کې، د خیبرپښتونخواه پولیسو په تیرو څو میاشتو کې د داعش یو شمیر غړي نیولي یا وژلي دي.

رحمان وويل، "په ښار کې د استخباراتو يو شمير عملياتو د پوليسو سره د هغه کسانو په نيولو او يا وژلو کې مرسته کړې کوم چې د بهر نه راغلي ترهګرو سره مرسته کوي، هغوی ته ځای ورکوي او د هغوی ملاتړ کوي."

ښاري سیمې خوندي کول

سربيره پردې، د خيبر پښتونخواه پوليسو د تروريستې بريدونو د مخنيوي لپاره په ځانګړي توګه په هغه سيمو کې د بمونو نه خوندي چيک پوسټونه جوړ کړي کومې چې د قبايلي سيمو سره پوله لري.

رحمان وويل، "په پيښور باندې زياتره بريدونه د قبايلي سيمو نه ترسره کيږي." "موږ د خيبر، دره آدم خيل او مهمند سره په پولو باندې د سپوږمۍ په شکل کې د بمونو نه خوندي ۳۱ چيک پوسټونه جوړ کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب

ده بره دیر هم نظر ولری دی لا اوس هم نوابی چلیگی.

ځواب